مورګانتا، ایمون آرون ، دیوسنیګراو یو شمیر نورو پوهانو د قدرت او واک په اړه داسې بیلابیل تعریفونه وړاندې کړي چې تر ډیره یوه مفهم او معنا ته راټولیدلی شي

په ټوله کې قدرت یا واک دهغې ډلې یا افرادو توان ته وایي چې د خپلو هدفونو د ترلاسه کولو لپاره د ټولنې له وګړو څخه استفاده کوي او خپل ځانونه ټاکلو موخو ته رسوي .

دلته لیدل کیږي چې د قدرت او واک کې اساسې خبره په خلکو پورې تړلې ، خلک دي چې نور واک یا قدرت ته رسوي او یا دا چې سیاسون له دوی څخه په بیلابیلو ډولو نو استفاده کیږي او ځانونه پرې واک ته رسوي

واک یا قدرت بیلابیل ډولونه لري لکه ، نفوذي واک ، د زور واک ، مشرو یا نا مشروع واک او نور ،خو بیا هم د واک  د ټولو ډولونو اساس او سرچینه خلک جوړوي نو اوس مهمه داده چې خلک باید څوک څنګه او دکومو موخو لپاره واک ته ورسوي ؟ .

زموږ په جغرافیه کې هم د واک تږي ډیردي اوله هرې ممکنه لارې هڅه کوي چې ځان واک ته ورسوي که هغه په هرډول وي حتې که د هیواد دملي ګټو په پلور هم وي .

 

وایي چې شیدې دهرچا خوښیږي خو د پیشکې پسې زیړی دی ، واک او قدرت د هرچا خوښږي خو دا  ځینې بیخي ورپسې مړه مړه دي ، او دواک لپاره هرډول معاملې ته چمتو دي په داسې حال چې فقر ، بیوزلي ، بې کاري ، بې سوادي جنګ جګړې ، دګاونډیانو مداخلې ، دملګي وګړو مرګ ژوبله  د سیمه او نړۍ د استخباراتي سازمانونو لاس وهنې طبعې آفتونه ، بې کوره او بې اوره کډوال او دې ته ورته په لسګونو نورې ستونزې چې زموږ هیواد او هیوادوال ورسره مخا مخ دی یوه ډله د قدرت وږیو او تږیو واک ته درسیدو لپاره منډې ترړې پیل کړي او دغه هدف ته درسیدو لپاره هرې خوا ته لاسونه اچوي .

کله جرګې یادوي ، کله موقت حکومت یادوي کله نظام ړنګوي

دوی د خپلو شخصي ګټو لپاره دوست او دښمن موافق او مخالف دملي ګټو ستانکوي او پلورونکي نه ګوری بس همدې تندې اخیستي دی چې څنګه داسې یوه ګله رامنځ ته کړي چې دوی یوځل بیا خپلو مزو او چړچو ته برابر کړي .

دوي ملامت نه دی ځکه دوی د مزو او چړچو جنتي وخت درلوده ، بس دواک په ګدۍ ناست و پریمانه پیسې ګوتو ته ورتلې حساب او کتاب نه و د ویښتانو جوړولو او حمام لپاره به دوبی ته تلل هیڅوک نه و چې ورته ووایی چې کاکا مې سې ته خو دولتی مسؤل یې څه کوې په څه اخته یې ، کارونه د څه ډول روان دي ، دا دمره پیسې د له کومه کړې بودجه د څومره ده  او چیرته د مصرف کړه

اوس پردې خلکو هغه مزې دریدلي دی ، هغه پخوانی قدرت او واک یې نسته ، په لسګونو ساتونکي ، کتار کتارمرمۍ ضد موټرونه او داسې نورکیسې پای ته رسیدلي پخواني ذخیرې هم یا مخ پرخلاصیدودي او یا هم له ګواښ سره مخ دي نو مجبور دي چې اوس سره راټول شی او خپل غم وخوري  .

ځینې خلک چې وږي شي پخواني خیراتو نه یادوي اوس دوی هم چې کله سره راټول شي بس نورې خبرې یې نه وي دتیرو مزو او چړچو کیسې کوي ، د دې په فکر کې نه دي چې هیواد کې څه روان دي ، ستونزې څه دي اود هیواد روان ناورین ته څنګه د پای ټکی کیږدو ،په ملي مسائلو کې څنګه یو بل ته لاسونه سره ورکړو او هیواد له بحران څخه وباسو .

خو یوه خبره چې زه پرې ډاډه یم هغه داده چې دا ناچله سیکې نورې په دې با زار کې دچلیدو نه دي  دا هغه ناچله پرزې دي چې یو ځل پدې انجن کې ازمویل شوي دی او بیا نه داستفادې وړدي او نه هم باور پرې کیدای شي .

پخواني وختونه او حالت له اوسنیو حالاتو سره توپیرلري دا ۲۱ پيړۍ ده دلته خلک په هغه چاپسې مزل کوي چې د ولس او هیواد لپاره اغیزناک وي په نوره نړۍ کې خلک د همدې اصل په اساس پرخلکو باورکوي او واک ته یې رسوي ، که چیرې دهیواد دملي ګټو او ارزښتونو لپاره موثر ثابت نه شو همدا خلک دي چې بیرته یې دواک له ګدۍ راګوزي او رخصتوي یې .

اوس مهمه داده چې خلک باید په هروخت کې  دخپل سرنوشت تصمیم په خپله ونیسي او هڅه وکړي چې  خپل ځانونه د ممپلیو په بیه ونه پلوري دنورو دناوړه هدافو لپاره په چاپسې روان نه شي او دخپل برخلیک واک په خپل لاس کې ولري .

هغه سیکې چې پرون په دې بازار کې چلیدلې اوس معلومې شوې چې جعلې دي او نور د چلند وړ نه دي نو پرداسې خلکو باور ناممکن دي، اوس خلک ملي ګټو ته ارزښت ورکوي او دهیواد ګټې یې له لومړیتوبونو څه دی نه دا چې اشخاص او افراد یې پر سرونو سوداګرۍ وکړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *