په یونان کې د ملي راډیو تلوېزیون د تړل کېدو په اعتراض ګڼ شمېر خلکو د راډیو تلوېزیون له ودانې نه بهر په مظاهرې لاس پورې کړی دی.
په یونان کې سیاسي ګوندونه او اتحادیې له حکومته غواړي چې خپله هغه پریکړه بیرته واخلي چې په یو ناڅاپي ډول یې دولتي راډیو تلویژون يي آر ټي وتړه.
دا ګام په دې موخه اخیستل شوی چې پیسې وسپمول شي او د یونان پورونه پرې ورکړل شي.
د اوس لپاره د تلوېزیون ډېری پروګرامونه نه خپرېږي خو د راډیو د لنډو څپو او انټرنیټې خپرونې دوام لري.
د مخالف ګوند مشر ایلکس سیپراس له ولسمشر کارلوس پپولاس نه غواړي چې خپل امر لغوه کړي چې له امله یې ۲۷۰۰ کسان بي روزګاره کېږي.
غبرګونونه
په همدې حال کې د راډیو تلوېزیون د کارونکو په پلوي د راډیو تلوېزیون له ودانې بهر په زرګونه کسان مظاهره کوي.
د کارګرو اتحادیو هم له خپلو غړو غوښتنه کړې چې په ټول یونان کې دې د ۲۴ ساعتونو لپاره کار نه کوي.
د مخالف ګوند مشر ښاغلی سیپراس د ملي راډیو تلويژون تړل غیر قانوني وباله خو سره له دې چې په ایتلافي حکومت کې متحدینو له دغې پریکړې سره مخالفت کاوه صدراعظم انټونیس سماراس د راډیو تلوېزیون د تړلو پریکړه وکړه.
سوسیالیست ګوند هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې د حکومت له دې پریکړې سره مخالفت لري او هېڅ کله به یې تایید نه کړي.
دغه راز په یونان کې د عیسویانو مشر د ملي راډیو تلوېزیون تړل غندلي او ویلي یې دي چې د دې پریکړې قربانيان د راډیو تلویژون کارونکي دي.
په جینوا کې میشتې د رسنیو اتحادیې د یونان د ملي راډیو تلوېزیون د تړل کېدو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او په یوه لیک کې یې د سوسیالیست ګوند له مشر نه غوښتنه کړې چې حکومت اړ باسي چې خپله پریکړه بیرته واخلي.
د یونان د ملي راډیو تلوېزیون مشره وايي د راډیو تلوېزیون د تړلو پریکړې ټول خبریالان هیښ کړي دي.
هغه وايي له دې امله په غصه دي او دا ورته د منلو نه ده چې په دیموکراسۍ کې دوی راډیو تلوېزیون ونه لري.