د مڼې ګل مشاعره چې نن (چهارشبنه) ترسره شوه په کې د هېواد له بېلابېلو سيمو او ولايتونو سلګونه شاعرانو او د شعر مینوالو برخه اخيستې وه.
په پيل کې د ميدان وردګ والي عبدالمجيد خوږياڼي پرانستونکي وينا وکړه او د خپلو خبروپه ترڅ کې د مڼې پر اقتصادي اړخ خبرې وکړې او زياته يې کړه چې همداسې مشاعرې د سيمې د محصولاتو لپاره يو کمپاين دی، چې نړيوالو ته يې ور پيژني. او له ټولو ليکوالو او د قلم له خاوندانو يې غوښتنه وکړه چې د سيمې په امنيت کې هم پوره ونډه واخلي.
ښاغلي خوږياڼي په خپلو خبرو کې دا هم وويل چې په ولايت کې يې له پخوا امينيت د ولسونو په همکارۍ ښه شوی او د ولسونو له همکارۍ پر ته امنيت راتګ ناشونی دی.
هغه دا هم وويل چې ليکوال بايد قلم په واقعي توګه وکاروي او د ټولنې د سمې رهبرۍ لپاره ترې ګټه پورته کړي.
ورپسې د ميدان وردګ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رئيس اورنګ مختار د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين پېغام ولوسته. په پېغام کې ويل شوي وو، چې مڼې ګل يوه دوديزه مشاعره ده او د اطلاعاتو او کلتور وزارت خوښ دی چې په ميدان وردګ ولايت کې د مڼې ګل دولسمه مشاعره جوړېږي.
همدا راز د پوهنې وزارت سلاکار ګل آغا احمدي وردګ د پوهنې د وزير پېغام ولوسته په پېغام کې راغلي وو، چې ځوانان بايد زده کړو او خلک بايد د ښوونځيو د ودې او پراختيا په برخه کې له دولت سره مرسته او همکاري وکړي.
ورسته ازاده مشاعره وشوه چې لسګونه شاعرانو په کې د مڼې ګل په اړه هنري او بېلابېل شعرونه وويل، چې د ګډونوالو په تودو چکچکو بدرګه کېدل.
د مڼې ګل دا دوديزه مشاعره چې د سهار په نهه بجو پیل شوې وه ، د ماسپښين يوه نيمه بجه شاعرانو او ليکوالانو ته د جايزو په ورکولو سره پای ته ورسېده.
ياده دې وي چې وړمه شپه د مڼې ګل دو لسمې مشاعرې په وياړ د غزل شپه هم برابره شوې وه چې د شپې تر ناوخته يې دوام وکړ.
په درنښت
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر