۲۰۱۳ میلادي کال د جون میاشتې ۹ مه

دوحه، د قطر هېواد

د بروکنګز انسټیټوت د رئیس مرستیال او د دغه انسټیټوت د بهرني سیاست د څانګې مشر ښاغلي مارتین ایندک:

ډیره زیاته مننه!

میرمنو او ښاغلو !

جمهور رئیس کرزی داسې یو شخصیت دی چې معرفي ته اړتیا نه لري په ځانګړي ډول تاسو ګډونوالو ته. حامد کرزی البته د افغانستان د اسلامي جمهوریت دولسم جمهور رئیس دی. لومړی ځل د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته د ۲۰۰۱ میلادي کال د دسمبر میاشتې په ۵ مه ، نوموړی د افغانستان د موقتې ادارې د رئیس په حیث وټاکل شو او له هغه نه وروسته د لویې جرګې تایید یې ترلاسه کړ. په ۲۰۰۴ میلادي کال کې، حامد کرزی د انتخاباتو له لارې د افغانستان د جمهور رئیس په توګه وټاکل شو او په ۲۰۰۹ میلادي کال کې یو ځل بیا د انتخاباتو له لارې د افغانستان جمهور رئیس شو. د نوموړي ملګري د امریکا پخوانی سفیر ښاغلي راین کراکر یو مهال ویلي و چې په نړۍ کې جمهور رئیس کرزی تر ټولو ستونزمنه دنده لري. د دې ترڅنګ، غواړم زیاته کړم چې شاید په نړۍ کې د جمهور رئیس کرزي دنده ترټولو سخته اوسي. کرزي دغه دنده د تېرو یولسو کلونو په ترڅ ترسره کړې ده. اوس مهال په ځوانې خو فعالې ډموکراسۍ کې ، جمهور رئیس حامد کرزی د قدرت د سوله ییز انتقال لپاره زمینه مساعدوي چې له سیاسي پلوه دا خورا ستونزمن کار دی.

له ټولو ستونزو سره سره، جمهور رئیس کرزي د افغان امنیتي ځواکونو د جوړونې او روزنې د چارو ریاست په غاړه درلود چې اوس مهال په ټول هېواد کې د طالبانو په وړاندې د جګړې مشري کوي.

د جمهور رئیس کرزي تر مشرتابه لاندې، د افغانستان اقتصاد په کال کې ۸ سلنه وده کوي، مونږ وایو چې ایکاش په امریکا کې مونږ داسې اقتصادي وده لرلې وای. ده داسې شرایط رامنځ ته کړي چې په کې ځوان افغان نسل د پام وړ وړتیا او ژمنه ښيي په داسې حال کې چې دغه ځوانانو په حکومت او په خصوصي سکټور کې لوړ موقفونه ترلاسه کړي دي. جمهور رئیس کرزی د داسې یو کابینې ریاست په غاړه لري چې په کې قومي ترکیب په پام کې نیول شوی دی او د نوموړي تر مشرۍ لاندې، په افغانستان کې هغه ډول فرقه ییز تاوتریخوالی لیدل شوی نه دی چې د مینځني ختیز په نورو سیمو کې خورا زیات تر سترګو کیږي، نو نن ورځ د جمهور رئیس حامد کرزي د مشرۍ په برکت، نهه میلونه افغان ماشومان ښوونځیو ته د زده کړې لپاره ځي له دغه شمېر نه ۴۰ سلنه یې انجونې دي، چې د ۲۰۰۱ میلادي کال په پرتله کله چې ده قدرت ترلاسه کړ، هغه مهال له نیم میلونو څخه لږ ماشومان ښوونځیو ته تلل.

ښاغلی جمهور رئیس!

زه غواړم تاسو ته د ځینو افغان انجونو په هکله یو شخصي قصه وکړم چې تاسو د دوی لپاره د زده کړې زمینه مساعده کړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د تحصیلي پروګرامونو د یو پروګرام له لارې، چې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې میرمن سوننشاین په خپلو خبرو کې ورته څو شیبې مخکې اشاره وکړه. زه او زما کوژدنه د دوو افغان انجونو کوربه توب کوو چې په امریکا ګې خپلې ثانوي زده کړې د دغه پروګرام له مخې پرمخ وړي او دا دوه کاله کیږي چې مونږ ته د دغو انجونو او په افغانستان کې د هغوی د ژوند په اړه د پوهیدلو ویاړ را په برخه شوی دی. دا دوه انجونې مشید او آزاده نومیږي. په دې وروستیو کې مشید له لیسې نه فارغه شوه او د نوموړې د فراغت په مراسمو کې مې ګډون وکړ. هغه بیرته افغانستان ته د خپلې ستاژ دورې د بشپړولو لپاره ځي. مشید پنځه زره کتابونه راټول کړي دي او مونږ کابل ته د دغو کتابونه د انتقال په برخه کې ورسره مرسته کوو. مشید او د ده ورور غواړي چې په افغانستان کې په انګریزي ژبه لومړی عامه کتابتون پرانیزي. دا د افغان انجونو د وړتیا او لیاقت یو د باور وړ مثال دی چې ستاسو په هېواد کې او ستاسو په مرسته دا پرمختګ رامنځ ته شوی دی. تېره شپه کله چې مشید او آزاده ته مې وویلې چې ما ته دا ویاړ را په برخه شوی ترڅو جمهور رئیس کرزی دغه غونډې ته وروپیژنم، دوی ماته وویلې: هیله ده زمونږ په استازیتوب له جمهور رئیس کرزي نه مننه وکړﺉ او ورڅخه وغواړﺉ چې له مونږ سره دا ژمنه وکړﺉ چې نور به افغان انجونې د زده کړې له نعمت څخه بیا نه بی برخې کیږي. ما ورته وویلې چې زه بشپړ ډاډ لرم چې تاسو به دا ژمنه د هغه رهبرۍ پر اساس کوﺉ چې له وړاندې مو په ډاګه کړې ده. ښاغلی جمهور رئیس! له تاسو نه مننه کوم چې د دویم ځل لپاره مو د اسلامي نړۍ او امریکا په کنفرانس کې ګډون وکړ.

میرمنو او ښاغلو!

هیله ده له جمهور رئیس حامد کرزي څخه هرکلی وکړﺉ!

بسم الله الرحمن الرحیم

د قطر د هېواد جلالتمآب مرستیال صدراعظم، د اسلامي هېوادونو د کنفرانس د سازمان ښاغلی سکرتر جنرال، جلالتمآبانو وزیرانو ، میرمنو او ښاغلو

اسلام علیکم !

ښاغلی سفیر ایندک ! له تاسو څخه ډیره زیاته مننه کوم چې دغې غونډه ته مو زه معرفي کړم او همداراز د افغانستان په اړه ستاسو له پیژنګلوۍ او ستاسو له هغې غورې کیسې څخه مننه کوم چې تاسو د دوو افغان پیغلو د سرپرستې په اړه وکړه چې په امریکا کې زده کړه کوي او ښه زیری یې دا دی چې له دغو پیغلو څخه یوه به یې د یو عامه کتابتون د جوړولو لپاره د خپلو کتابونو سره بیرته خپل هېواد ته ورستنه شي. ډیره زیاته مننه!

دا د امریکا او اسلامي نړۍ لسم کنفرانس دی. څو کاله مخکې هم دلته راغلی وم، درې یا څلور کاله د مخه، زمونږ لپاره دا خورا اهمیت لري چې د قطر له والاحضرت امیر نه د نوموړي د مرستې او کوربه توب او په دغه هېواد کې د داسې غونډو د جوړولو په خاطر مننه وکړو. قطر د نړیوالو ناستو په مرکز بدلیږي او دا کار د قطر او د دغه هېواد د ولس او همداراز د ټولې اسلامي نړۍ لپاره ګټه ور بلل کیږي.

میرمنو او ښاغلو!

امریکا او اسلامي نړۍ یو خورا لوی مبحث دی، د خود ارادیت او خپلواک دولت جوړولو لپاره د فلسطین او د دغه هېواد د خلکو د حق د موضوع په اړه د مسلمانانو د احساساتو نه نیولې بیا د اسلامي نړۍ تر روانو ستونزو او تر هغه ابهام پورې په دې مبحث کې راځي چې د مسلمانانو په منځ کې د افراطیت د شتون په نوم د اسلامي نړۍ په اړه د غرب لید او ذهنیت اغلباً متاثره کوي. مونږ د یو خورا لوی مبحث په هکله چې په حقیقت کې حساس هم بلل کیږي خبرې کوو. زما دنده دا ده چې نن د افغانستان په هکله ډیرې خبرې وکړم اما د دې مبحث اهمیت به ما د اسلامي نړۍ او امریکا ترمنځ یا په بله وینا د اسلامي نړۍ او غرب ترمنځ نورو مسلو ته هم یوسي ترڅو پرې خبرې وکړم. د اتلسمې او نولسمې پیړیو د استعمار هغه واکمنۍ چې تر شلمې پېړۍ پورې ورسیده، هغه میراث چې استعمار نړۍ ته پریښود او هغه ځواک چې امریکا له بریتانیا نه د دویمې نړیوالې جګړې نه وروسته ترلاسه کړ، د امریکا او اسلامي نړۍ ترمنځ یې نږدې تماس ټینګ کړ او دغه نږدې تماس لومړی ځل د فلسطین او د دغه هېواد د ولس د هیلو له امله تر اغیزې لاندې راغی. هغه مهال چې مسلمانانو په فلسطین کې د خپلواک دولت د رامنځ ته کولو په خاطر خپلې مبارزې ته دوام ورکولو ، له دې سره جوخت، په ټوله نړۍ کې ګڼ شمېر پېښې رامنځ ته شوې، اسلامي نړۍ ، امریکا او غرب په ناڅاپي ډول په افغانستان باندې د پخواني شوروي له یرغل سره مخامخ شول. د افغانستان پرخاورې د پخواني شوروي د یرغل پر مهال، امریکا او غرب د سره پوځ په وړاندې د افغانانو له مقاومت سره مرسته وکړه. دا مقاومت په حقیقت کې د یو یرغلګر ځواک په وړاندې د خپل هېواد له ارزښتونو، خپلواکۍ او د خپل دین څخه د ساتنې په خاطر د افغان ولس مقاومت وو.

په دې جګړه کې چې د افغانانو او د شوروي د يرغلګرو ځواکونو ترمنځ ترسره کیدله، دواړو خواوو یعنی پخواني شوروي او غرب ، زمونږ ګاونډیو هېوادونو او ځینو اسلامي هېوادونو هڅه وکړه ترڅو له خپلو متحدانو سره پر دوی باندې د هغو ارزښتونو د تحمیلولو له لارې چې دوی مهم ګڼل ، مرسته وکړي. پخواني شوروي هڅه کوله ترڅو په خورا ایمانداره، مذهبي او د قوي عقیدې لرونکي افغان ولس باندې د کمونیزم ایډیالوژۍ تحمیل کړي. امریکا ، د غربي نړۍ نورو هېوادونو او زمونږ ګاونډیو هېوادونو هڅه کوله ترڅو د شوروي پوځ په وړاندې زمونږ پر مقاومت افراطیت تحمیل کړي. هر څومره چې د افراطګرو په توګه څرګندیدو او افراطي خبرې مو کولې ، هومره د غوره مجاهد په نوم یادیدلو او د دغه کار پایله د افغانانو د دودیزو ارزښتونو، کلتور او فکرونو د جرړو د ویستلو په لور ، پراخه هڅه وه. خو کله چې مجاهدین بریالي شول، یوه ورځ وروسته له هغه چې مونږ کابل ته د مجاهدینو د حکومت په توګه ورسیدو ، امریکا او اروپایي هېوادونو خپل سفارتونه په کابل کې وتړل او له افغانستانه ووتل او مونږ یې د ګاونډیو هېوادونو او نورو غوښتنو ته یوازې پریښودلو. د دې کار پایله دا وه چې د سپټمبر د یولسمې غمیزه رامنځ ته شوه او په امریکا کې د سوداګرۍ د نړیوال مرکز دوه برجونه ړنګ شول او د امریکا پر خاورې برید وشو، چې په نتیجه کې یې، امریکا او ناټو افغانستان ته راغلل. څرنګه چې ښاغلي سفیر ایندک وویلې، افغانستان ته د امریکا او غرب په راتګ سره، افغان ولس د ازادې احساس وکړ او د امریکا او ناټو له راتګ سره یې په کلکه مرسته وکړه. د دغې همکارۍ پایله دا وه چې افغانستان د یوې نیمې میاشتې په ترڅ کې ازاد شو. وروسته بیا افغانستان د ډموکراسۍ د راوستلو ، د ازادو ټولیزو رسنیو د رامنځ ته کولو او څرنګه چې ښاغلي سفیر ورته په سم ډول اشاره وکړه د پوهنې د ودې لپاره هڅې پېل کړې، اوس مهال نهه میلیونه افغان ماشومان ښوونځیو ته ځي چې له دې شمېر څخه څلویښت سلنه یې انجونې دي، ۱۵۰ زره افغان محصلان د افغانستان په پوهنتونو کې په زده کړو بوخت دي او څه د پاسه لس زره افغان محصلان په بهر کې زده کړه کوي.

د ۲۰۰۱ میلادي کال په وروستیو او د ۲۰۰۲ میلادي کال په لومړیو کې کله چې مو نوی حکومت جوړ کړ، افغانستان تقریباً تش په نوم یو، دو یا درې پوهنتونونه لرل. اوس مهال ، افغانستان د شلو څخه زیات دولتي او څه د پاسه دیرش خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې لري. تاسو د افغانستان د ټولیزو رسنیو، اقتصاد او د نورو برخو په اړه خبر یاست. دا ټول هغه پرمختګونه دي چې له امله یې د افغانستان خلک په حقیقت کې له امریکا، د افغانستان له غربي متحدانو او اسلامي نړۍ څخه منندوی دي. دا د قضیې یو اړخ وو، د دې قضیې بل اړخ د ترورېزم پرخلاف جګړه ده چې په ۲۰۰۱ میلادی کال کې پېل شوه او په داسې حال کې چې دغې جګړې ترنن ورځې پورې دوام وکړ، له بده مرغه چې دې جګړې افغانستان او سیمې ته نه یوازې خوشالي ور په برخه نه کړه بلکې په حقیقت کې د منفي اغیزو لمن یې آن تر افریقا او نورو هېوادونو پورې وغزیدله.

یوه بله موضوع چې په اړه یې، ما له جمهور رئیس اوباما او غربي مشرانو سره په وار وار خبرې کړي او هغه موضوع دا ده چې آیا مونږ د ترورېزم پرخلاف په جګړه کې بریالي شوي یو؟ آیا مونږ د ترورېزم لپاره کوم تعریف پیدا کړی دی؟ تروریست څوک دی؟ آیا ترورېزم د افغانستان په کلیو او کورنو کې شتون درلود؟ آیا مونږ د تروریستانو پټنځایونو ته پاملرنه کړې ده؟ او د ترورېزم پرخلاف د جګړې په پېلولو سره، آیا مونږ په اسلامي نړۍ کې افراطیت لږ کړی ، یا که مو لا زیات کړی دی؟

حقیقت دا دی چې یقیناً په اسلامي نړۍ کې افراطیت زیات شوی دی. له پاکستان او افغانستان نه نیولې بیا آن د مالي او نایجریا تر هېوادونو پورې افراطیت ډیر شوی دی. آیا د افراطیت زیاتوالی د ترورېزم پرخلاف د جګړې غیرعمدي نتیجه ده؟

څرنګه چې ځینې داسې فکر کوي. یا که امریکا او غرب دا کار په قصدي ډول ترسره کړی دی؟ ځینې نور بیا دا ډول فکر کوي.

ښاغلو او میرمنو!

نوځکه اسلامي نړۍ او امریکا داسې یو مبحث دی چې نه یوازې د امریکا او اسلامي نړۍ ترمنځ د اړیکو په خاطر خورا اهمیت لري بلکې د ټولې نړۍ لپاره مهم ګڼل کیږي. زما په نظر، د دې اړتیا لیدل کیږي چې غرب د امریکا په مشرۍ خپل ځان اسلامي نړۍ ته واضح کړي. آیا امریکا د اسرائیل او فلسطین په لانجه کې مسلمانانو ته داسې ذهنیت ورکړی دی چې دوی په دې لانجه کې بی طرفه دي؟ ځواب روښانه دی ، نه امریکا دا کار نه دی کړی. آیا مسلمانان غواړي چې اسرائیل سیمه پریږدي؟ نه مسلمانان داسې نه غواړي. زه د یو مسلمان په حیث داسې نه غواړم. زه غواړم چې اسرائیل او د اسرائیلو خلک د نورو هېوداونو په شان د یو دولت او ملت په څېر ژوند وکړي اما د فلسطین ولس لپاره هم ورته حق غواړم هغه دا چې د فلسطین خلک باید د اسرائیلي وګړو په څېر په سوله او هوساینه کې ژوند وکړي او خپل مستقل دولت ولري. آیا امریکا او د امریکا غربي متحدانو په څرګند ډول او د یو څرګند لید لوري له لارې دغه مساله د عربي هېوادونو او له هغه نه هاخوا ټولې اسلامي نړۍ ته واضح کړې ده؟ آیا د دغه کار ترسره کول، د غربیانو هیله ده ؟ که داسې وي، نو په دې اړه په سم ډول وضاحت ورکړل شوی نه دی. آیا د ترورېزم پرخلاف جګړه په رښتیا سره د ترورېزم په وړاندې ده؟ که داسې وي او که دغه کار د مسلمانانو په منځ کې په ځانګړي ډول د ځوانانو په منځ کې د لازیات افراطیت سبب ګرځیدلی وي، نو بیا تیروتنه شوې ده. آیا مونږ د ترورېزم پرخلاف جګړه په سم ډول ترسره کړې ده؟ دې پوښتنې ته باید ځواب ورکړل شي. او که په اسلامي نړۍ کې د ځوانانو په منځ کې داسې یو ذهنیت مخ په زیاتیدو وي چې غرب په فعال ډول افراطیت تقویه کوي. نو داسې پوښتنه رامنځ ته کیږي چې غرب ولې او د کوم مقصد لپاره دا کار کوي ؟ که د غرب نیت او اراده داسې نه وي، نو غرب باید دا مساله اسلامي نړۍ ته واضح کړي. که ځینې چارې ناسمې ترسره شوې وي، نو باید د اصلاح لپاره یې اقدام وشي. که په اسلامي نړۍ کې مونږ د غرب د نیت په اړه ناسم ذهنیت لرو، نو دا د غرب مسوولیت دی چې مونږ ته په اسلامي نړۍ کې خپل نیتونه او هدفونه واضح کړي.

اوس مهال چې مونږ په دې ناسته کې خبرې کوو، په اسلامي نړۍ کې له پاکستانه نیولې بیا تر نایجریا پورې ، تاوتریخوالی خپور دی. آیا په دې کې د افراطیت د شتون له امله یوازې مسلمانان ملامت دي یا که دا وضعیت د بې عدالتۍ ، ناسمې حکومتوالۍ او داسې نورو لاملونو له امله رامنځ ته شوی دی؟ یا که په دې کار کې پردي عناصر ښکېل دي؟ د بېلګې په توګه په عربي هېوادونو کې د پاڅونونو پسرلی. په لومړي سر کې مونږ د دغو پاڅونو په اړه خوشاله وو.

تېره ورځ اته ویشت لیبیایي وګړي د هغو کسانو لخوا ووژل شول چې په عربي هېوادونو کې یې د پاڅون پسرلی پېل کړی دی، آیا دا هغه څه وو چې مونږ یې تمه درلوده، آیا دا هغه څه وو چې عربانو یا د لیبیا ولس غوښتل؟ آیا دا د افغانستان د روان حالت د روایت تکرار نه دی؟ مونږ ، پخواني شوروي ته ماته ورکړه او په جګړه کې بریالي شولو خو وروسته بیا د حکومت په جوړولو او د ثبات په ټینګولو کې پاتې راغلو.

ښاغلو او میرمنو!

نو زما په نظر او د هغې تجربې پر اساس چې ما د تېرو یولسو کلونو په ترڅ کې ترلاسه کړې ده، ډیری داسې نیمګړتیاوې شته چې مونږ مسلمانان یې باید په خپلو ټولنو او حکومتونو کې اصلاح کړو. دا کار د ښه تعلیم ، د بدلیدونکو حالاتو سره د ځان عیارولو د څرنګوالي د زده کړې او د نورې نړۍ او ادیانو په وړاندې د لا زغم د څرګندولو له لارې، ترسره کولای شو . همداراز، زمونږ د غربي دوستانو او د امریکا لخوا خورا زیاتو توضیحاتو ته اړتیا لیدل کیږي، په ځانګړي ډول د دوی د ښو نیتونو په اړه، دا چې غرب او امریکا اسلامي نړۍ ته د استعمار دورې له نظره نه ګوري او ښیګڼه یې غواړي او په اړیکو کې دا بدلون به داسې وي چې د دواړو خواوو ګټې به په کې په پام کې نیول کیږي او په اوسنۍ نړۍ کې دا کار حتمي ګڼل کیږي، بله دا چې مونږ غواړ یو بل درک کړو، مونږ ټول د ښه ژوندانه حق لرو، نړۍ د ټولو ګډ کور دی او د سرچینو، پوهې او بریاوو د سم شریکولو په اړه د یو پراخ درک نه پرته، هیڅ یو به په پای کې بریالیتوب ته ونه رسیږو. څرنګه چې مونږ مسلمانان باید غرب ته خپل نظرونه او زغم څرګند کړو ، زما په باور امریکا او غربي نړۍ زمونږ لپاره ډیر څه ترسره کولای شي دا ځکه چې دوی ستر قدرت لري، همداراز امریکا او غربي نړۍ خورا زیات مسوولیتونه او پراخ اغیز هم لري. نو، له فلسطین او د فلسطین د خلکو له هیلې نه نیولې بیا په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو تر هوساینې ، د مسلمانانو او غیرمسلمانانو ترمنځ همکارۍ، په اسلامي ټولنو کې د افراطیت د ريښو او علتونو له منځه وړل او په غرب کې د غیرمسلمانانو په منځ کې له اسلام نه تر ډار ورک کولو پورې ، زمونږ او ستاسو لپاره ډیر مسوولیتونه شته چې باید ترسره یې کړو. زه نه شم کولای د ټولو په استازیتوب خبرې وکړم اما د یو مسلمان وګړي په توګه، غرب ته دا ډاډ ورکوم چې مونږ د دوی له ارزښتونه او د پام وړ علمي پرمختګ او د ښو کارونو د ترسره کولو له وړتیا او له هغو ښو کارونو څخه درناوی کوو چې دوی ترسره کړي دي. تریسا مور د یوې غربي عیسوي ښځې مثال دی چې هند ته ولاړه او هلته یې د هندي وګړو خدمت وکړ، له مسلمانانو نه نیولې بیا تر هندوانو، عیسويانو، بودایانو او د نورو ټولو لپاره د خدمت جوګه شوه، غربي نړۍ کولای شي چې مونږ ته داسې نور د ښه چلند مثالونه وړاندې کړي او مونږ مسلمانان باید د دوی په وړاندې د چلند ښه مثال غوره کړو.

ډیره زیاته مننه!

By admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *