د ۱۳۹۶ کال د “پوهنې ستوری” د یو لړ شاندارمو مراسمو په ترڅ کې، چې د پوهنې وزارت د مرستیالانو، مرکزي رییسانو، ښوونکو، زده کوونکو او د زده کوونکو د والدینو په ګډون جوړ شوي و، وټاکل شو.
د کابل ښار د شهید همایون ښوونځي د یولسم ټولګي زده کوونکي محمد نذیز د غلام حسن زوی د ۱۵۰ زره زده کوونکو ترمنځ تر سختو رقابتي سیالیو وروسته د پوهنې د ستوري لقب خپل کړ. ددې سیالیو وروستی پړاو چې نن د پوهنې وزارت د ساینس مرکز د غونډو په تالار کې د منتخب پلاوي تر نظر لاندې ترسره شو؛ د عبدالاحمد جاوېد د لېسې دو تنو نجونو زده کوونکو هریوې شهیرې د محمد اکبر لور او لېمې د عبدالرحمن لور په ترتیب دویم او درېیم مقامونه خپل کړل.
د کابل ښار د پوهنې رییس محمد سعید منصور د پوهنې ستوري د ټاکل کېدو په تړاو وویل، چې د ۱۳۹۶ ښوونیز کال له پیل راهیسې د کابل ښار ښوونځيو د یولسم ټولګي د ۱۵۰ زره نجونو او هلکانو زده کوونکو ترمنځ په ۱۶ پړاونو کې علمي سیالۍ ترسره شوې، چې په پایله کې یادو دریو کسانو وروستي پړاو ته لار ومونده.
ښاغلي منصور زیاته کړه، چې د زده کوونکو د هڅونې او تشویق په موخه یې د لومړي مقام ګټونکي ته یو عراده موټر، د دویم مقام ګټونکي ته یو لپ ټاپ کمپیوټر او د درېیم مقام ګټونکي ته ۱۵ زره افغانۍ نغدي جایزه په پام کې نیولې ده.
د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو مرستیال ډاکټر محمد شفیق صمیم د زده کوونکو د ذهني ودې او پیاوړتیا په موخه د پوهنې ستوري د ټاکل کېدو پروګرام، چې په کلني ډول د کابل ښار د ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ جوړېږي، یو ګټور او مهم ګام وباله او هیله یې وښوده، چې په نورو ولایتونو کې هم د زده کوونکو د استعدادونو د غوړېدو په موخه ورته علمي سیالۍ جوړې شي.
د پروګرام په پای کې د پوهنې د وزارت د مرستیالانو، مرکزي رییسانو او یو شمېر نورو چارواکو لخوا د سیالیو ګټونکو ته ټاکل شوې جایزې ورکړل شوې.
په درنښت
د پوهنې وزارت د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست