دتېرو غونډو په دوام، نن د(۱۳۹۶) کال د ليندۍ مياشتي ۱۰ نېټه په هلمند ادبي بهير کي اونيزه ادبي غونډه ترسره سوه، چي پکي د مرکزلښکرګاه او ولسوالیو په لسګونو شاعرانو او لیکوالانو ګډون کړی وو.

د غونډي ور، د مظلوم (هلمندي) لخوا د قرانکریم د مبارکو ایتونو په تلاوت پرانیستل سو.

دهلمند ادبي بهير مشر سيدمحمد (حیرت) د بهير د فعال غړي عرفان (همدرد) د خدای بخښلي پلار د مړيني له امله د خواخوږۍ او تسليت مراتب وړاندي کړه اود ټولو غړو لخوا د ارواښاد روح ته د فردوس جنت او خپلوانو ته يې د صبرجميل دعا وسوه  ورپسې د ادبي بحثونو په لړ کي ځوان ليکوال او شاعر حميدالله (وياړ) د یوې ښې لیکني د ځانګړنو په اړه ترتيب کړی لکچر په لاندي ډول وړاندي کړ.

د یوې ښې لیکني ځانګړني

د یوې ښې لیکني ځانګړني په دوو برخو کي ښودلی سو :

الف ـ د مفهوم ، محتوا او پیغام له مخي د ښې لیکني ځانګړني

ب ـ د د لیکني د سبک او صحیح لیکني له مخي د یوې ښې لیکني ځانګړتیاوي .

لومړی به د مفهوم له مخي دیوې ښې لیکني ځانګړتیاوي وښیو :

۱ـ لازمه ده چي لیکنه د خلکو اعتقادي، روحي او نورو معنوي غوښتنو ته ځواب وویلای سي او په یو نه یو ډول لوستونکی د خدای (ج) او د هغه د مخلوق په وړاندي له خپلو مسولیتونو او مکلفیتونو څخه خبر کړي.

۲ـ په لوستونکي کي تخیلي او بدیعي ځواک وروزي، پیاوړی يې کړي، پټ او ویده استعدادونه یې بیدار ، ژور فکر او څیړني ته يې وهڅولی سي.

۳ ـ د ټولني وګړي د وخت د نویو پیښو او حالاتو سره آشنا کړي او هغوی ته په راتلونکی کي پخپلي تګلاره کي مطلوبه لارښوونه وکړي.

۴ـ د لفظي او معنوي صنایعو په کاریدني سره وګړي مطالعې ته وهڅوي ، د هغوئ په زړه کي لوستني ته شوق او جذبه را ولاړه کړي .

۵ـ خلکو ته په یو نه یوه بڼه د ټولنیزو خیر ښیګڼو روحیه ورکړای سي.

۶ـ عام ټولنیز شعور ویښ او لوړ کړي.

۷ـ د دنیاوي او اخروي نیکمرغیو او پرمختګ پر لور د ټولني  لارښوونه وکړای سي.

ب ـ د لیکني د سبک او صحیح لیکني له مخي د یوې ښې لیکني ځانګړتیاوي :

اـ ساده او روانه وي.

۲ـ د قلم د عفت او د فکر سوچه والی پکي رعایت سوی وي.

۳ـ د مطالبو په بیان او افاده کي له لنډیز څخه کار اخیستل سوی وي.

۴ـ له ادبي صنایعو څخه پخپل ځای مناسب کار اخیستل سوی وي.

۵ـ د نورو د اثارو څخه د استفادې په صورت کي د هغوئ د علمي او قانوني حق او امانتدارۍ رعایت سوی وی.

۶ـ له نامانوسو او نا اشنا کلمو له استعمال څخه پکي ډډه سوې وي.

۷ـ د ژبي د ګرامری قواعدو رعایت پکي په بشپړه توګه سوی وي.

۸ـ لیک نښي پکي پخپل ځای استعمال سوی وي.

۹ـ مطالب په بیلابیلو پراګرافونو او که لازمه وي په اصلي او څنګزنو عنوانونو په مناسبه توګه ویشل سوی وي.

۱۰ـ نظم او ترتیب یې له پیل څخه تر پایه سم وي.

۱۱ـ د لوستونکو استعداد او فکري ځواک له پاره یو مناسب حد او معیار په پام کي نیول سوی وي.

۱۲ ـ د املا يي او انشايي  غلطیو مخه پکي په بشپړه توګه نیول سوی وي.

۱۳ـ د فکر او معنا رابطه پکي په یو ناڅاپي توګه نه وي قطع او پرې سوې.

۱۴ـ صحافت یې ښه او خط یې د لوستني وړ وي. او….

ماخذ : د لیکوالۍ هنر لیکوال سرمحقق سید محی الدین « هاشمي 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *