تاند- د مایکل جکسن لور (پېریس جکسن) هڅه وکړه چې ځان ووژني خو له مرګه ژغورل شوې او اوس په روغتون کې بستر ده.
د اسوشیتید پریس خبري اژانس د ارپور له مخې د پېریس جکسن د کورنۍ غړي وايي چې هغه له خطره وتلې ده.
ویل شوي چې د پنځلس کلنې جکسن د استوګنځي په شاوخوا کې تر اندازې زیات مخدر مواد موندل شوي دي.
د امریکا د کلیفورنیا سیمه ییزو رسنیو ویلي چې پېریس جکسن د شپې په دوه بجې روغتون ته وړل شوې ده.
د جکسن نیکه د خپلې لمسۍ د خودکشي هڅه تایید کړې خو د مخدرو موادو د موندل کېدو په اړه یې له څه ویلو ډډه وکړه.
پېریس جکسن له (AEG Live) کمپنۍ څخه، چې مایکل جکسن ته یې کنسرتونه ترتیبول او د جکسن د کورنۍ په ادعا د مایکل جکسن په مړینه کې لاس لري، د څو ملیون ډالره غرامت یا تاوان غوښتونکې ده.
مایکل جکسن د ۲۰۰۹ کال په جون کې د دې کمېنۍ له لوري د کنسرت تر اجرا کولو مخکې د زیاتې اندازې مخدرو موادو د استعمال په اثر ساه ورکړه.