ما ویل زه به د شپږ کلن شاه زیب اپریدي قیصه لیکم … او هغه شاه زیب چې څو ورځې وړاندې د جمرود په بازار کې سره د خپل مورپلار اووژل شو … او هغه شاه زیب د چا په سترګو کې چې د ژوند خوبونه له مرګه پس هم غړیدل … او هغه شاه زیب چې د ریاستونو تر مینځ د ستراتیجیکي ګټو لپاره په جوړه شوي قتل ګاه کې قتل شو، تیر شو او هیر شو.

خو کومه کومه قیصه به کوو؟ له ټکره راواخله ، تر بابړې ، له پیښوره تر کابله ، له چتراله تر کویټې او قندهاره ، له سواته تر وزیرستانه، له پیښور د سکوله تر باچاخان پوهنتونه دا ټوله سیمه یو لوې ؛کنسنټریشن کیمپ؛

دی، دلته هره شیبه قیامت او هره ساه یوه لویه المیه ده.

وخته دلته چې قدم ږدې نو په خیال ږده

ددې خاؤرې کاڼي بوټي شهیدان دي

زه په پاکستان کې په دې اته شپیته کاله نه چا ښه مسلمان او منلم او نه ښه پاکستانې. زه څوک یم!

ما د اسلام په نوم وچت شوي هر بیرغ ته سلام کړیدې او تش سلام مې نه دې کړې قرباني مې هم ورکړیده خونن چې په جرګو، حجرو، تعلیمي ادارو، ښارونو، کلیو، جماتونو او د لوبو په میدانونو کې زه هم د اسلام په نوم وژل کیږم نو زه ددې خپل اسلام پوښتنه د چا نه وکړم؟

د چا اسلام اومنم؟

زه د پاکستان لپاره د خپل ورور په مرۍ غلې شوې یم، ما د خپل حق لپاره خبره هم نه ده کړې خو د پاکستان لپاره ما هر وخت دوینو نذرانې ورکړي دي ، زما خپل کور لوټ شوې دی خو ما بیا هم د ریاست پاکستان د بادارانو د کورونو حفاظت کړیدې.

خو هم د هغه پاکستان په قامي میډیا او ریاستي بیانیه کې زه بیوقوف او غدار پټهان یم.

زه کوم هیواد ته خپل هیواد اووایم؟

کومې خاورې ته خپله خاوره اووایم؟

زه خو په دې وطن کې په ژوندوني مړې یم …

په باچاخان پوهنتون برید یوازې په یوه تعلیمي اداره برید نه دی ، د پښتنو په تاریخي سیاسي مبارزه برید دی ، د هغوي په روښانه سباؤن برید دی، د هغوي په فکر او فلسفه برید دی او د هغوي په عزت برید دی.

د ریاست ذمه واري خو د خپلو وګړو د ځان، مال او عزت حفاظت وي .. او کله چې ریاست ددغه لوړو انساني قدرونو په خوندي کولو کې یوځل نه زر ځله پاتې راشي نو باید د ریاست غړي دې په خپل ځان ویریږي.

خو آیا په تشه ویره به کار وشي؟

2 thoughts on “؛پښتونخوا کنسټریشن کیمپ؛/ شاهین بونیری”
  1. بونیری صاحب سلامونه اونیکی هیلی مو ومنه ګرانه دویدویو په پیل کی می فکر کاوه چه هغه د زړه خبره به وکړی چه تا ځوروی ما ځوروی او ټول قام ځوروی اوهغه داده چه تا مجبوری چه ته څه ولیکی او څه ووای مګر ګرانه ته نیمګړی خبری کوی ستا زړه نور څه وای ستا فکرنور سوچ کوی خوته هغه اصلی خبره نه کړی روره په شف شف څه نه جوړیګی د شفتالو د ویلو جرعت وکړه هغه ځکه چه مشرانو کی دا جرعت نه شته یا د مفاداتو یا ډاره دوسته همدا تاسی ځوانان که انقلاب را نه ولی دا قوم څوک له مرګه نه شی راګرځولی نور دی خوښه خپله په درناوی

  2. ولې نه ! خدای خولوی ذات دی دخدایي کلام وعده ده چې ظالم الله نه خوښوی او دظالم عمرکم وي ،داخو وخت اوتاریخ ثابته کړی چاچې دپښتنو په مرګ او وژلو پسې مټې رانغاړلي دوي هم پکې خپل ځان او سربایللی، پښتانه باید خپل شریک دوښمن وپیژني په پاکستان کې دپنجاب حاکم نظام هیڅکله پښتانه ترقۍ او یوالي ته نه پریږدي ، په پښتونخواکې خو دالومړۍ ځل ندې چې دپاچاخان بابا په پلویانو او مبارزو پښتنو مشرانو حملې ترسره کیږي ، دصوبي الیکش پر وخت دپښتونخوا دعوامي نیشنل په لارویانو څومره حملې ترسره شوې ، چې اخریې ددې ګوند پرځای دیوه بې دینه اودانګریزې بچي ګوند په پښتو وروتاپه اوس خو دې عمران خان په پارلمان کې دپښتنو دځنځیري وژنو غږ پورته کړي دهمدې پښتونو په رایو یوناکام ګوند خپل مشروعیت او کامیابي ترلاسه نه کړه.
    ددې ترڅنګ څومره پښتانه مشران دپاکستان په پارلمان دپښتنو په رایو ناست دي ولې غږ نشي پورته کولې له ملاګي فضل الرحمن خوګیله نشته چې له اوله دای ایس ای تالي څټې اوبې غیرته غوندې ماموردې دسرپټکی یې داسلام اوپښتني ارزښتونو په جوکاټ ندې برابر اسفندیارولي ، محمودخان اڅکزی اوداسی څونورخوهم دپښتنوپه سیمه کې دپښتنو دیوالي تمثیلونه کوي ایا دپاکستان حکومت ته نشي ویلای چې وروره نوره بس دنو…. ترڅوبه دپښتنوپه سرنویشت لوبې کوی ترڅوبه دپښتنودترقی اویوالي مخه نیسی والله که داسې بیاتکرار شي نو دپاکستان پرضد هم دپښتنو دهی علی الجهاد چیغې ته په تمه شئ، بیاخو دتورمخيوو ؟؟؟؟پنچابیانو ته ګوره چې دپښتنوپه پښو کې ځانونه اچوي اوکنه .

ځواب ورکول ع ب ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *