ولسمشر غني په ملګروملتو کې

تاند- په کندهار کې د ولسمشر محمد اشرف غني د یو شمېر سیاسي مخالفانو له غونډې وروسته ولسمشر نن /شنبه/ وویل چې د بیان ازادۍ ته درناوی لري، خو باید مسوولانه وي.

که څه هم ښاغلي غني د کندهار د غونډې یادونه ونه کړه او نه یې د کومې ډلې یا کس نوم یاد کړ، خو دې ته په پام چې د ولسمشر تر څرګندونو یو ساعت مخکې په کندهار کې د حکومت او ولسمشر پر اجرااتو د منتقدانو غونډه جوړه شوه، غالباً د ده اشاره د دې غونډې برخوالو ته وه.

د کندهار د غونډې برخوالو ادعا وکړه چې ځینې حکومتي چارواکي د داعش ملاتړ کوي، ځینې له پاکستان او حقاني شبکې سره اړیکې لري.

ولسمشر غني وویل، هرڅوک چې پر افغان چارواکو د داعش د ملاتړ تور پورې کوي، باید خپله ادعا ثابته کړي.

ده چې په کورنیو چارو وزارت کې د سرحدي ځواکونو د قواماندې د انتقال په مراسمو کې وینا کوله، وویل « که څوک په دې برخه کې خپله ادعا نه شي ثابتولای چادري دې په سر کړي.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *