د حیواناتو د ګروپ فوسیلي انبار ده د کومو چې اوسمهال نسل له منځه تللی. دا انبار په متحده ایالتونو کې له سکاټس بلف څخه ۶۴ کیلومتره شمال لور ته د نیو برارا سیند سره په شمال لویدیزه نبراسکا کې موندل شوی. په دې انبار کې د کر ګدن دوه ښکره ډول کوم چې ماقبل تاریخ کې ژوند کوه هم موندل شوی، د دې ژوي سر اس ته ورته ده، دوه متره قد لري. همداسې یو بل ژوی د ډاینو هیوس په نامه پکې موندل شوی کوم چې خوګ ته ورته ده. دا تخت د کرنیجي او یونیورسټي غونډیو تر منځ پروت ده، په کال ۱۹۶۵ کې د متحده ایالتونو د ملي تاریخي اثارو (national monument) په توګه وپېژندل شو. تقریبا ۵ مایل مربع ځمکه یې احاطه کړې. د دې فوسیلي تخت په ډبرو کې عقیق موجود ده او له همدې امله ورته اګېټ فوسیل بیډ نوم اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *