تاند- ملګروملتو په یوه تازه راپور کې، چې نن یې خپور کړ، ویلي چې په افغانستان کې له بندیانو سره بد چلند تر یوه حده کم شوی خو لا هم په دې برخه کې اندېښنې پر خپل حال دي.

په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستندوی دفتر یوناما او په کابل کې د بشري حقونو د دفتر په ګډ راپور کې، چې نن د شکنجې د بندیز له اختیاري پروتوکول سره د افغانستان د یوځای کېدو د کالیزې په مناسبت خپور شو، ویل شوي چې د جګړې په تړاو په سلو کې تر ۳۰ زیات نیول شوي کسان د تحقیقاتو په لړ کې شکنجه شوي او بد چلند ورسره شوی دی.

ملګري ملتونه وايي چې دا راپور یې د افغانستان د ۲۷ ولایتونو په نژدې ۸۰ محبسونو کې له کابو ۶۲۰ بندیانو سره د مرکو پر اساس چمتو کړی دی.

دا اداره وايي چې دا مرکې یې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ له پیله د ۲۰۱۸ د دسمبر تر پایه کړي دي.

د ملګروملتو د راپور له مخې، په داسې حال کې چې تر پخوا د بندیانو شکنجه کمه شوې چې دا د امېدوارۍ خبره ده، خو دومره کموالی پکې نه دی راغلی چې هغه کافي او د اصلاحاتو ښکارندوی وګڼي.

د ملګروملتو په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان په توقیف ځایونو کې تر ټولو عامه شکنجه د اعتراف اخیستلو لپاره د نیول شویو کسانو وهل ټکول دي.

په دې راپور کې همداراز راغلي چې د افغانستان په بېلابېلو توقیف ځایونو کې د شکنجې په اندازه کې توپیر شته. دې راپور په کندهار کې د ملي پولیسو په توقیف ځایونو کې د شکنجې ځانګړې یادونه کړې او ویل شوي چې هلته د تورن د سا له بندولو رانیولې، تر برقي شاک، د تناسلي الې تر کشولو او سرچپه ځړولو پورې راز راز شکنجې ورکول کېږي.

راپور د افغانستان لپاره د ملګروملتو د ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو له قوله ویلي چې په وروستیو دوو کلونو کې د شکنجې د کمولو او مخنیوي لپاره د افغانستان د حکومت د اقداماتو هرکلی کوي خو افغانستان لا هم د شکنجې له یو مخ بندولو سره اوږده لار په مخ کې لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *