تاند- فېسبوک وايي د تېر کال په وروستیو درو میاشتو کې یې زیاته ګټه کړې او دغه راز یې د کاروونکو شمېر د پام وړ زیات شوی دی.

فېسبوک پرون /چهارشنبه/ وویل چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په وروستیو درو میاشتو کې د دې کمپنۍ ګټه ۷۰۱ ملیون ډالرو ته لوړه شوه چې د ورتېر کال د ورته مودې په پرتله په سلو کې ۳۴ زیاته ده.

د فېسبوک یوه له دوو موسسانو څخه مارک زوکربرګ وویل چې د دوی د اعلانونو عواید تر ۵۳ فیصدو پوري زیات شوي یعني ۳ ملیارده او ۵۹۰ ملیون ډالرو ته رسېدلي دي.

د ده په وینا د دې عاید په سلو کې نژدې ۷۰ د موبایل د اعلانونو له عوایدو څخه ترلاسه کېږي.

زوکربرګ وویل، فېسبوک اوس هره میاشت یو ملیارد او ۳۹۰ ملیون تنه فعال کاروونکي لري چې دا د تېر کال په پرتله په سلو کې ۱۳ زیاتوالی ښيي.

زوکربرګ وویل، په ټول کال کې د فېسبوک عواید، چې نژدې دوه ملیارد اعشاریه ۹۰ ملیون ته ول، په سلو کې ۵۸ زیات شوي او ۱۲ ملیارده اعشاریه ۸۰ ملیون ته رسېدلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *