په سیستماتیکه توګه (propanone) نومول شوي یو عضوي ترکیب دی، فورمول یې (CH3)2CO دی، بخار کېدونکې یا الوتونکې سپکه (volatile) د اور اخیستنې وړ مایع ده او تر ټولو وړه او ساده کیټون (ketone) ګڼل کیږي. له اوبو سره متجانس محلول جوړوي او په لابراتوارونو کې د پاکولو لپاره کاریږي. په کال ۲۰۱۰ کې تقریبا ۶.۷ میلیونه ټنه تولید شوي وو. په کورونو کې یې کارونه د نوکونو د رنګ لرې کولو او (paint thinner) په توګه کاریږي.
اسېټون د انسان په وینه او ادرارو کې هم موجود وي کوم چې د نورمال میتابولیک سیستم تولیدوي. کوم خلک چې د شکر یا دیابت ناروغي لري تر نورو خلکو یې بدن زیات اسیټو تولیدوي. د مثل تولید په اړه ازموینې یې ښي چې د مثل تولید لپاره کوم زیان نلري. د (Ketogenic diets) رژیم کوم چې کیټون یا (acetone, β-hydroxybutyric acid and acetoacetic acid) په وینه کې زیاتوي او کوم کوچنیان چې په (recalcitrant refractory epilepsy) اخته وي د (epileptic attacks) د مخنیوي چاره ترسره کوي.
Organic compound
یو عضوي ترکیب تقریبا کیمیاوي ده په کوم کې چې کاربن شامل وي. کیمیا پوهان یې په دودیزه توګه داسې تعریف کوي: هغه ترکیب چې د کاربن او هایدروجن پیوند (carbon-hydrogen bond) لري. عضوي ترکیبونه ډېر کم په ځمکه کې پیدا کیږي خو ارزښت ډېر زېات ده ځکه چې ټول ژوند د عضوي ترکیب پر بنسسټ روان ده.
Chemical formula
د کیمیاوي تناسب د اتومونو په اړه د مالوماتو وړاندې کولو طریقه ده کوم تناسب چې یو ځانګړی ترکیب یا مالیکول جوړوي. د کیمیاوي فورمول د جوړښت لپاره د کیماوي عناصرو سمبولونه، عد دونه او ځینې وخت نور سمبولونه لکه قوسونه، کامه + او – علامې غټ قوسونه کاریږي. یو کیمیاوي فارمول یو کیمیاوي نوم نده او کوم لغت هم نه پکې کاریږي. له کیمیاوي نومونو او د جوړښت له فارمول څخه کیمیاوي فورمول ډېر محدود وي.
miscible
متجانس محلول
هغو مایعاتو ته وایي چې کله سره یو ځای شي همجنسه محلول جوړوي
Miscibility
د دوه یا ډېرو مادو خواصو ته وایي کومې مادې چې سره مخلوط کیږي (په هر غلظت کې په بشپړ توګه سره حل شوې وي) او یو متجانس محلول جوړوي. دا اصطلاح ډېر وخت د مایعاتو لپاره کاریږي خو د ګاز او جامدو موادو لپاره یې هم کارولی شو. د بېلګې په توګه اوبه او ایتانول یو متجانس محلول ده ځکه چې ټولې ټوټې یې سره حل کیږي.
homogeneous
متاجنس محلول
water
اوبه H2O یو قطبي یا پولر غېرې عضوي ترکیب ده، د خونې په تودوخه کې بې مزې، بې بویه او تقریبا بې رنګه مایع ده (اوبه له هغو محیطي شرایطو سره په کومې کې چې موجودې دي رنګ بدلوي). تر ټولو زیات مطالعه شوی کیمیاوي ترکیب ده، په نړۍ کې تر ټولو پرېمانه ماده ده، یوازینۍ ماده ده چې جامد، مایع او د ګاز شکل کې پیدا کیږي.
Solvent
محلل
له لاتیني solvō کلیمې څخه اخیستل شوی، هغې مادې ته وایي کومه چې ( په کیمیاوي توګه توپیر لرونکي ګاز، مایع یا جامد) سره حل کیږي او یاېله یې محلول وي. معمولا یوه مایع وي خو جامد یا ګاز هم کېدای شي. په یو ځانګړي حجم کې یې د حل مقدار له تودوخې سره تړاو لري.
Tonne
سمبول یې (t) ده او معمولا په متحده ایالتونو کې میټریک ټن ته رجوع کوي. د حجم (non-SI metric unit) ده, له ۱۰۰۰ کیلو ګرامه، له یو میګا ګرام (megagram Mg) او تقریبا له ۲۲۰۴.۶ پونډه سره مساوي ده. (1.102 short tons) د متحده ایالتونو او (0.984 long tons) سلطنتي یا د مستعمرې ده مګر د (SI) برخه نده، ټن له (SI unit) واحد سره منل شوی
Methyl methacrylate
یو عضوي ترکیب ده، فورمول یې CH2=C(CH3)COOCH3 ده
Bisphenol A
یو عضوي مصنوعي ترکیب ده کیمیاوي فورمول یې (CH3)2C(C6H4OH)2 ده، د ډای فینیل میتین (diphenylmethane derivatives) د مشتقاتو، بیسفینولونو (bisphenols) او له دوه هایډروکسي فېنیل (hydroxyphenyl) ګروپونو سره تړاو لري. بې رنګه جامد ده او په عضوي موادو کې د حل وړ ده خو په اوبو کې سم نه حل کېدونکی ده. سوداګریزه کارونه یې په کال ۱۹۵۷ کې پېل شوې.
Organic chemistry
عضوي کیمیا د کیمیا یوه فرعي څانګه ده کومه چې د عضوي توکو او عضوي ترکیبونو د خواصو، جوړښتونو او غبرګونونو ساینسي مطالعه کوي. مادې په خپلو مختلفو شکلونو کې د کاربن اتوم لري، د جوړښت مطالعه کې مختلف کیمیاوي او فزیکي میتودونه شامل دي، د خواصو مطالعه کې دواړه کیمیاوي خواص او فزیکي خواص شامل دي.
Nail polish
په انګرېزۍ کې ورته (nail varnish) هم وایي. یو (lacquer) یا د لکر ونې شیره ده کوم چې انسانان یې د خپلو لاسونو او پښو د ګوتو نوکانو باندې کاروي. د نوکانو ساتنه کوي او ښکلا ورکوي. د نوکانو رنګ د عضوي پولیمر او نورو اجزاو مخلوط ده، نور اجزا یې له سوداګریز شرکت او نښان سره تړاو لري. نوکانو ته ساده یا پېچلې روښانه ښکلا ورکوي.
Paint thinner
یو محلل ده او په (oil-based paints) رنګ کې کاریږي او یا د همدې رنګ له کارولو وروسته بېرته د پاکولو لپاره کاریږي. کوم محلل چې (Paint thinner) نوم پرې لیکلی وي معمولا منرالي سپیریټ یا سپین سپیریټ (mineral spirits) وي. د اشتعال یا اور لګېدنې ټکی (flash point) یې ۴۰ °C یا ۱۰۴ °F وي.
Diabetes mellitus (DM)
شکر په عامه توګه (diabetes) ته رجوع کوي، د میتابولیک د بې نظمۍ ټولګه یا ګروپ ده، وینه کې د اوږدمهال لپاره د بورې لوړه کچه ده، علایم یې ډېر ځلې ادرار کول، د تندې لوړه کچه، زېاته ولږه ده. که چېرې بې درملنې پاتې شي نو په روغتیا کې ډېرې پېچلتیاوې رامنځته کولای شي. لنډ مهاله پېچلتیاوې یې (diabetic ketoacidosis, hyperosmolar hyperglycemic state, or death) دي او اوږمهاله پېچلتیاوې یې (cardiovascular disease, stroke, chronic kidney disease, foot ulcers, and damage to the eyes) دي.
Ketogenic diet
لوړ شحم، مناسب پروتین، کم کاربوهایډریټ دي کوم چې په طب کې په اساسي توګه هغو کوچنیانو ته ورکول کیږي چې د (epilepsy) ناروغۍ کنټرول یې ستونزمن وي. دا رژیم په بدن فشار راوړي چې د کاربوهایډریټ پر ځای شحم وسوزوي, په رژیم کې کاربوهایډریټ په ګلوګوز بدلیږي کوم چې په ټول بدن کې خپریږي او د ( fueling brain-function) لپاره اړین دي. که چېرې په رژیم کې کم کاربوهایډریټ کم وي نو ځیګر شحم په غوړو اسیدو (fatty acids) او (ketone bodies) باندې بدلوي.
β-Hydroxybutyric acid
د (3-hydroxybutyric acid) په نامه هم پېژندل کیږي، عضوي ترکیب او یو (beta hydroxy acid) ده کیمیاوي فورمول یې CH3CH(OH)CH2CO2H ده.
Disease
ناروغي هر هغه حالت ته وایي په کوم کې چې پرته له بهرني ټپ څخه د ژوندیو غړو په فعالیت او یا فزیکي جوړښت کې بې نظمي رامنځته کوي. د ناروغیو مطالعې ته پاتولوجي (pathology) وایي په کومې کې چې د ناروغۍ د لامل او اغیز مطالعه شامله ده. د ناروغۍ لامل ممکن بهرني عوامل وي لکه ناروغۍ زېږونکي عوامل (pathogens) او یا ممکن داخلي وي لکه (dysfunctions of the immune system, such as an immunodeficiency, hypersensitivity, allergies and autoimmunity).
Acetoacetic acid
د (diacetic acid) په نامه هم پېژندل کیږي، عضوي ترکیب ده، کیمیاوي فورمول یې CH3COCH2COOH ده، تر ټولو ساده د (beta-keto acid group) ګروپ ده او لکه د دې کلاس د نورو غړو په څېر بې ثباته ده. کمزوري اسید ګڼل کیږي.
epilepsy
د عصبي بې نظمیو د ناروغیو تولګه یا ګروپ ده، ځانګړنه یې د یادو ناروغیو نا څاپه حمله ده. حمله یې هم له لنډ وخت وروسته، ناڅاپه او یا هم له ډېر وخت وروسته ځواکمنه لړزه وي. هره حمله یې د ټپي کېدو لامل ګرځېدای شي لکه د هډوکو ماتېدنه.
Lead acetate
لاندې یادو شوو ته رجوع کوي
Empirical formula
هغه فورمول ته وایي چې په ترکیب کې د موجودو عناصرو تناسب ښي خو د فعلي اتومونو شمیر یا ترتیب نه ښي. یو اېمپېرېکل فورمول د اتومونو شمېر یا ترتیب نه ښي. د زیاتو ایونیکي ترکیبونو لپاره معیاري ده.
Acetic acid
په سیستماتیکه توګه (ethanoic acid) نومول شوي، بې رنګه مایع ده، عضوي ترکیب ده، کیمیاوي فورمول یې CH3COOH ده فورمول یې داسې CH3CO2H or C2H4O2 هم لیکل کیږي. رقیق شوي یا (diluted) ندي په دې مانا چې د نري کېدو لپاره پکې اوبه یا کومه بله مایع نه وي ګډه شوي. ځینې خلک ورته د (glacial acetic acid) نوم هم اخلي. سرکه تقریبا ۳–۹% اسټیک اسید ده. له اوبو پرته د سرکې اساسي جز ګڼل کیږي.
Acetyl group
په عضوي کیمیا کې (acetyl) د مالیکول نیمه شوې برخه (moiety) ده، د اسیټېل ګروپ کې (methyl group) شامل ده کوم چې له (carbonyl) سره یو پیوند لري
Decarboxylation
یو کیمیاوي تعامل ده کوم چې د کاربوکسیل ګروپ (carboxyl group) لرې کوي او کاربن ډایوکسایډ ازادوي. معمولا (decarboxylation) د کاربوکسیلیک اسیدو تعامل ته رجوع کوي په کوم کې د کاربن یو اتوم د کاربن له زنځیر څخه لرې کیږي. برعکس بهیر ته یې کوم چې په فوتوسنټز (photosynthesis) کې لمړی کیمیاوي ګام ده د کاربوکسیلشن (carboxylation) په نامه یادیږي, په ترکیب کې د کاربن ډایوکسایډ اضافه کېدنه ده.