د هند د حکومت یوه اداره ده چې په کال ۱۹۸۷ کې تاسیس شوې تر څو صنعتي او کرنیز تولید معیاري کړي. دا اداره د تولید ازموینه کوي، یوې ځانګړې لوګو یا نښان ته جواز ورکوي تر څو د دې نښان په ذریعه تولید د بي ای اېس ادارې له معیارونو سره د برابرۍ تصدیق وکړي.
د ځینې تولیدونو لپاره د بي ای اېس تصدیق اجباري ده لکه د شیدو پوډر، د اېکس رې یا اېکس وړانګو لپاره ابزار، د ګاز ډبې کوم چې د عامه خلکو په روغتیا مستقیم اغیز لري. بي ای اېس اداره د (Indian Standards Institution) ادارې کومه چې په کال ۱۹۴۷ کې تاسیس شوې وه ځای نیونکې ده.