ایمان

څه موده مخکې د پوهنې پخواني وزیر فاروق وردګ د شمشاد سره په یوه ځانګړي مرکه کې وویل: دا وطن په ای ایس ای باندې خرڅ شوی دی، خو کله یې چې نوموړي ته  په حکومت کې چوکۍ ورکړه بیا داسې چوپ شو چې ان سپڼ یې هم و نه واهه، مقصد ټول چل ول یې خپلې چوکۍ ته جوړ کړی و، دلته چې حکومت چا ته چوکۍ ورنه کړي هغه خلک بیا په حکومت پسې رښتیا دروغ پیل کړي، حکومت داسې وکړل حکومت هسې وکړل.

کوم خلک چې داسې خبرې  مخکې وروسته کوي یوازې په حکومت کې پوسټونه غواړي نه د وطن له غمه مړه دي او د وطن له چور او چپاول له غمه بس که دوی حکومت کې وي حکومت سپینه  فرشته ده خو که دوی  نه وي بیا حکومت چهارعیب شرعي دی.

د موجوده حکومت  ځینې کارونه د ستایلو وړ دي، باید سړی د یو افغان په صفت پرې ویاړ  وکړي  هغه دا چې غله یې سخت وارخطا کړي دي بس کم پاتې دي چې اصلي څیرې یې ولس ته وړاندې کړي  خو غله هم په کرار نه دي ناست شپه ورځ د حکومت ځینې کارونه غندي کرايي لیکوالان یې او خپله یې ځانونه لیکنو ته اړم کړي دي د خپل  دریځ او ځانونو نه درګرده دفاع کوي او حکومت خو یو وار د سړي زوی نه بولي.

اوس پرون بلې ډلې  په کندهار کې انډوخرجوړ کړی و په حکومت یې نقدونه کول عجیبه خو یې دا وه چې ځینو یې د حکومت ړنګولو ګواښونه هم کړي دي او ځینو بیا د کرزي په ګټه خبرې کړي دي، دوی ویلي دي:  د دې ناورین یوازینۍ حللاره لویه جرګه ده خو دوی په دې نه پوهیږي چې کومه لویه جرګه؟

دوی ته یوازې ویل شوي دي چې فقط لویه جرګه یادوئ او په هر مجلس او غونډه کې یې غواړی  په حکومت توندې نیوکې کوئ.

په اصل کې خو دا حکومت دومره هم نه دی کمزوری چې سړی یې په هر ځای کې وغندي او بد رد یې ووايي که څوک لویه جرګه غواړي ودې غواړي، خو خبره دلته ده چې کومه لویه جرګه هغه چې اساسي قانون تعریف کړي ده که عنعنوي لویه جرګه؟

زما خو د کندهار په غونډه  چندان سر خلاص نه شو دوی دومره مصارفو سره سره خپله خبره ولس ته سمه ونه رسوله چې د دوی موخه له دې  غونډې څه وه؟ که اصلاحات وي دوی دې ځانونه اصلاح کړي حکومت به خپله اصلاح شي خو که د دولت یوه قوه نه وي اصلاح نو حکومت کې به خود ګډوډي وي.

په یاده غونډه که یوازې د دولت د یوې قوې غړي نه وو د موجوده حکومت  او د تیر حکومت غړي هم  پکې وو، چې ځینو یې په حکومت د غونډې له دریځ نه زړونه یخ کړل.

په هر صورت داسې غونډې  جوړول ښه هم دي او ښه هم نه دي ښه ځکه نه دي چې په لکونو پیسې پکې مصرف کیږي او اخر کې یې نتیجه هیڅ را وځي ښه بیا په دې دي چې حکومت د بې غمۍ  له خوبه راویښ کړي خو په دې شرط چې د داسې غونډو جوړونکیو نیتونه پاک او صفا وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *