ناټو یې د اسمان څکالي (Bat) په نامه پېژني، په دوېمه نړیواله جګړه کې د شوروي اتحاد د ورځې لخوا بم غورزونکې الوتکه وه. د طرحې موخه یې د جرمني (German Junkers Ju 88) الوتکې ننګول وو. له دې پرته د بلې الوتکې د مخنیوي او کشف لپاره هم کارول شوي. په دوېمه نړیواله جګړه کې یې د سره پوځ په وروستیو بریدونو کې کلیدي رول لره.
 
جوړونکی شرکت یې (Tupolev) ده، طرحه کوونکی یې (Andrei Tupolev) وو، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۴۱ کال د جنورۍ په ۲۹ نېټه کړې، کاونه یې په کال ۱۹۴۲ کې پیل شوې، د ۱۹۷۰ لسیزې په پای کې تقاوت شوي، اساسي کارونکي یې (VVS, Soviet Naval Aviation, People’s Liberation Army Air Force and Polish Air Forces) وو، د ۱۹۴۱–۱۹۴۸ کلونو ترمنځ تولید شوي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۲۲۵۷ وو. د بلغاریا، چین، اندونیزیا، هنګري، شمالي کوریا، پولنډ او رومانیا هوایي ځواکونو هم ترلاسه کړې وې.
 
اوږدوالی : ۱۳.۸۰ متره
د وزرو پراخوالی : ۱۸.۸۶ متره
لوړوالی : ۴.۱۳ متره
بې وسایلو وزن : ۷۶۰۱ کیلو ګرامه
له وسایلو سره وزن : ۱۰۵۳۸ کیلو ګرامه
پاور پلنټ : دوه ماشینونه او هر یو Shvetsov ASh-82 radial engine, 1,380 kW (1,850 hp)
زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۵۲۸ کیلو متره
د وزرو د بار کچه : په متر مربع کې ۲۲۰ کیلو ګرامه
اسلحه : دوه مخکې فیر کېدونکې ۲۰ اېم اېم (ShVAK cannon) ماشیندارې، درې وروسته فیرکېدونکې ۷.۶۲ اېم اېم (ShKAS machine guns) ماشیندارې، په داخل کې تر ۱۵۰۰ کیلو ګرامه پورې بمونه او بهرنۍ برخو کې تر ۲۲۷۰ کیلو ګرامو پورې بمونه
Tupolev Tu-2
Tupolev Tu-2 By Kaboldy

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *