ارین یون

تاند – په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې آرین یون وایي، چې په بلخ او ننګرهار ولایتونو کې تازه رامنځته شوي ایتلافونه د شخصي او تنظیمي ګټو لپاره جوړ شوي دي.

تاند ته په را لېږلي یوه خبرپاڼه کې، مېرمن یون ویلي،‌ چې دا مهال هېواد له سخت امنیتي بحران سره مخامخ دی، په داسې حال کې چې ایران او پاکستان غواړي چې له ټولو شومو لارو چارو څخه په استفادې سره په افغانستان کې بې ثباتي رامنځته کړي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې مېرمن آرین یون وایي، یاد هېوادونه نه غواړي چې افغانستان د یوه ملي او مقتر نظام خاوند شي او د اوبو په شمول له خپلو پرېمانو طبیعي زېرمو څخه د خپلو خلکو د سوکالۍ لپاره کار واخلي.‌

نوموړې د یو شمېر جنګسالارانو له خوا په بلخ، ننګرهار او یو شمېر نورو سیمو کې تازه رامنځته شوي ایتلافونه مغرضانه وګڼل او ویې ویل چې دا هڅې د شخصي او تنظیمي ګټو د ترلاسه کولو لپاره کیږي او دغه څېرې ملي ارزښتونه په پام کې نه نیسي.

آرین یون وایي، په بلخ کې راپورته شوی حرکت د جبل السراج د منحوس ایتلاف دوام دی، او د مشرقي شورا په نامه رامنځته شوی ایتلاف هم په یو نه یو شکل له شمال ټلوالې څخه الهام اخلي.

ویل کیږي چې د جبل السراج ایتلاف د ۱۳۷۱ کال په لومړیو کې د نظار شورا د وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود او یو شمېر پرچمي جنرالانو تر منځ وشو چې د ملګرو ملتونو د سولې پلان یې شنډ کړ او په هېواد کې یې کورنیو جګړو ته لاره هواره کړه.‌

یو شمېر نه تایید شوي راپورونه وایي، چې د ننګرهار دوه وتلي جنګسالاران حضرت علي او ظاهر قدیرهم د بلخ د زورواکي والي عطامحمد نور په څېر له ایراني مقاماتو سره نژدې اړیکې او په هغه هېواد کې کورونه او پانګونې لري، او داسې ښکاري چې د هغوی وروستي حرکتونه دې د ایران د هغه احتجاج دوام وي چې د هغه هېواد ولسمشر د افغانستان له خوا د خپلو اوبو د مهارولو پر ضد کړی وو.

3 thoughts on “ارین یون:‌ د بلخ او ننګرهار ائتلافونه د شخصي او تنظيمي ګټو لپاره جوړ شوي دي”
  1. mrs yoon are 100%rights/because this warloards became millionaire from drugs and corruption/NOW HONOR ASHRAFGHANI CUT THEIRE HANDS FROM CORRUPTION/ NOW THEY WANT UNDER DIFFERNT WAY WANT TO SABOTAGE GOVERNMENT,THEY CANNOT DO ANY THINGS/BECAUSE PEOPLES KNOW THEM/ ONLY
    THEY CAN MAKE PROBLEM IN THAT PROJECT AND REFORM IN THE
    PROGRESS OF AFGHANISTAN .ASHRAFGHANI HONESTLY WANT TO CHANGE AFGHANISTAN FROM POVERTY TO ONE RICH AND STRONG COUNTRY/PEOPLES MUSTLY STAY WITH ASHRAFGHANI/THANKYOU

  2. حالاتوته په کتو سره دیره ضروری ده چی دولسمشر ملا تر وکرو زکه دا اتحادونه چی کوم خلک جوروی دافغانستان دخلکو په گته ندی بلک هغوی خپله ایند په خطر کی وینی داتیکه داران باید دقانون منگولو ته وسپارل شی.که عاقل او پاک انسان وي، حتمي يی ملاتړ کوي، خو که مفسد وي نه يی کوي.

  3. دا کثیف اوچټل ایتلاف دغاصبانو اوقاتلانواوبی سواده خرو څخه جوړ شوی ایتلاف هیڅ په درد نه خوری

ځواب ورکول Mohammad Arif Haleemy ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *