د مکسیکو یو ډول ګرم څښاک ده. په انګرېزۍ کې (atol) هم لیکل کیږي خو له هسپانوي تلفظ څخه بدل (اتول) تلفظ کیږي. د جوارو له اوړو (corn dough) او یا هم له عامو وړو (dough flour) سره اوبه او مسالې یو ځای کیږي او وېشول کیږي. ځینې خلک پکې د اوړو پر ځای د وحشي اوربشو اوړه، وریجې، اوربشې او یا غنم اچوي. مخکې تر دې چې اوړه له مسالې او اوبو سره د وېشولو لپاره ګډ شي په یوه کړایي کې سره کیږي. د دې څښاک ځینې ډولونه له چاکلیېټ، مغزي خوړو او بورې سره هم جوړیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *