په افغانستان کې د ملګروملتو د سرمنشي خاص استازي نن وویل چې وسله والو طالبانو موافقه کړې چې د ملګروملتو له استازو سره د ملکي مرګ ژوبلو د کمولو په باب خبرې وکړي.
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د افغانستان لپاره د م.م. خاص استازي یان کوبیش وویل، په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د کمولو په اړه د خبرو لپاره د وسله والو طالبانو د چمتووالي هرکلی کوي.
ده دا هم وویل: هڅې روانې دي چې پرېکړه وشي چې دا خبرې څه وخت او په څه ډول وشي.
ده په عین حال کې په دې خواشیني ښکاره کړه چې د روان میلادي کال له جنورۍ تر جون پوري په شپږو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله ملکي تلفات په سلو کې ۲۴ زیات شوي دي