منان توحید یار ||
د کابل او اسلام اباد اړیکې ډیر کله د ډیورنډ د کرښې پر سر خرابې شوي دي او په دې برخه کې ملامت پاکستان بلل شوی دی، ځکه پاکستاني ځواکونه د ډیورنډ پر کرښه تکراري سرغړونې کوي او افغان حکومت ورسره له دیپلوماسۍ کار اخیستی دی.
پاکستان دغه راز د ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمو باندې راکټي بریدونه کوي چې وروستی بیلګه یې کونړ دی او د دې بریدونو له ویرې زیات خلک کډه کولو ته اړ شوي دي، د افغان حکومت دریځ په دې برخه کې ډاګیز دی او تر اوږدې حوصلې وروسته یې سرتېرو ته د ځوابي برید امر وکړ.
په حکومت نیوکه ده چې ولې د ډیورنډ کرښې په تړاو د پاکستان د سرغړونو په تړاو چوپه خوله دی، خو داسې نه ده، حکومت هر ځل له پاکستان سره په دې تړاو خبرې کړي او دا شکایتونه یې ملګرو ملتونو ته هم کړي دي، خو دا چې د ډيورنډ په تړاو د پاکستان شیطانتي حرکات د څه لپاره دي، ټولو به مالوم وي او دې حرکاتو ته دوام ورکوي.
پاکستان هڅه کوي چې د ډیورنډ په تړاو سرغړونو سره لکه د کټارو او اغزن سیم تار غځولو باندې د دې کرښې رسمي کیدو ته لار برابره کړي، خو افغان حکومت تل پاکستان او نړیوالو ته ښودلې چې د ډیورنډ په تړاو پریکړه د حکومت نه ده او دواړه غاړې ولسونه به دا پریکړه کوي چې له یو بل جلا کیږي او که نه.
د اغزن سیم او کټارو له پیل سره افغان حکومت باندې نیوکې دي چې ګنې له پاکستان سره یې د بریتانیا په منځکړتوب معامله کړې او د ډیورنډ کیسه یې پاکستان سره ختمه کړې ده، خو نا داسې نه ده په دې تړاو هم حکومت خپل دریځ ډاګیز کړی چې د ډیورنډ په تړاو پریکړه د ولسونو کار دی، نه د حکومتونو، نو همدا به بس وي.
پاکستان هڅه وکړه چې د تبلیغاتو له لارې پر افغان حکومت فشار راوړي چې ګنې ډیورنډ یې معامله کړې، په پارلمان کې حاجي ظاهر قدیر دا خبره وکړه چې د ولسمشر غني په امر پاکستان سره په یوې درې اړخیزه ناسته کې بریتانیا کې پریکړه شوې افغان حکومت نوره دا کرښه نه غواړي، خو دا د پاکستان تبلیغات و چې پر حکومت باندې ولسونه راپورته کړي.
اوس چې پاکستان بیا د ډیورنډ کرښې نږدې سیمو په ځانګړي ډول کونړ باندې راکټي بریدونه پیل کړي، افغان حکومت دفاع وزارت ته لارښوونه کړې چې د بریدونو ځواب په بریدونو ورکړي او دا کار شوی دی.
د دې تر څنګ ولسمشر غني دفاع وزارت ته لارښوونه کړې چې څو جنرالان اسلام اباد ته ولیږي چې هلته له پوځي چارواکو سره د راکټي بریدونو د څرنګوالي په اړه خبرې وکړي، دا پلاوی نږدې ورځو کې ځي او هلته به په دې تړاو ډاګیزې خبرې وکړي.
پاکستان پلمه کوي چې ګنې ملا فضل الله کنړ کې پټنځایونه لري او له دې سیمو په پاکستان د بریدونو پلانونه جوړوي، خو افغان حکومت دا هسې شایعات بللي او ښودلې یې ده چې افغانستان خپله د ترهګرۍ قرباني دی او هیچاته اجازه نه ورکوي چې په دې خاوره کې پر بلې خاورې د ترهګریزو بریدونو لپاره پلانونه جوړ کړي او کار وکړي.
پاکستان په دې ډول بریدونو سره غواړي چې د افغان حکومت پروړاندې افغانان راوپاروي او په دې کار کې یو څه بریالی هم ښکاري، ځکه پاکستان له افغان حکومت غواړي چې ډیورنډ ورسره معامله کړي او افغان حکومت وایي چې دا یې صلاحیت نه دی او دا د ولسونو پریکړه ده، نو ځکه داسې شیطاني حرکتونه کوي چې پر افغان حکومت په کور دننه فشارونه زیات کړي.
پخوا هم په دې تړاو له پاکستاني چارواکو سره انديښنې شریکې شوي او اوس یو ځل بیا اسلام اباد ته یو پلاوی ځي، هلته به واضح ډول پاکستاني پوځیانو سره د افغان حکومت او افغانانو انديښنې شریکې کړي.
افغان حکومت په هیڅ قیمت نه غواړي چې د ډیورنډ معامله وکړي، افغان حکومت د ولسونو د ارادې ښکارندوی دی او کله چې ولسونه نه غواړي چې ډیورنډ کرښه له لاسه ورکړي، نو بیا حکومت څنګه پریکړه کولای شي چې دا کار وکړي.