په دوېمه نړیواله جګړه کې د شوروي اتحاد الوتکې وې، د برید کوونکې الوتکې په توګه کارېدلې، د الوتکو په تاریخ کې تر ټولو زیاتې تولید شوې الوتکې دي. جوړونکی شرکت یې (Ilyushin Design Bureau) ده، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۹ کال د اکتوبر په ۲ نېټه کړې، تر ټولو وروستي کارونکي او تقاوت کوونکي یې بلغاریا او یوګوسلاویا وو چېرې چې دا الوتکې په کال ۱۹۵۴ کې تقاوت شوي. اساسي کارونکي یې (Soviet Air Force, Poland, Bulgaria, Yugoslavia) وو، د ۱۹۴۱–۱۹۴۵ کلونو ترمنځ تولید شوي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۳۶۱۸۳ وو. دهنګري، منګولیا، زیکوسلواکیا او پولنډ هوایي ځواکونو هم کارولي.
 
پیلوټان : یو پیلوټ او یو ماشینداره چلونکی
اوږدوالی : ۱۱.۶ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۴.۶ متره
لوړوالی : ۴.۲ متره
د وزرو سطحه : ۳۸.۵ متره مربع
بې وسایلو وزن : ۴۳۶۰ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۶۱۶۰ کیلو ګرامه
پاورپلنټ Mikulin AM-38F liquid-cooled V-12, 1,285 kW (1,720 hp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۴۱۴ کیلو متره
د وزرو د بار کچه : په متر مربع کې ۱۶۰ کیلو ګرامه
اسلحه : دوه مخکې فیر کېدونکې (23×152mm VYa-23 cannons) ماشیندارې چې هرې یوې کې ۱۵۰ مرمۍ وې، دوه مخکې فیر کېدونکې ( 7.62×54mmR ShKAS machine guns) ماشیندارې هرې یوې کې ۷۵۰ مرمۍ وې، په وروسته برخه کې یوه (12.7×108mm Berezin UBT machine gun) ماشینداره کومې چې ۳۵۰ مرمۍ لرلې، تر ۶۰۰ کیلو ګرامه پورې بمونه او اته ( RS-82 rockets) راکټونه، څلور (RS-132 rockets) راکټونه
Il-2
Ilyushin Il-2 By Kaboldy

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *