د ۱۳۹۲ کال د غبرګولې په اتمه نېټه د مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر غونډه د پامیر سینما ودانۍ په کتاب ښار کې جوړه شوه. د غونډې مشره اغلې بلقیس محبوبي عقیق وه او د سټېج چارې حیا پوپلزۍ پرمخ یوړي.
غونډې درې برخې درلودې، د غونډې په لومړۍ برخه کې د لېمې نیازي په ازاد شعر (زه ولسمشره یم )کره کتنه وشوه.
زه ولسمشره یم!
وې ویل، چې ته له هر چا وروسته یې
ما ویل، ټول دي زما شاته
وې ویل، پوهه نه لرې ته
ما ویل، زه یمه استاده
وې ویل، غټ فکرونه پرېږده
ما ویل، دا یې لا واړه دي
وې ویل، ژبه دې تېره ده
ما ویل، دا زما جرات دی
وې ویل، ما سره سیال مه شه
ما ویل، شم به درنه مخکې
وې ویل، تا بریا کړه خپله
ما ویل، زه پرې باوري یم
وې ویل، ته یې ولسمشره؟
ما ویل، دا زما یقین دی
وې ویل، څه علت په کې دی
ما ویل ځان باندې باور زما
د غونډې ګډونوالو د لیمې شعر د موضوع له اړخه ښه وارزاوه. پاکیزې ارزو وویل که عنوان یې زه یم ولسمشره شي په لوستلو کې به روان شي او همدارنګه که لومړۍ کرښه کې د وروسته کلیمه له هر چا مخکې راشي ښه به وي. ساهرې شریف وویل چې شعر د موضوع له اړخه ښه وه او د فورم له لحاظه د سوال او ځواب په شکل لیکل شوی او په ځان باندې د باور ښه بېلګه ده. لیمې نیازۍ د بهیروالو له واړندېزونو نه مننه وکړه.
د غونډې په دویمه برخه کې ازاده مشاعر وشوه. حیا پوپلزۍ ، شکریې جلازۍ ، بلقیس محبوبي، زمزمې نیازۍ ،مدهوناحیدر،مینې ابراهیم خېل، مروه اتمانزۍ او لیمې نیازۍ خپل شعرونه ولوستل. همدارنګه له خوست ولایت څخه امینې هم د تیلفون په کرښه په مشاعره کې خپل شعر ولوست.
د غونډې په درېیمه برخه کې په ځینو کاري مسایلو خبرې وشوې، او پریکړه وشوه چې راتلونکې غونډه دې د چاپېرل ساتنې په موضوع شعرونو او مقالو ته ځانګړې شي.همدارنګه په راتلونکې غونډه کې به د مینې ابراهیم خېل په شعر کره کتنه وشي.
غونډه د مازدیګر په څلورو بجو پای ته ورسېده.
پاکیزه ارزو