تر اوسه د ماشوم کاږلي انځور ته ځیر شوي یئ؟ او د دې وړوکي هنرمند د احساساتو او اندیښنو د غبرګون څخه حیران شوي یاست؟
او یا مو تر اوسه فکر کړی؟ چې ماشومان د (یوه بې له کړکۍ کور، بې تنې انسان چې لاسونه یې له سره ځوړند دي او یا هم یوه ونه چې پاڼې یې د ستنې په څير نرۍ دی) په انځورولو سره غواړي څه ووایي.
د ماشوم ایستلي انځورونه یو ډول راښکون لري هغه ساده، زړه راښکونکي او ژوند او پیژندګلوۍ نه ډک دي. ماشومان د خپلو انځورونو په
په ژبه خبرې کوي، هغه خبرې چې په بیلابیلو دلیلونو یې د ویلو جوګه نه دي. انځورګري لکه خوب لیدل او تخیل هغوی ته دا واک ورکوي چې ځانونه له ممنوعیت څخه خلاص کړي، او له موږ سره د بې خبرۍ په حالت کې د خپلو کشفیاتو، اندیښنو او داسې نورو مسأیلو په اړه خبرې وکړي
هنري تخیلات لکه خوب او خیال د انسان د نا خود آګاه ضمیر په تل کې پلټنې کوي، او د انسان د تر ټولو د ننه او ژورومحتویات ښکاره کوي. ماشوم هم د نقاشۍ یا انځور په مټ خپل کشمکشونه او انديښنې ښکاره کوي او په دې توګه هغه کموي.
په حقیقت کې کله چې عاطفي مسائل او ستونزې د کاغذ پر مخ منعکس کیږي، یو نوي، تازه او بیل رنګ ځانته غوره کوي چې له اصل څخه په کمه پیمانه ځورونکی دی ،.ماشوم ډير ژر دا درک کوي چې انځورول هغه د بیان وسیله ده چې د ده له افکارو سره اړخ لګوي، او دی په خپلو تخیلاتو کې آزاد پریږدي، او په همدې حال کې هغه ته د خوند اخیستلو ښه لار برابریږي. همداراز انځور ایستل یا انځورګري ده ته دا واک ورکوي چې خپل داخلي افکار او په حقیقت کې خپل اصلی شخصیت وښيي. په هر حالت کې د ماشوم د انځور تعبیر، تجزیه او تحلیل د لویانو د پاملرنې وړ دی. کله چې ماشوم د یو انځور په مرسته خپل نظر څرګندوي د خپل شخصیت ډير پټ اړخونه رابرسیره کوي، خو هغه دا کار زموږ او ستاسو د خوښې یا پوهولو لپاره نه کوي، بلکې هغه څه چې ده ته مهم دي هغه د خپلو زده کړیو تجربو بیان دي چې د ده د وجود ښکارندوی دي.
د ماشوم د انځور ایستلو لومړني علایم چې د کتاب پر مخ یې څرګندوي اکثراً د پنسل یا قلم د څوکې د ضربې په اثر د کاغذ پر مخ مینځ ته راځي، او هغه ډير ژر دې ته ځير کیږي چې د هغه په شاوخوا چاپیریال کې ډير داسې څه شته چې کولی شي د یوې سطحې په مخ خپل اثر پریږدي. له دې کبله هغه په ډيره علاقه مندۍ سره هر هغه څه یې چې په لاس کې وي غواړي چې خط خطي کول پرې وکړي.هغه ګډوډ خطونه چې ماشوم یې د ۱۶ میاشتو تر ۱۸ میاشتو پورې د کاغذ پر مخ انځوروي ورو ورو خپل ځای دوو ګرافیکي اثرونو ته پریږدي چې یو لیکل بل انځورول دي. دا چلند د وخت به تیریدو او د ماشوم د فکر د پخیدو او پرمختګ په وجه هر یو خپل ځای پیدا کوي. له دوه تر درې کلنۍ پورې ماشوم هغو دایرو او خطونو ته چې انځوروي یې نوم ایږدي. په دې دوره کې د ماشوم انځور ایستل یوازې د کاغذ پرمخ د پنسل کیکاږل او له هغه څخه خوند اخیستل نه دي. بلکې هغه غواړي خپل د ننه احساسات چې د خپل عمر د لنډې مودې تجربې په ترځ کې یې تر لاسه کړي بیان کړي. په پایله کې د څلور کلنۍ نه وروسته د ماشوم خط ځانته بڼه غوره کوي او سمیږي. او آن د لویانو لپاره هم مانا پیدا کوي. په دې عمر کې د ماشوم په انځورنو کې د الفبا د تورو یا هم د انسان د څيرې څرک تر سترګو کیږي.او له دې وروسته ماشوم د خط خطي کولو دوره په بشپړه توګه شاته پریږدي او تمثیلي دورې ته وردننه کیږي.
دا هغه مرحله ده چې ماشوم له لویانو څخه په تقلید څو کرښې د خپل ایستلي انځور لاندې لیکي. دا لیکنې ډير کله له چپ اړخ نه کیڼ اړخ ته او کله هم برعکس لیکل شوې وي.ماشومان هڅه کوي چې په خپلو لیکنو کې فاصلې هم په پام کې ونیسي.او په زړه پورې لا دا چې له لویانو څخه غواړي چې د دوی لیکنې ولولي.
په داسې حالاتو کې لویانو ته ښایي چې په ډير غور سره د هغوی په لیکنو کې یو څرک پیدا کړي او د هغه له مخې یو کیسه جوړه کړي او ماشوم ته یې واوروي. ماشومان داسې کیسو ته په ډيره مینه غوږ ږدي او که کومه خبره یې خوښه هم نه شي اعتراض نه کوي، ځکه دوی پوهیږي چې لیکنې یې د لوستلو وړ نه دي. د هغوی لپاره دا بس دی چې لیکنې یې څوک لولي او په احساساتو کې یې شریکیږي.
له دری تر څلور کلنۍ ماشوم هڅه کوي چې د انسان تصویر وکاږي، دا انځورونه د مشخصو او معینو عناصرو درلودونکي وي. د بیلګې په توګه یوه دایره د سر په توګه او د هغې په شاوخوا کې څو کرښې د لاسونو او پښو په توګه انځوروي. د ماشوم د دې ډول ساده انځور ایستلو علت دا نه دي چې هغه د انځور ایستلو په تکتیکونو نه پوهیږي، بلکې دا هغه تصویر دی چې ماشوم یې له خپل بدن څخه په ذهن کې لري. دا انځور یو سره لري چې د ماشوم لپاره اړین ښکاري ځکه سر د اوریدلو او لیدلو د حسې غړو مرکز دی، او له دې لارې د بیروني نړۍ سره د اړیکو د ټینګولو لاره هواروي. بل لاسونه دي چې د شیانو د اخیستلو لپاره او پښې دي چې د خوځښت لپاره په کاریږي.
کله چې ماشوم یو انسان انځوروي له هر څه مخکې خپله بڼه او درک چې له خپل بدن او خپلو غوښتنو یې لري بیانوي. په حقیقت کې د انځور شوي کس ځینې کرښې او د هغه ماشوم جسمي او رواني خصوصیات مشخصې اړیکې سره لري.
که د ماشوم له خوا انځور شوی کس په مجموع کې منظم او یو لاس وي د دې شونتیا ډیره ده چې ماشوم هم د سالم شخصیت درلودونکي دي، خو که انځور ډیر کوچنی او د کاغذ په څنډه کې ترسیم شوی وي نو دا د دې خبرې څرګندونه کوي چې ماشوم خپل څان ډير بې ارزښته ګڼي او له نورو سره د اړیکو د ټینګولو جوګه نه دی. کیدای شي دا احساس وکړو چې له یوه حساس او اندک رنجه ماشوم سره مخامخ یو چې فکر کوي چې ظلم ورسره شوی. ضعیف او ځانته ماشوم ډير کله انځور شوي کس ته پښې نه ورکوي او یایې په ناسته بڼه انځوروي، او بلاخره جنګجو او ضدي ماشومان خپل انځور شوی کس په وچو او زاویه لرونکو خطونو انځوروي.
کورنۍ:
د یوې همغږې کورنۍ غړي د ماشوم په انځورونو کې تل یو ځای او لاس تر لاس ښکاري. که دا کسان یو د بل لاس ونیسي یو بل ښکل کړي او یا هم له یو بل سره د لوبو په حالت کې انځور شي نو د کورنۍ د صمیمت درجه به یې لوړه وي. د کورنۍ په انځور ایستنه کې ماشوم خپل ځان د هغه کس تر څنګ انځوروي چې ډیر ورته ګران دي او یا هم د هغوي تر څنګ ځان ډاډمن احساسوي. خو که یو ماشوم داسې احساس وکړي چې د بیلګې په ډول خور یې د ده په پرتله د مور او پلار د پاملرنې وړ ده نو په انځور کې هغه د مور او پلار په مینځ کې او خپل ځان لرې او د کاغذ په یوه څنډه کې انځوروي. په ځينې انځورونو کې د کورنۍ ځینې غړي د کور د ننه او ځينې نور بیا له کوره بهر انځوریږي ، دا ډول انځورونه یا د همدې خلکو د ریښتیا غیابت څرګندونه کوي او یا هم د دوي په وړاندې د ماشوم د عاطفي جذابیت د کمښت ښکارندوي کوي
په ډیرو هغو انځورنو کې چې ماشوم یې انځوروي، یو اصلي شخصیت شتون لري ، چې ماشوم خپل احساس یا د مینې او علاقې په توګه یا هم د ویرې او ډار په توګه په هغه متمرکز کوي.
اصلي شخصیت په عام ډول له نورو څخه مخکې انځورویږي، ځکه دا لومړنی کس دی چې ماشوم یې په اړه فکر کوي. دا اصلي کرکتر تل له نورو څخه په لویه بڼه او په ډيرو جزئیاتو سره انځوریږي.
کله چې د ماشوم په انځور کې د کورنۍ یو کس شتون نه لري نو کیدای شي دا نتیجه تر لاسه کړو چې ماشوم په غوښتلي یا نا غوښتلي ډول د هغه کس د نه شتون هیله لري. دا پدیده د هغو ماشومانو په انځورونو کې ډير لیدل کیږي چې د کلونو په تیریدو سره یې د خپلې وړې خور یا ورور شتون نه دی قبول کړي له دې کبله د هغه د انځور په نه ایستلو سره له خپل انځور نه خوند اخلي او یو ځل بیا ځان په هغه طلایي دوره کې احساسوي کوم چې مخکې د هغه له ږیږون څخه یې لرله.