د شانګهای د همکارۍ ټولنې د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران باور لري چې په منځنۍ اسیا کې سوله او ثبات د افغانستان په حالاتو کې له انکشافاتو سره تړلي دي.
د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دا خبره نن/ شنبه/ د دغه هیواد په چولپان عطا ښار کې د شانګهای د همکارۍ ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا په غونډه کې وشوه.
د غونډې برخوالو یادونه وکړه چې ملګري ملتونه د افغانستان د ستونزو د حل کولو لپاره په نړیوالو هلوځلو کې مرکزي رول لوبوي او د افغانستان د وضعیت په احیا کولو او د سولې د ټینګښت لپاره د افغانانو د غوښتنو ملاتړ کوي.
د شانګهای تړون د بهرنیو چارو وزیرانو همداراز وویل:«دا تړون پر یوه خپلواک، سوله ییز، بې پلوه، سوکاله، له تروریزم، جرمونو او د مخدرو موادو له کاروباره د پاک هیواد په توګه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بدلېدو ننګه کوي.»
د غونډې برخوالو وزیرانو د منځني ختیځ او شمالي افریقا پر وضعیت هم اندېښنه ښکاره کړه او په دغو سیمو کې یې د منل شویو نړیوالو اصولو او نورمونو پراساس د ثبات، سوکالۍ او پرمختګ غوښتنه وکړه.
د شانګهای د همکارۍ ټولنه په ۲۰۰۱ م کال تاسیس شوې او روسیه، چین، ازبکستان، قزاقستان، قرغیزستان او تاجکستان یې غړي هیوادونه دي.
افغانستان ، هند، ایران، منګولیا او پاکستان د دې ټولنې په غونډو کې د څـارونکو په توګه ګډون کوي.