جاپاني چارواکو ویلي، جیرویمون کیموراچې په ۱۸۹۷م کال کې زیږیدلې و ، نن سهار د ۱۱۶ کالو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.
ګینس بوک اف ولډ ریکارډ په ۲۰۱۲ م کال کې کیمورا د نړۍ تر ټولو مسن شخص بللی و.
کیمورا د خپل پیدایښت ۱۱۶ کلیزه په تیر اپریل میاشت کې ولمانځله .
د راپورونو له مخې جیرویمون کیمورا شاوخوا څلویښت کاله په پوسته خانه کې دنده ترسره کړې او ۷ اولادونه يې درلودل.