ځوان د دوکان مخې ته غزونې وکړې. لمر تود لګیده. د سړک پورې غاړه د جوارو پټي بوټیدلي وو. د پټیو په برسر کې ونې ګورې ښکاریدې. د ونو شاته شګلن خوړ تیرکال د جوارو په وخت وچ شوی و.

ځوان سړک ته ځير شو. پوخ سړک نیغ غځیدلی و، بر سر یې داسې ایسیده لکه اوبه چې پرې سپرې وي.

د یوې ښځې غږ په خود کړ. هغې د ( لیدل سوپرمارکیټ) پوښتنه وکړه. ده د ګورو ونو خواته اشاره وکړه:

–  په دې پټیو کې ولاړه شه د دغو شاته داسې لنډه لار وروتلې

ښځې خپل زیړ ویښته د زرغونو سترګو له سره هیسته کړل او د پاخه سړک خواته یې لاس ونیو:

-زه په مني راغلې وم دغسې مخامخ ورغلې وم خو اوس لږ شکي شومه

دوکاندار شاته مخ واړاوه:

-زه به دوکان وتړم درسره ولاړ به شم

-نه مننه خپله یې پیدا کوم

دوکاندار شونډې وریودلې. ښځې په خندا لاس وخوځاوه:

« حاجت نشته، ته ډیر مهربانه یې»

د ښځې له تګ سره سم دوکاندار د دوکان ور پورې کړ. ورو ورو ورپسې شو. زړه یې وکړ چې لاس ورواچوي، خو د جوارو پټي لکه هوار میدان ورته ښکاره شول. زړه یې دربیده، خوښ و چې ګورو ونو ته به ورشي. ښځه خوړ ته ورښکته شوه. ځوان ته ونې لغړې ښکاره شوې، شاوخوا یې وکتل. ښځه له خوړه د ډاګ لورته واوښته. دوکاندار خوله راټوله کړه چې ورنارې کړي چې لار غلطه ده خو د ښځې خبره یې په زړه کې راتیره شوه:
« ته ډير مهربانه یې»

دوکاندار راپه شا شو، تیز شو، سر یې ټيټ ونیو چې هاغه ښځه شاته ونه ګوري.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *