نور دوه نومونه یې (Ruhrstahl Ru 344 X-4 or Ruhrstahl-Kramer RK 344) دي. په سیم هدایت کېدونکی توغندی ده – په هدایت کوونکي او توغندي کې دوه سیمان نصب وو او د همدې سیمانو په ذریعه توغندی هدایت کېده. په دوېمه نړیواله جګړه کې جرمني جوړ کړی وو. د جګړې پر مهال ونه کارېده خو له جګړې وروسته یې د ډېر خلکو پام خپل کړ او له همدې توغندي په نقل یې ډېر د ټانک ضد له ځمکې توغول کېدونکی توغندي تولید کړل. له تولید څخه د نقل له ډلې یو مالکارا توغندی وو.
 
په X-4 توغندي په ۱۹۳۶ کې ډاکټر مکس کرامېر کار پیل کړ. په دې وخت کې دوي دې پرېکړې ته رسېدلي وو چې باید یوا داسې توغندی تولید کړي چې د کافي اندازې لرې واټن وي او باید له داسې سیمې د توغوېدو وړتیا ولري چې د بم غورزونکو له حدودو بهر وي او دومره دقیقه د هدف ویشتنې وړتیا ولري چې توغونه یې د مخالف لوري د سرتیرو مړینه تضمین کړي. اوس وخت کې دې ډول وسلې ته په انګرېزۍ (stand-off weapon) نوم اخلي.
 
په توغندي کې هایپرګولیګ (hypergolic) کارېدلي وو – هایپر ګولیک د (S-Stoff) او (R-Stoff) مخلوط ده – همداسې (S-Stoff) د نیتریک اسیدو او ۵% د iron(III) chloride مخلوط ده او (R-Stoff) یو عضوي مخلوط ده په کوم کې چې ۵۰ فیصده (dimethylaminobenzene) او ۵۰ فیصده (triethylamine) مخلوط شوي وي. د سونګ پمپ لپاره پکې ځای نه وو نو د تیلو د پمپ کېدو لپاره پیسټون پکې کارېدلی وو. په دې کې (S-Stoff) کارېدلي سونګ توکي د وسپنې خرابونکي وو او د توغندیو اداره کوونه یې له خطره ډکه کړې وه له همدې امله جرمنانو هڅه پیل کړه چې مایع سونګ توکي په جامدو بدل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *