تاند- په ننګرهار کې نن /یکشنبه/ د حکومت د پلویانو له غونډې سره هممهاله په یوه انتحاري حمله کې لږترلږه ۵ تنه شهیدان شوي دي.
د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي وویل، دا برید د جلال اباد ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې وشو.
د خوږیاڼي په وینا د حملې ټول قربانیان عادي وګړي دي.
د راپورونو له مخې د چاودنې په مهال یو شمېر خلک د ولسمشر غني د ملاتړ لپاره په یوه غونډه کې رایوځای شوي ول.
تر دې یوه ورځ مخکې؛ یعني پرون په جلال اباد کې یوه خصوصي تلویزیون ته نژدې ۴ چاودنې وشوې او لږترلږه دوه ساتونکي پکې شهیدان او ۶ نور ژوبل شول.
داعش د پرونیو حملو مسوولیت په غاړه واخیست خو د نننۍ چاودنې په اړه تراوسه پورې ترهګرو ډلو څه نه دي ویلي.