په انګرېزۍ کې ورته د (laurel) نوم هم اخلي هندیان او پاکستانیان یې جامن بولي. د ډول نوم یې لوروس نوبیلیس (Laurus nobilis) ده، په لورسیای کورنۍ (family Lauraceae) کې ډلبندي شوې. کال دولس میاشتې شنه وي. اصلي ځای یې د مدیترانې سیمه ده. پاڼې یې په خوړو کې اچول کیږي، تریخ خوند لري. په پاڼو کې تقریبا ۲ % اساسي غوړ لري او اساسي جز یې سینوئل (cineole) ده.
وچې شوې پاڼې یې پرته له میده کولو په دېګ کې اچول کیږي او له پخولو وروسته بېرته له خوړو جلا کیږي. په ځینې ملکونو کې یې پاڼې وچیږي او بیا پوډر ترې جوړیږي او سوداګریز ارزښت لري. له پاڼو یې پخوا په یونان کې تاج جوړېده او لوبه ګټونکي لوبغاړي ته ور په سر کېده. په منځنیو پېړیو کې د بې له پاڼو درمل هم جوړېدل.