پس له ډېره ځنډه مې یوه ملګري سره هندي فلم لیده،نوم یې هېر دی رانه،خو یوې برخې یې سخت واخیستم او یوه شي ته یې متوجه کړم.
کیسه داسې وه،چې یو څوک له خپلو دښمنانو څخه د تېښتې پروخت د مشر دښمن پر آس سپریږي،آس داسې تېز او مست ځغلي لکه د چا خبره مرمۍ ،کله الوتکه شي پردنګو ودانیو واړوي او ښه په خوند له خپل خاوند او لویې ډلې نه تښتیدونکی دښمن د هغوی له ګوزاره لرې بیایي.
د ا لویه ډله چې د خپل دښمن په نیولو له بیا،بیا ځغاستې او خوارۍ سره له ډېرې ستړیا وروسته هم کامیاب نه شول،د آس د خاوند سرته ښه فکرورغی،پخپل آس پسې یې شپیلک ووهه،له شپیلک سره آس خپل واک اصلي حقدار ته له خورا لرې ځایه ترلومړنۍ منډې په لا چټکۍ سره را روان شو.
دا چې وروسته نورڅه وشول،ډېرمې په یاد نه دي او ویل یې هم نه دي ضرور،زموږ یې همدومره کیسې سره کار و.
د دې فلم له لیدو راهیسې راته په مختلفو مرحلو او په خاص ډول له ستونزو څخه د تېښتې د کوشش پروخت د خپل شیندلي ولس حالت د دغه فلمي لوبغاړي حال ته ورته ښکاري،ځکه موږهم لکه هغه خوار او تش لاسي او کم معلوماته یوو،د دښمن پرآس هم باور کوو،ورسپریږو،ځان ستړي کوو،ځغلو،ځغلو او بلآخره چې پام مو شي،بیرته د هماغه آس پر ملا او مرسته د دښمن پنجو ته لویدونکي یوو.
زه ځانته دا حق ورکوم،چې خپل وطن ته ټاکل شوي اکثره ساخته ګي رهبران،د دوی شعارونه،سیاستونه، جوړښتونه او ورپورې تړلي نور ډېرشیان له هماغه آس سره تشبیه کړم.
دلیل یې معلوم دی،ځکه له ډېرې کمې استثنا پرته دوی هریو لکه هماغه آس زموږ د یوه دښمن نمک خوړلی،پرې چاغ شوی،د خلکو سترګې یې ځانته کړي،د یوه ژغورنکي آس هومره کاذب هویت یې موندلی ، د هماغه آس په شان یې په یوه حساسه مرحله کې دا ولس پرملا سپور کړی،ځغلیدلی،ځغلیدلی،ځغلیدلی او آخرپه یوه شپیلیک یې بیرته د توقع خلاف د سفر مسیر بدل کړی او نتیجه یې زموږ دغه خواره،بده ورځ ده.
ما او ملګري مې د هغه فلم د لیدو پروخت وخندل او ملګري مې لا هم وویل،چې دا فلمي لوبغاړی څومره کم عقل دی.
موږ که خپل پردي جوړکړي او د پښېمانۍ وړ ساخته ګي رهبران له هغه آس سره تشبیه کولی شوو،پرخپلې ناسنجدګۍ او کمزورۍ هم باید نور فکر وکړو،کنه موږ ته به هم زموږ د حالت لیدونکي د هغه فلمي لوبغاړي په شان کم عقل وایي.
نور د دې ضرورت ډېر لرو،چې خپلې پریکړې د خوشباورۍ او احساساتو پرځای د منطقي فکر په اساس وکړو،له پریکړو هدف یوازې او په مطلق شکل د رهبر جوړلو موضوع نه ده،زموږ یوه،یوه پریکړه که موږ ته ساده او د یوې شېبې ترحده محدوده ښکاري هم باید له دې اصله سرچینه واخلي.
ځکه د همدې څو شېبو،څو ورځو او څو مسلو په اړه مو غلطه موقف ګیري او پریکړه یوه غلط او د دښمن په غېږ کې لوی شوي پټ کس ته د مطرح کیدو او رهبر کیدو تدریجي چانس او فرصت مساعدولی شي.