ډاکتر ماخان میږی شینواری  

تیزې Die These  ( زړه یوناني کلیمه ده  thésis  θέσις الماني aufgestellter Satz ، Behauptung)  یو ښوونیزه ِغوښتنه (غوښتنه یا ثبوت، چې ښوول کیږي) یا یوه لارښوده غونډاله ده. مخامخ غوښتنه یې کیدی شي Antithese نتیتیزې وي. 

د مخه راوړنه: دا غوښتنه په لیکنه کې شوې وه، چې دلته څه زیاتیدی او کمیدی شي. دا مې ځکه ولیکه، چې دوی هم لا تراوسه په ډېرو داسې شیانو کې تل د نوي څه سره مخامخ کیدی شی، ځکه دا ورته بسیا نه کوي.

پیژند: یوه تیزې یو اند یا فکر او یا یوه غونډاله ده، چې د هغې سمون یوې ښوونې ته اړتیا لري. د یوې تیزې لیکونکی  رښتیاغوښتونی دۍ. که تیزې د ښوونې جوګه نه وي، باید دا وغورځول شي. په بل حالت کې کیدی شي په تیزې ودریږي یا تیزې کلکه ونیسي. په ټولیزه توګه یوه تیزې یوه وینا ده، چې له یوه ګډوله څخه هغه غوره له وینا څخه پراګماتیکي رامخ ته کوي همداسې باوري کیدو ته یې باید راوړي. که یوه تیزې ناسمه وي، نو نه شي کیدی چې کوم ډول  ښوونه یې هم په دلیل ودانه کړی شي. د ښوونې تګلار هم د هغه اړونده ډول لارو په واک کې ده ( لاندې وګورۍ).

د یوې قضیې او تیزې منځ کې توپیر د وینا پوهنې په براګماتیکي چاپیریال کې پروت دۍ.

یوه  کارتیزې یوه ځغلنده ايښوولشوې یا منځ ته راغلې تیزې ده.

د تیزې، قضیې(تیورېم) اوتیوري منځ کې توپیر به اوس د یوې بیلګې په بنسټ انځورشي:  

– تیوري یا نظریه: میکروایکونومیکي تیوري د او په کې یوګوني اقتصاد سره ځان بوختوي.

– قضیه یا تیورېم: د میکروایکونوميکي د باورورشو تیوري په دننه کې فرمول شوې Coase د داسې نوموتې Coase-Theorem ( دا د میکرو ایکونومي بنسټیزتیورېم (بنسټزه قضیه) دۍ). دا روښانه کوي، چې – د تیوري د ټاکلو شرایطو لاندې – مارکیټونه د افراطي افکتونو سره چلیږي (په ملي اقتصاد کې سړی د اکسترېم افکت externen Effekt  ( دباندېوالی) لاندې د ناانډوله  اېکونومیکي پرېکړو اغیز په نه-برخه لرونکو په نخښه کوي، نو اغیز، چې هغې له پاره هیڅڅوک ( ښه یې : بې له هیڅ) پیسۍ نه ورکوي یا یو برابروالی لاس ته راوړي).

تیزې: اوس یو بل پوه(عالم) هم غواړي یوې باوري قضیې ته وده ورکړي اود دې له پاره یوه تیزې منځ ته راوړي، چې دا لومړی باید وښوول شي. که دا تیزې پخپله  په ځان کې پوهنیزه د منلو – نه منلو ( که غواړي: جنجالي) وي همداسې په منلو-نه منلو ( یا رښتیا-نارېښتیا) بنسټنیونو ودانه وي، دا په لومړي ځل کې یواځې یا فقط داسې په نامه کارهیوپوتیزې جوړوي.

د وی یا کلمې تاریخ: دا د تیزې کلمه یا وی د انتیکې فلسفې زېږنده ده. په یوه دیالکتیکي خبرو اترو یا بحث کې دا کلیمه د پوښتوني اند انځوروي (دا د XYZ حالت دۍ او یا د XYZ حالت نه دۍ)، کوم چې دی یو د بل سره خبرو یا مباحثې وختورشو کې وساتي یا ولري.  په پوښتنه – ځواب –لوبه کې دا د پوښتوني څخه د پوښتنکونکي موخه ده، په هغه کې چې دی( پوښتنکونکی) هغه (پوښتونی) په مخامخ خبرو کې راګیر کړي یا راونیسي. له دې امله اریستوتلس په دې اند دۍ، چې په دیالیکتیکي یود بل سره یا یود بل مخامخه خبرواتروکې سم اندیزه  پایونه تمرین شي یا تمرین کړي. په دې موخه نو تیزې د یوې غوښتنې راوړنه ده.

کله کله تیزې د  ډېرو له پاره یو اورلګیت دۍ، لکه په ۱۵۱۷ ز کال کې د مارتین لوتر ۹۵ تیزې د هغه وخت د کلیسا په هکله ( په دې به نورې خبرې نه کوم، خودا به په یاد راوړم، چې دې تیزونو یواوږد جنګ منځ ته راووړ).

ایمانول کانت په څلورو Antinomien der reinen Vernunft په  سوچه رښتیا انتینومیو( که وخت وو،نودابه هم ولیکم. پوره په زړه پورې دۍ) کې تیزې د انتیتیزې سره مخامخ کړه یا مخامخ ولیکله. کانت د دې له پاره دلیل راوړ، چې سړی تیزې همداسې انتیتیزې ښه مدللې کولی شي. له دې امله نشي کیدی چې تیزې او همداسې انتیتیزې سمې وي. له دې زیات سړی اړینډوله  د هوښیارتیا په مخامخوالي یا تضادونو کې راګیر کیږي، که دا په ارواح باندې، دا نړۍ په ټوله کې یا خدای(ج) (پسې) فکروکړي او د بیلګې په توګه د خپلواک غوښتنو( تیزې) یا د دیترمینیزموس( ټاکلتیا یا ټاکلوالي) Determinismus( انتیتیزې) دلیل راوړلشي.

– دیترمینارې، کره کونه، پولې اېښوونه، رابندونه(محدودونه)) داسې اند دۍ، چې ټولې پیښې – په ځانګرې توګه راتلونکي هم- د  دمخه ورکړ شوو شرایطوسره یواځني کره – یا ټاکلشوي دي. مخامخ تیزې (Indeterminismus) په عقیده ده، چې ټاکلې پیښې شته، چې دوی نه یواځني د مخه ورکړشووشراطو له خوا ټاکلي دي، بلکه ناټاکلي دي.

پوهان ګوتلیب فیښتې  Johann Gottlieb Fichte یې په مخامخ د ټولو پوهنیزپوهنو ( علمي پوهنو) بنسټ Grundlage der gesamten Wissenschaftslehre د سینتیزې له لار برابر د تیزې او انتیتیزې په مخامخوالو (تصادونو) کې لټول کیدی شي. فیښیتې د تیزې، انتیتیزې  او سینتیزې لوبه د کلیمو یا ویونو زه او نه- زه مخ ته کړه.  

Synthese سینتیزې( یوناني: رایوځایکونه، یوځای ایښوونه، تړنه): 

سینتیزې د دوه یا ډېرو توکو(جوړښتبرخې) و یوه نوي یوون یا یووالي ته یوځاي-ايښوونه په نخښه کوي.

انتیتیزې Antithese

دا د انتیتیزې وی یا کلمه په ټولیزه توګه یوې  پیلغوښتنې ته یو مخامخغوښتنه په نخښه کوي. له دې سره دوه ویونه، کلمې، جمله- یا غونډالیبرخې یا غونډالې- یود بل سره مخامخ کیږي، چې په خوندیونه یا منځپانګه  یا موخه کې یوبل ردوي. 

پیژند: یوه انتيتیزې څه شی دۍ؟ 

په یو له بل توپیرېدونکو بڼو او اووښتونو یا بدلیدونو یو ژبنیز پیداېښت، په هغه لاندنۍ سطحه یا هواره، د دوه یوبل ردوونو ویناوو یو مخامخوالی دۍ. د نورمال ورځنیوویناو پرته یا په څنګ کې له ټولو د مخه ورکړ شوي شعر کې را پیداکیږي، چې زیات وخت هلته ځای په ځای کیږي، د دې له پاره چې یوه خوندیونه یا یو څه غوره راوباسي یا راوتلي وښایي.

 تنظیمکونه: دا چې انتیتیزې د اوکسیوم او چیازم پوښتنې-ځواب موادو سره خپلوانه ده، نواړیین بولم، چې په یوه جدول یا لښتکي کې دوي سره مخامخ کړو،نو  د دې دریو ریتوریکي موادو اود هغوي غوره پیژندنخښو ته اړتیا ده.

پوښتنه- ځواب(؟)….. بیلګه ………رامنځ ته کیدنه….. جوړښت

اوکسومورون ….بربنډې پټې خبرې….. کم ……….دوه مخامخویونه

………………..  زیات په لوریک، .. تړلي 

…………….. لږ په شعر کې……… یوبلپسې راځي

چیازم. …  نن لا نه ……..   زیات په لوریک …. دوه  جملبرخي همغه له سره

……… مګرهوسباته…..اولږ کله،کله په شعرکې… یود بل مخامخ پرلپسې راځي،

…………. خوندي وینا توانمنده کیږي.

انتیتیزې…اند غوښتونې ده……زیات…………دوه مخامخ منځپانګې 

…………خو غوښه کمزورې…زیات په شعر،.. سره مخامخ کیږي

…………….. په لوریک هم…………..

په پورته کې به یو څه لږ روښانه کړو:

د انتیتیز بڼې:

دا یوه لار ده، نسبت استثنا ته، چې دا درې پیژندنخښې هممهال وکارولشي. دا چې وی انتیتیزې خورا ډېر خونديونې لري لکه دا خپلوان ویونه، کوم چې په لښتکي کې ښوول شوي، نو د انتیتیزې دننه- کاتیګوري ته اړتیا ده.

۱ – ناسمه وینا د سمون سره

بیلګه:

تیزې: ورځ ښکلې ده، ځکه چې لمرروڼ برېښي.

انتیتیزې: دا ورځ خو ښکلي نه ده، پای یې(بالاخره) (ورینګي)  وریږي.

دا چې لومړې وینا کې رښتیا نه ویل دي، نو په دویمه جمله کې د یوه سمون په مرسته رد شوه.

د غبرګوالي سره ګډوله کونه

بیلګه:

په کینه کیدل یا قهرېدل لنډ دۍ،

پښیماني اوږده ده.

( فریدریښ فون شیلر. زنګ)

د غبرګونوالي سره شاعر غواړي خپله وینا لاندېکرښیزه(د لاندې یې کرښه راکاږي) کړي، چې دوه منځپانګیزې یوبلردوونکي شیان یود بل مخامخ ځای- په-ځای کړي.

۳ = ګډوله-کونه د چیازموس سره

بیلګه:

هنر اوږددۍ

او لنډزموږ ژوند دۍ.

( یوهان ولفګنګ فون ګوېتې، فاوست کې)

د ژوند لنډوالي غمیزه شاعرلیدوړکوي د هغو شیانو مخامخ، کوم چې ژوندارزښته او ښکلی کوي. له دې سره دی د دواړوتوکو منځپانګیزه وینا جګوالی ته رسوي. د دواړو بیتونو څلورلاریز –یا صلیبي ډوله ودانولو له دې سره د ویونکي غمجن حالت لاندېکرښیز کوي.

یادونه:  لږ تر لږه په الماني ادبیاتوکې چې یووی یا جمله یا لنډ څه چې  غوره وي، له دې څخه لاندې کرښه راکاږي، چې ما دې ته لاندې- کرښیز یا لاندېکرښه کیدونکي او…ویلي. تاسو یې چې هرډول بولۍ.

پوهنیزه تیزې Wissenschaftliche These

په پوهنتیوري کې د تیزې بڼه هیوپوتیزې ده.

یوه پوهنیزه تیزې یوې ځانګړې لا رې ته نه ده اچول شوې.

د دې له پاره چې په پیداېښتپوهنه کې د تیزې منل په پوهنیزه چاپیریال کې جګه کړو، باید تیزې

– یو روښانه او ټیک پیژندل شوی حکم یا پرېکړه وي،

– ناسمښوونیزه وي،

– د خپلې انځوروني په ترځ کې کټمټ پاتې شي،

– هیڅ بله منلشوې تیزې رد نه کړي،

– هیڅ بله منلشوې تیزې رابنده یا محدود نه کړي،

– سم اندیز مخامخ ونه لري یا خوندي ونه لري.،

– د پسې ازماېښتوړ واقعیت باندې ودانه وي،

یوه بیلګه یې د نیوتن د خوزښت له تیوري څخه د کپلر لار یا قانون دۍ د ستورو ګرځنلار( قضیه).

په فرانسه کې تیزې د ډاکترۍکار Dissertation (thèse de doctorat) ته وایي ورته نږدې لکه تیزس thesis انګلستان،المان اونور  ژبوکې. 

هغه کلیمې، چې داسې لږ روښانه-ونه یې اړیینه

Stilmittel  د خبرو له پاره د خبرو مواد:

ژبه کړی شي ډېر ریتوریکي خبرمواد (د خبرو مواد) ولري، چې له هغې ګټه اخستلی شو د دې له پاره ویونه چې په ژبنیز جوړښتونو کې ورکړل کیږي. دا لږ ستونځمنه ده، چې شعرشننه او کورکارکې دا متمئن موخه-ور وټاکو.

ژارګون  Jargon  یوه ځانګړې ژبه همداسې وینا- یا ویینډول په نخښه کوي.

ریتوریک Rhetorik د خبرو هنر

Oxymoron اوکسومورون:

اوکسومورون د یوه خبرموادو(خبرو مادو) په څیر ، په ټولډولونو لیکنو کې کارونه میندلی شي. له دې امله ځانله په لوریک رابند نه دۍ، بلکه ایپیکي اودراماتیکي کارونو کې هم میندل کیږي.

Paradoxon: زیات وخت پارادوکسون د اوکسومورون سره بدلیږي(،، زه توانمند یم نسبت هغه خورا توانمندته،، هغه بیعقله دۍ و هغه ډېربیعقله ته،، ، ،، یواځنی تل پاتیکیدونکی بدلیدنه ده،،)، د دې مخامخ دا اوکسومورون ویونه په برکې لري، چې د خوندیونې یې یوبل ردوي(،، بې وینې تویولو جنګ،، ، سوله ییز انقلاب،،.

اوکسیوموروم له خبرو او ورځنۍ

 دا لږ ډېر دي

دې ډکیا زه غریب کړم

دا بیړه له تلوار سره

تور سپین 

کونتردکشن ادیکتو د اوکسومورون په څیر

خوښي درد

تور شیدې

ګرده څلورۍ(مربع)

ګونګې چغې       یا

بې غږه چغې

Der Chiasmus  چیازم:

چیازم  خبرومواد (د خبرو ماده یا مواد) دي، چې موږ ورسره په لوریک کې مخامخ کیږو. دلته برابر ارزښته ویونه، برخغونډالې یا غونډالې په تړليپرلپسې ډول چلیپاډوله یا څلورلاریز سره مخامخ تنظیمیږي. دا په دې مانا، چې چیازم د دې توکو  یوه څیره –هندارونیز نظم دۍ. 

ماته ژبه کرانه ده   ګرانه ده ژبه ماته 

دا یې هغه چلیپا – یا اټیران ډول لیکنه یا که غواړۍ څلورلاریزه لیکنډول

 ماته ژبه کرانه ده   

ګرانه ده ژبه ماته

پای یادونې:

– په دې لیکنوکې زیات ویونه راځي، چې په پښتو مانا یې ستونځمنه ده او روښانونه غواړي. زه به وهڅیږم یا هڅیدلی یم، داسې په یوه یا څو لیکوکې یې داسې لنډه روښانونه او پیژند ولیکم، خوزیاته شننه به ورسره نه وي، ځکه، چې دا هریو وی په خپل ځان کې یوه پوره لیکنه ده.

– ځنومسلکي ویونومانا کولوکې به دا ستونځې وي، چې ټیک مانا یې نه شو ورکولی یا نه ورکول کیږي، خوروښانه به یې کړواویا به ورته نږدې ګډوله-وی وکاروو.

– زه خو د داسې لیکنوسره نوی یم، خو باور وکړۍ، چې هره غونډاله له الماني په پښتو انډول لیکم، خوند ترې اخلم.

– هره ريښه یو ځانکړی خوند لري او څوک چې له یو څه سره داسې لږ په اړیکو کې راځي، نو نوره مینه یې هم ورسره پیدا کیږي.

– زه پوهیږم، چې زموږ ډير هیوادوال له ماڅخه په دې ښه پوهیږي اوډېر څه به یې لیکلي وي، خوهر څوک یوه د لیکلوځانکړې لار لري، چې دا په پوهنه کې پخپله یو مړښت دۍ.

– زه چې موخه-ورې غونډالېراټولوم یا د همغهې لیکنې راژباړم، نو کوښښ کوم، چې منځپانګه یې راڅخه خرابه نه شي او دا کار پوره ستونځمن دۍ. که غونډالې کله،کله دپ،هیدنوستونځې لري بخښنه به راته کوۍ.

– زما بله ستونځه داده، چې دا هرڅه په پښتو ولیکم، نو دا هم یوساده کار نه دۍ، ځکه ژبه مو د ډېرو شیانو اوپه تیره بیا په پوهنه کې نابلده ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *