په ۱۹۳۳ کې د جرمني د یوه ماشین لرونکې، دوه وزره لرونکې الوتکه وه، د جوړونې موخه یې په (Eastern Front) باندې د شپې لخوا برید کوول وو، طرحه کوونکی یې (Walter Rethel) او جوړونکی شرکت یې (Arado Flugzeugwerke) وو، لمړۍ الوتنه یې په کال ۱۹۳۲ کې کړې، نندارې ته په کال ۱۹۳۳ کې وړاندې شوې، اساسي کارونکي یې (Luftwaffe) وو. د زېکوسلواکیا او هسپانیا هوایي ځواکونو هم ترلاسه کړې وې.
 
پیلوټان : دوه
اوږدوالی: ۸.۳ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۰ متره
لوړوالی : ۲.۹۳ متره
بې وسایلو وزن : ۹۰۵ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۱۳۳۰ کیلو ګرامه
پاور پلنټ Argus As 10C inverted V-8 air-cooled piston engine, 179 kW (240 hp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۲۱۰ کیلو متره
د ناستې سرعت : په ساعت کې ۸۰ کیلو متره
د الوتنې د وړتیا کچه : ۷۱۶ کیلو متره
د پورته ختنې نرخ: په دقیقه کې ۸۵۳ فټه
د وزرو د بار کچه : په متر مربع کې ۴۵ کیلو ګرامه
د تېلو مصرف : په ۱۰۰ کیلو متره کې ۲۶.۷ لیتره
اسلحه : د ۲ او ۴ کیلو ګرامو د پرسونل ضد بمونه
 
څلور ډولونه یې لرل
Ar 66a
د لمړنیو جوړو شو الوتکو ډول وو
Ar 66b
د لمړنیو الوتکو دوېم ډول وو کومې چې په اوبو کې د ناستې وړتیا لرله
Ar 66B
په سمندرې کې کارېدونکې الوتکې وې او د روزنې لپاره کارېدې د روزنې لپاره د (Ar 66C) الوتکو ډول وو
Ar 66C
تر ټولو پرمختللی ډول وو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *