ملا فضل الرحمان د سندودېش په لاړکانه سیمه کې د خپلو پلویانو یوې غونډې ته خبرې کوي

تاند – د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وایي چې هغه به د پاکستان د انصاف ګوند د مشرعمران خان پوزه پرې کړي.

مولانا فضل الرحمان په سند ایالت کې یوې غونډې ته د خبرو کولو پر وخت وویل چې دا وخت پاکستان له سخت حالت سره مخامخ دی او په کار دی چې ټولې سیاسي ډلې د پاکستان د نظام او د اساسي قانون د ملاتړ لپاره کار وکړي.

د جمعیت علمای اسلام ډلې دغه مشر چې په افغانستان کې روان جنګ ته د حکومت د مخالفانو حقه مبارزه او جهاد وایي او افغان جنګیالي جنګ ته تشویقوي په خپلو خبرو کې وویل چې که ثابته شي چې د پېښور د حملې بریدګر له افغانستان نه راغلي وو دا به دا مانا ولري چې امریکا د هغوی په هېواد کې په ترهګرۍ کې ښکېله ده.

ویل کیږي چې پاکستان په تېرو ۱۶ کالونو کې له امریکا نه خواوشا ۳۲ میلیارده ډالر په دې پلمه اخیستي چې دغه هېواد غواړي د ترهګرو پر ضد مبارزه وکړي، په داسې حال کې چې هم افغان او هم امریکایي چارواکي او سیاستوال دې نتیجې ته رسېدلي چې پاکستان پخپله د ترهګرو په روزلو کې لاس لري.

یو شمېر تحلیلګران په دې باور دي چې هغه پیسې چې پاکستان له امریکا څخه د ترهګرو د ځپلو په نامه اخیستي هغه یې د ترهګرو په روزلو لګولي او هماغه روزل شوي کسان یې بیا افغانستان ته د افغان ملکي او پوځي هدفونو او د نړیوالو مرستندویو ځواکونو، چې افغان ځواکونه روزي، د په نښه کولو لپاره استعمال کړي دي.

مولانا فضل الرحمان وایي چې عمران خان او یو شمېر نورې کړۍ د استعماري قوتونو په اشاره غواړي چې د پاکستان د جمهوري نظام پر وړاندې خلک راوپاروي،‌ او هغه وخت لیرې نه دی چې دی به عمران خان محکمې ته کش کړي او له پاکستان سره د خیانت په تور کې به یې پوزه پرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي فضل الرحمان پخپله هم له امریکایانو سره اړیکې لري، او د هفېنګټن پوسټ خبري  او تحلیلي وېب سایټ د ویکي لیکس د یوه سند په اساس لیکي چې فضل الرحمان یو ځل له امریکایي چارواکو څخه غوښتنه کړې وه چې نوموړی دې د پاکستان لومړی وزیر کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *