تاند- (دوشنبه، د قوس ۱۸) ناتایید شوي راپورونه وايي چې د ګلبدین حکمتیار په اسلامي حزب کې یو بل انشعاب راغلی چې ورڅخه داسې ښکاري د دغه ګوند تقریباً ټولو مهمو مشرانو له ښاغلي حکمتیار څخه لار بېله کړې ده.
تر دې پخوا د ارغندیوال په مشرۍ یو شمېر کسان له حکمتیار څخه بیل شوي وو او د حزب اسلامي په نوم یې خپل ګوند په عدلیه وزارت کې رسماً ثبت کړی دی.
له حکمتیار څخه د اسلامي حزب د تازه جلا شویو کسانو مشري فاروق وردک او جمعه خان همدرد کوي او د هغه لیست له مخې، چې تاند ته یې کاپي په لاس ورغلې، د دغه ګوند نژدې ۵۰ مهمو مشرانو له حکمتیار څخه لار بېله کړې او ځان ته یې د اسلامي حزب جلا څانګه جوړه کړې ده.
تراوسه پورې د دغو کسانو د بېلتون دلیل نه دی څرګند شوی خو ګومان کېږي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه د حکمتیار دریځ به د دې سبب شوی وي چې دا کسان د حکمتیار له څنګه لېرې شي.
د دغو کسانو په منځ کې یو شمېر دولتي چارواکي، د ولسي جرګې غړي او همداراز د هارون زرغون په شان کسان هم شامل دي چې له جګړې څخه د حکمتیار تر لاس اخیستو پورې د ده ویاند و.
د ولسمشر سلاکار او له دولت سره د حکمتیار د سولې په خبرو کې د حکمتیار مخکښ استازی محمد امین کریم، په ولسي جرګه کې د کابل استازی الله ګل مجاهد، د عبیدالله بارکزي زوی ډاکتر بارکزی، په بغلان کې د حزب قوماندان میرویس، د ولسي جرګې د تېرې دورې رييس عبدالروف ابراهیمي، د سمنګان والي امر لطیف ابراهیمي، وحیدالله سباوون، قاضي محمد امین وقاد، مولوي سرفراز، د لغمان مشاور واحدي، د اروزګان والي حاجي اسدالله سعید، د میدان وردک والي مظفرالدین یمین، د لغمان والي اصف ننګ، د تخار قوماندان قانت بشیر، د وردک د ولایتي شورا رييس انجیر سیدالرحیم ستار، د میدانښار قوماندان ډاکتر عزت الله نوري، د کندهار قوماندان حاجي سرکاتب، په ولسي جرګه کې د زابل وکیل حمیدالله توخی، د کونړ استازی ضیاالرحمن کشمیرخان، قدیر کریاب، وزیر اکبر بارکزی، د حکمتیار د اسلامي حزب د دارلانشا رييس مولوي جان محمد، د حزب د اجراییه شورا غړی فیضان الله فیضان، د هلمند قوماندان ذاکر، په ولسي جرګه کې د کابل استازی حاجي خان محمد وردک، په ولسي جرګه کې د بغلان استازی شهباز، د نورستان استازی اسماعیل عتیکان، د خوست استازی ډاکتر خاورین، د پکتیکا استازی خالد اسد، د بلخ استازی ګل رحمان همدرد، جمال الدین حکمتیار، زمان مزمل، د خوست ډاکتر احمد خندان، د لوګر عمومي قوماندان حاجي احسان الله، د لشکرایثار قوماندان ابوبکر، په ولسي جرګه کې د بدخشان استازی خردمند، د ولسمشر ځانګړی استازی حاجي الماس زاهد، په ولسي جرګه کې د کاپیسا استازی حاجي اقبال صافی، د لغمان استازی انجنیر قرار، د ننګرهار استازی انجنیرغفار او د لوګر قوماندان حاجي حیات ازره وال د حزب اسلامي هغه مخکښ کسان دي چې له حکمتیار څخه بېل شوي دي.
تراوسه پورې حکمتیار او بېلو شویو کسانو په حزب کې د دې انشعاب په اړه له رسنیو سره خبرې نه دي کړي.
که دغه اعلان او خبر واقعت ولری، نو کیدای شی چه د حزب اسلامی دغه ټول لوړپوړی چارواکی، د ښاغلی حکمتیار د اوسنی مذب ذب سیاست او ځینی مغروره ځانګړو پریکړو او فیصلو څخه په تنګ راغلی وی.
بله خبره داده چه د ښاغلی حکمتیار صاحب زه ړه او متزلزله سیاسی مفکوره کیدای شی د نن وخت د زیرکه او منطیقی سیاست سره ونه چلیږی، ځکه د ټولی دنیا په سیاست کی چالاکه او منطیقی بدلون راغلی دی.
دښاغلی ګلبدین نازدانه ځوی حبیب الرحمن حکمتیار لمړی کچه انسان وه، چه ځمونږ غازی اماناالله خان ته یی یو کال دمخه په میډیاو کی دکافر خطاب وکړو، او سقاو ته یی د مسلمان خطاب وکړو. نو اوس دي قظاوت دافغانستان خلک وکړی، لنډه دا چه ګلبدین نه د دین شو نه د سادین شو او نه د ………. . کلتور شو او ……… داسی نور.
زما نوم خو پکی نه وو
خانګه ځانګه اوس د فکر په ټال ځانګه
تاته چا ویل د سیند منخ ته وردانګه
چی انجام دی پریوتل نه دي نو څه دي
چې پری ناست یې پرې کوې هماغه څآنګه
کاشکې د کابل راکټباران و قتل عام کې داسې ډله ییز ترې بیل شوي وی،هغه وخت خو یوه هم بایکاټ ونکړ. ډیر منحوس مخلوق دی، هرکار یې د شخصي ګټو لپاره دی اوس به کوم بل چا ورته غوړ هډوکي ښودلي وي