ليکوال: په اسلام آباد کې د افغانستان پخوانی سفیرملاعبدالسلام   ضعیف

دډیره وخته دخلکوپه ذهنونوکې داخبره پخه وه چې امریکایان اهل کتاب دي دمسلمانانوسره دومره دښمني اوستونزه نه لري لکه دنړۍ بل قطب چې دی؛ ځکه چې هغوی مشرکین اویاداچې بي عقیدې اوملحدهیوادونه دي، هغه پخوانۍ وارسااوبیا ورپسي کمونیزم بلاک وو،نوځکه هغه وخت د ډیرو اسلامي هیوادونومیلان دغربي امپریالیسټي بلاک خواته وو،دلومړۍ نړیوالې جګړې چې په ۱۹۱۴ ميلادي کال کې دیوه مذهبي مشر فرانزفرډینانډ دوژلو وروسته پېل سوه. په لومړۍ نړیواله جګړه کې ۱۷ ميلیونه انسانان ووژل سوه، جرمني په فرانسه، بلجیم اوانګلستان باندي، اسټرلیااوهنګري پر روسانو حمله وکړه. ترکیې د جرمني ملاتړ وکړ، امریکااوځینو نورو هیوادونو دانګستان اوفرانسې کومک وکړ، يو شمیر هیوادونو د روسانوملاتړ وکړ، جګړه ډیره خونړۍ مګر په لنډ وخت کې ختمه سوه.

د لومړۍ نړيوالې جګړې وروسته د دواړوقطبونوترمنځ یوقوي رقابت موجود وو، هر وخت په غیرمستقیم جنګ کې دخیل وو.

د دوېمې نړيوالې جګړې وروسته چې په ۱۹۳۹ میلادي کال کې پېل او تر ۱۹۴۵ ميلادي کال پوري وغځیدله، جګړه د جرمني- جاپان اونوري نړۍ ترمنځ پېل سوه، جګړه هغه وخت پېل سوه چې هټلر دخپلي دیکتاتورۍ مزی دجرمني ترحدودو دباندې غوښتل.

انګستان، فرانسه، ايټالیا، امریکا، روسان او ځينې نور هیوادونه سره يوځای سوه، په دوېمه خونړۍ نړيواله جګړه کې ۵۵ میلیونه انسانان ووژل سوه، امریکایانودجاپان په هیروشیمااونګاساکي ښارونوباندي د ینګ اوچیلډ په نوم اټومي بمونه وغورځول، د دوېمې نړیوالې جګړې وروسته رقابت نورهم په دوه قطبي ډول زور واخستی، داځل امریکا د متحده هیوادونو په نوم لړکې دپخواني ښامار انګلستان ځای ونیوی؛ ځکه چې انګریزان د دوېم نړيوال جنګ وروسته سخت تاواني سوې وو، لویه امپراتوري یې مخ په ځوړ روانه وه، متحده انګریزانو په غیرمستقیم ډول سره جګړه دجاپان، چین، د جنوبي او شمالي کوریاګانو، دشمالي برازیل، کارابين، دايران اوګواتيما،دومينکن، ختيزتيموراواندونيزيا، دالسوادور، هندوراس، کمتاريک، اونيکاراګو، کيوبا، ويټنام آن تر افغانستان پوري روانه وساتله، چې په نتیجه کې يې د ناټواو وارسا دوه قوي بلاکونه جوړسوه، په دغه لوی رقابت کې ترډيره بریده مسلمانان لږ ارام وو، امریکا او اروپا هم مسلمانانو ته ډیرمیلان نه درلودی.

کله چې په خلیجي هیوادونو کې دفارس په شمول د نفتي زیرمو سروي وسوې او هلته ډیر نفتي ذخایر وموندل سوه، دهغه څخه وروسته درقابتونو اثار په اسلامي نړۍ کې دبل ځل لپاره بیا پېل سوه، که څه هم په ارو پايي ټولنه کې رقابتونه وو، مګر ډیر جنجالي نه وو؟

د روسانو له خوا پر افغانستان یرغل او بیا چې کله روسانوشکست وخوړی، دوارسا بلاک مات سو، د کمونیزم ستوری ولویدی، دمنځنۍ آسیا اشغال سویو هیوادونو ازادي واخستله، دبرلین دیوال ونړيدی لویدیځ او ختیځ جرمني سره يوځای سوه، دکمونیزم نړیوال خوبونه بې تعبیره سوه، نړۍ یې له تاړاک نه خلاصه سوه، که څه هم د روسانو شکست دمسلمانانولپاره ډیره دخوشالی خبره وه، مګریوه بله مرحله چې ډیره پیچلي وه رامنځ ته سوه، دکمونیزم تر ختمیدو وروسته دغرب توجه مسلمانانوته ور واوښته، نړۍ یوقطبي سوه، دسونګ دموادو ضرورت هم ډیرسو، یوه نوي او بله لوبه پېل سوه.

عربي اونوري اسلامي نړۍ ښه فرصت درلودچې دنړۍ د دوو قطبونو د رقابتونوڅخه ښه ګټه پورته کړي، ولي متاسفانه د مسلمانو هیوادونو د غفلت له امله ، اسلامي هیوادونه دیوه قوت دجوړولوپر ځای په وړو هیوادونو وویشل سوه.

د۱۹۸۸ میلادي کال راپه دیخوا امریکایانو اسلامي نړۍ ته پوره توجه او مخه کړه، هغوی د دې لپاره چې نوک ځای کړي دعراق پخوانی مشرصدام حسین يې تشویق کړ چې د ایران د جنګ وروسته دخلیج کوچني هیوادونه ترکنټرول لاندي راولي، صدام حسین په ۱۹۹۰ میلادي کال کې پرکویټ باندي حمله وکړه، په ډیر لږ وخت کې يې ترکنټرول لاندې راوستی، د کویټ دالصباح کورنۍ سعودي عربستان ته وتښتیده، سعودې ددي پر ځای چې د صدام سره په خپله مقاومت وکړي یا داچې دنوري اسلامي نړۍ څخه کومک وغواړي، یا داچې داموضوع په ډیپلوماتیک ډول حل کړي ، سعودي عربستان له غرب څخه مرسته وغوښته، د امریکا او لویدیځ له پاره دا يو طلايې فرصت سو چې اول نوک ځای کړي او دمظلوم سره دمرستي تر نامه لاندي دخليج هیوادونو د واکدارانو په خوښه د پوره نظامي قوت سره داسلامي نړۍ زړه ته ننوزي.

دعراق له شکست څخه وروسته امریکا په کويټ، بحرین اوسعودي عربستان کې خپلې نظامي اډې جوړې کړي. له دي وروسته کله چې د سعودي عربستان دقطراواماراتوسره دسرحدونو پر سر لانجه پیداسوه، قطر او اماراتو هم امريکایانوته اډې ورکړي، دادامريکانوپلان و، چې څه ډول کوچني هیوادونه په نورو هیوادونو باندې وبیر وي، او امریکا په مستقیم ډول په کوچنیو هیوادونو خپله غوښتنه ومني.

آیادامریکانظامي اډې ددغوهیوادونو دساتنې لپاره وي؟

په ښکاره خوداليدل کیدل چې دځينوهیوادونوڅخه ببو (نالیدلي بلا) جوړسي اوځيني هیوادونه دهغوی په بیرولوسره ترسینه لاندي سي،مګر دامریکا د پوځي اډو درلودل بیا په سېمه کې یوبل بحران راوټوکاوی.

اول: داچې امریکا دیوه قوې موقف څخه په هغوهیوادونوکې چې ددوی باداري یې نه منله پوره مداخله پېل کړه، تر ډیره دامداخله په غیرمستقیم ډول دنظامونودراپرزولوسبب سوه،د امریکا استخباراتي فعالیتونه په ډیره اسانه سره پیاده سوه.

دوېم: امریکا دهغوهیوادونوچې دامریکاحضور یې په سېمه کې خطرناک باله، دخلیجي هیوادونوسره په بي اعتمادي کې واچول.

درېم: امریکا دحکومتونو اوخلکوپه منځ کې یوغټ واټن ته لمن ووهل.

څلورم: دخليج ټولې نفتي زیرمي امریکا ترخپل کنټرول لاندې راوستلي.

پنځم: هغه ټولي مغزني هستۍ چې په اسلامي نړۍ کې موجودي وي هغوی يې په یوه اوبل نامه دمرګ اویا د زندانو ترتیارو پوري ورسول، البته هغه هستۍ چې اسلامي روحیه اواحساس یي درلودی.

شپږم: امریکا عربي نړۍ په داسي غافلانه حالت کې وساتله چې دخپل دفاع په اړه یوازي پرامريکایانوباندې يې اتکاوکړه، دراتلونکې له پاره په بي دفاعي حالت کې، چې اوس ټوله اسلامي نړۍ ورسره مخامخ ده.، هم عربي نړۍ همداسي لااباله (بې پرواه) پاته سوي ده.

اوم: هغه لوی ثروت چې په یویشتمه پیړۍ کې دخلیج په برخه سو، یوازي په عیاشي،استراحت او فضول رقابت کې په بي ځایه اوبي فایدي شیانوباندې مصرف سو، خود به یوڅه په ځای هم وي، خودنړۍ په سطحه چې ټول وېښ هیوادونه دراتلونکي په اړه دعصري تکنالوژۍ څخه دخپل دفاع په اړه مصروف دي اوهري پيسي ته حساب کوې چې څنګه یي پر ځای ولګوي، نسبت هغوی ته داسلامي هیوادونوپه ځانګړي ډول دشتمنوخلیجي هیوادونوثروت بي ځایه لګیدلی دی، اویا داشخاصوپه نامه باندې په غربي بانکونوکې يې شتمني ځای پرځای سوي، چې بیایي راستنول ناشونی دی.

اتم: هغه حساسیت چې دمسلمانانو او دکفري نړۍ ترمنځ وو،هغه نفرتونه چې دهغوی داعمالوپه وجه دمسلمانانوپه زړونوکې وو، هغه يې بي حساسيته کړي، کوم چې دکفراواسلام بېل ملتونه وو.

نهم: عربي نړۍ دامریکایي شرکتونولپاره دښه مارکیټ انحصارځای دی، په ځانګړي توګه دوسلو اوامنیتي څیزونو دجوړولوکمپنيوته چې خپلې درنې اوسپکې وسلې اوامنیتي تجهیزات په دوی باندې وخت په وخت خرڅې کړي.

لسم : په ډیرو سړومغزونوسره امریکا او غرب داخلاقي اوشیطاني فسادلاره دمسلمانانو په ټولنو ورخلاصي کړي اوداسي نور….

په حقیقت کې غرب دکمونیزم دماتې وروسته دمسلمانانوپه دښمنی اوداسلام داصلي مفهوم دله منځه وړلوله پاره په پلاني ډول سره تدريجي جنګ پېل کړ، داچې یوه ته د دوستی لاس ورکړي اوبل ته د تروریزم لقب ورکوي، دا هغه دسیسې دي چې مسلمانانوته دعسلوپه رنګ اونامه سره زهر ورکوي.

نتيجه

موږ د هغه نتیجې ژوندي شاهدان یوچې غربیانوپه ډیره ماهرانه توګه په اسلامي نړۍ کې دتفرقې تخم څنګه وښېندی، په یوه هیوادکې یوه ته وروراو بل ته دښمن وایي،تردې چې په یوه فامیل کې یوه ورور ته دوست او بل ورور ته دښمن وايې،یوه ته میانه رو اوبل ته سخت دریزی وایي، یوه ته سم اوبل ته تروریست وایي، په دې توګه یومسلمان ورور د بل مسلمان ورور په وړاندې توهینوې، بندې کوې، حتی وژني يې،او هغه بل نااهله اوبې غیرته هم داسي ر‌‌‌ډي سترګې ورته ګوري تر دې چې کله کله دهمدې هدف لپاره یو ورور دبل ورور په مقابل کې استعمالوې، هغه دژړ، سپین او سره غوایي لوبه یې پېل کړيي ده، یو یو وهي او خوري، اوبل ورته ګوري، په همدې توګه غرب بریالی سو چې داسلامي نړۍ ډیری هیوادونه یي بي ثباته کړه، نظامونه یې دمنځه ولاړه، اقتصاداوشتمني یې ټوله تباه سولي، قومونه او ولسونه یې په خپل منځ کې په جنګ سره اخته سوه، لکه افغانستان، پاکستان، عراق، لیبیا، سوریه، مصر، او دالړۍ په کراره کراره اوس داردن، لبنان، ترکیي اوسعودي عربستان پولوته ور روانه ده، کیدای سي دالړۍ همداسي داسلامي نړۍ هرهیواداوهرکورته ورننوزي، دشیعه اوسني، د عجم اوعرب ، دقوم اومنطقې او داسي نورو مختلفونومونوسره، همداد وينوتویول به دوام لري، لویدیځ به کله دیوه طرف اوکله دبل طرف پله درنه وي اوکه اورسړيږي نوبیابه نورتيل ورباندې ښېندي.

مسلمانان بایدپه دې پوه سي چې دادغربي نړۍ هغه شومي دسیسې دي چې دمسلمانانوپه وړاندې باندي په ماهرانه توګه پلي کیږي، علماء او سیاسیون باید خپل ملتونه پوه کې چې دادمسلمانانو دزوال دسیسې دي، دچارو واکداران بایدپه دې پوی سي چې د غرب داسي منافقانه دوستي د مسلمانو ملتونوسره دښمني ده، واکداران باید دملتونودنجات په فکرکې سي، کنه نو خبره به دهري ورځي په تیریدو سره دخرابي لور ته روانه وې ، نه به دین سي اونه به دنیا ور سره وفاوکړي.

په همدې اساس موږویلای سوچې غربي نړۍ چې اوس یې سالاري امریکاکوي کله هم دمسلمانانولپاره سوبه نسي راوړلای اونه په سوله اوثبات کې دهغوی سره مرسته کولای سي بلکه باالعکس؟؟ په دې موخه دهغوی سره امنتي قراردادونه کول، هغوی ته اډې ورکول دمسلمانانولپاره سل په سله تاوان دی،که څه هم دیوڅوکسانولپاره به موقتي ګټه ولري.

11 thoughts on “آیاامریکایان مسلمانانوته سوبه راوړلای سي؟/ مولوي ضعیف”
  1. ښاغلی ضعیف سلامونه اودرناوې مې ومنی. تاسې ته ما شاالله مولوې ویل کیږې ا په ډیروخبرو پوه او خبر یې!!!!!!! هغه چې وځان ته سنې حنیفې مذهبه مسلمان ، اویا شیعه مسلمان وایې !!! (دوه ګاونډیانو) څه را سره وکړه ؟!!!! څه ګیله دکفارو او بیګانه وو څخه. ته او خپل خدای تر کفارو دې کم دښمنان دې؟ لومړۍ پوښتنه به زما اوستا دعلماوو څخه کیږې دقیا مت په ورځ !! قوله علیه اصلوت والسلام : السا کت عن الحق شیطان اخرص.که ددغو ګاونډیانو تر رهبرۍ لاندې ۳۶۰۰ کاله وجنګیږو نتیجه به یې صفروې اوس خو لا (۳۶) کاله جنګیدلې یو!!! ځکه : انما الا عمال با النیات . ددوی نیت اوحب زموږ سره څنګه دی (حب فی الله اوبعض فی الله) دی؟؟؟؟؟؟؟؟

  2. ضعیف صیب تاسی د امریکایانو د اهدافو په هکله ډیر ښه مطالب لیکلی دی خو د دی ترڅنګ مو باید دی خبری ته هم اشاره کړی وای چی که د اسلامی نړی واکدارانو لږ خپلو خلکو ته د انسانانو په سترګه کتلای او د هغوی انسانی حقوقو ته یی احترام درلودلای نو لازمه نه وه چی امریکایانو ته یی پناه وړی وای ځینی دا میراثی واکداران په تیره په عربی هیوادونو کی د خپلی واکداری د دوام لپاره او د خپلو خلکو له ویری پر غربی نړی اتکا کوی او ځینی یی بیا په ډیره سپین سترګی او د زور له لاری غواړی پر ولسونو حکومت وکړی لکه د طالبانو ډله . آیا طالبانو دافغانستان خلکو ته د انسانانو په سترګه کتل ؟ آیا طالبانو د افغانستان تعلیم یافته قشر مزدور کاری ته مجبور نکړل او پر ځای یی بیسواده او د نورو منفی صفاتو خاوندان د ملا د پیشوند په نوم پرخلکو واکمنان نکړل؟ آیا افغانستان یی د نړیوالو ترهګرو په مرکز نه وو بدل کړی ؟ آیا د افغانستان په پوځی ځایونو کی پنجابیان ، چیچنیایان ،عرب او عجم ترهګرځای په ځای نه وو؟آیا طالبانو د خلکو په تیره د ښځو پر مخ د ښوونځیو دروازی ونه تړلی ؟ په همدی ډول داسی نور په لسګونو او سلګونو موارد شته چی دطالبانوسره نوره د افغانانو ګوزاره ګرانه وه . امریکا که څه هم همیشه په نړی کی د جنایتکارو ډلو ټپلو ملاتړ کړیدی او په هیڅ ځای کی یی د مترقی او روښانفکره کړیو د ملاتړ مثال نشته خو یو ښه یی چی د افغانانو سره وکړه هغه دا وو چی دا ځپل شوی او له پښو غورځول شوی هیواد یی د طالبانو ، پنجابیانو او نورو تروریستانو له واکمنی او منګولو څخه وژغوره او زه د یو افغان په حیث یوازی د امریکا نه په همدی ټکی منندوی یم .

    1. بلوچ صاحب!
      سلامونه او نیکې هیلې موومنئ.
      ستاسو له یوې خبرې سره زه له سره موافق نه یم او هغه داچه تاسې وایاست چې امریکایانو افغانستان له بهرنیو ترهګرو خلاص کړ او تاسې په پټو سترګو ددوی منندویې کوﺉ. ستا په باره کې هغه د دري ژبې متل را په یاد شو چې وایې: پهلوان زنده خوش است. که له تاسره داومنم چې امریکایانو مونږ له بهرنیو ترهګرو خلاص کړو نو ولې دا اوس مو کوم حال دی؟ او اوس مو په ملک او هیواد کې د څو بهرنیو استخباراتي کړیو غلامان او ایجنټان ګرځي؟ ته پدې خپل هیواد کې له دیموکراسۍ او ستا په تعبیر آزادۍ سره په خپله اراده ګرځیدلای شې؟ د افغانستان آزادي که له بهرنیو ترهګرو پکاروه نو له دې بې حیا او وحشي ځناورو هم پکارده چې نن زما او ستا په کوڅو کې د لیونیو سپیو په ښکته او پورته ځغلي. غلامي که د آی ایس آی وي که د موساد وي او که د راو وي او که د سعودي د مباحثو یعنی له کفري ادارو نیولې بیا تر تش په نامه اسلامي ادارو پورې ټوله غلامي او بدبختي ده. زمونږ د ګران هیواد افغانستان په ګته نده او باید مونږ یو آزاد او خپلواک افغانستان ولرو.

  3. مولوي عبدالسلام ضعیف صاحب
    له هرڅه مخکې دنبي کریم صلی الله علیه وسلم مسنونه او ښکلې ډالۍ درته وړاندې کوم.
    ستا سو لیکنه مې ډیره په غور او پور فکر او تدبر سره ولوستله، په پاې کې یې دالله تعالی سره سپېڅلې مینې دیته اړکړم چې څه ناڅه درته ولیکم:
    • هر هغه څوک چې مسلمان وي او د الله تعالی په قول ایمان او باور ولري، هیڅکله دا هیله او امید نه کوي چې کفار او په ځانګړې توګه یهود او نصاری دې د دوی ترمنځ سوله او سمسکی راولي. خو زمونږ مسلمان ولس ګیله خو له تاسو شان مخکښو څخه ده چې ولې مو له زندان څخه له راوتلو تر اوسه د طالبانو او نورو افغان وروڼو ترمنځ د سولې راوستلو او خبرو اترو ته د زمینې برابرولو هڅه نده کړې؟ تا سو خو په کابل، دوبۍ، ترکیې او نورو هیوادونو کې خلاص مټ ګرځیدلای شئ او د طالبانو له مشرانو او کشرانو سره هم دا موضوع په پوره واک شریکولای شئ.
    • له امریکایانو سره له نږدې اوسیدو، د۱۳ کلونو بدمرغې جکړې له غځیدو، او دې ټولې غمیزې لاهم له اوږدېدو وروسته، به دا درته جوته شوې وي چې نه په کابل د دیموکراسۍ په نامه چیغې وهونکي د دې ملت او مسلمان ولس په غم کې دي او نه هغه څوک چې ددغه خوار او مظلوم ولس بچیان په یوه او بل نامه ترتیغه باسي او پدې هم ښه پوه شوی یې چې امریکایان او نوره کفري نړۍ هم دلته د دې لپاره نده راغلې چې د افغانستان هیواد او مسلمان افغان ولس ته سوله او قراري راولي. نو بیا ولې تاسې هم ورته قرار ناست یاست او لاس مو تر زنې ورته نیولی او دا وایې چې هیڅوک زمونږ لپاره سوله او امنیت نه غواړي. ولې د سولې او خبرو اترو لپاره زمینه نه مساعدوﺉ؟
    • هغه تورې او بدمرغه ورځې خو دې هم تیرې کړې چې د امریکایانو په زندان کې وې، د ځان په شان نور زندانیان دې هم ولیدل، ته خو راووتلې اما داسې ځوانان شته چې تراوسه بې له کومې معلومې ګناه په هماغه بدمرغه ځای کې شپې اوورځې د آزادۍ په هیله سبا کوي، دهغوی او دهغوی د کورنیو لپاره دې د غم خوړلو په موخه کوم ګامونه ترسره کړل؟ کومه دروازه او د فرعونیت در وټکاوه چې د خدای په خاطر له هغو انسانانو سره داسې یا هاغسې ناکردې ترسره کیږي، هغوی وژغورﺉ!!
    • خدای جل جلاله دې دهغه چا سترګې پوچې را وباسي چې پدې خوشحاله او یا پدې هیله وي چې امریکایان باید په افغانستان کې اډې ولري او یا دې له دغه ستر شیطاني او طاغوتې تش په نامه ځواک سره امنیتي تړون لاسلیک شي. بیا هم ته وګوره دغه تړون چا لاسلیک کړ؟ او چا ورته زمینه برابره کړه؟ په کوم ځای او په کوم وخت کې موضوع له افغان بېوزله ولس سره شریکه شوله؟ له یوې خوا په کابل کې د امریکا غلامانو داسې منډې تړې پیل کړې چې ولس ته یې له امریکا سره د امنیتي تړون نه لاسلیک له قیامت او مرګ سره تشبیه کاوه او بلې خواته پاکستان او ایران او نورو هیوادونو افغانان په کرایه واخیستل او تش په نامه یې د تړون ضد نارې سورې پیل کړې او پدغه غوبل کې یې له ولس او مسلمانو مخلصو بچیانو لاره ورکه کړه او هماغه تور او د غلامۍ تړون بالآخره لاسلیک شو. اما دادي له لاسلیکیدو وروسته هم افغانان په قراره نشول او هره ورځ لاهم په وینو او خاور لت پت کیږي. تاسې ولې همدا اوس د افغانانو ترمنځ د ناستو، مفاهمې او روغې جوړې لپاره کوم ګام نه پورته کوﺉ؟ سوله، روغه اوجوړه کوم خورا غټ او غوښن غویي ندی چې تا سو او یا افغان ولس ته په خیرات کې ورکړل شي. پخپله ځانته سوله او له نورو سره دخبرو اترو لاره هواړه کړﺉ!! که نه نو بیا همداسې خپل ټول عمر په همدې مظلومیت کې تېرکړﺉ.
    • مولوي صاحب ضعیفه!
    دالله تعالی په خاطر ته مخکې شه! مونږ مسلمان افغان ولس به درپسې شو او د ښکېلو غاړو ترمنځ به د سولې او روغې اوجوړې لپاره دلاره د هوارولو کوششونه پیل کړو، که خدای جل جلاله کول آخر به دا ورانه او ویجاړه د افغان مسلمان ولس بېړۍ دسولې او استقرار اسلامي ساحل ته ورسوو.

  4. تاریخ ته په کتو سره دی تحلیل دی لیکنه پر ځای ده خو کومه لاره چی طالبانو تعقیبول او یا یی هم اوس تعقیبوی هغه مطلقا د امریکایانو د منافع لپاره ده .
    که طالبان ، او داعش غوندی خلګ نه وی نو مسلمانان به هیڅکله پر سخت دریځ او میانه روه نه ویشل کیږی .

  5. دملا عبدالسلام ضعيف ليكنه خورا خوزه او كه تاريخ ، او اوسني حالاتو دجهان ته نظر واجول شوي ديره دقيقه ليكنه ءي كري .
    مكر زه دده دليكني خخه دا بر داشت هم كوم .جه اساسي مسولين خوك دي.
    اساسي مسولين؟
    ١/دنو شتي به بر داشت سره اساسي مسول دولت ،؟ سعودي عربستان دي جه شرائط ءي دامريكا دباره به أوله كي دكويت او دعراق ل ه لإنجي او بحرانه شروع أوتر اوسه آدامه لري.
    ٢/بياهم دنو شتي دبر داشت خخه اصلي محرك أودّ تولي وضعي دخر أبوالي به إسلامي او غير إسلامي هيوادو كي وروسته دكويت خخه هغه ءي شروع وه تر دي دمه جهاني ظالم او خونخواره هيواد أمريكا ده.
    مونز هيوادو ال ددي خخه لوي بند او عبرت وأخلي .

  6. پوځي-سياسي ګټو فكر څنګه او كومه ځايه پيل كېږي او د چېرې ځي؟
    څوك يې د سون توكي دي؟
    د وسلو كمپنيو مشر؛ ته ورشه ولسمشر ته چې ترهګرو جوړولو لپاره پټه بوديجه جوړه كړي؛
    لابي كوونكو؛ زموږ ګټه څه ده؟
    د وسلو كمپنۍ مشر؛ ترهګر به په جنجالونو كې واچوو بيا به يې د خپل دوښمن پر وړاندې وكارو او په خپل حكومت به وسلې خرڅې كړو تر څو يې ترهګرو ته وركړي؛
    لابې كوونكی؛ نو كه ترهګر بيا زورور شي او موږ سره جګړه وكړي؟
    د وسلو كمپينو مشر؛ هاهاهاه۔ دا خو مو نو اصلي موخه ده چې يو په بل به يې داسې وهو چې په هماغه پابريكه كې به د دوی په وړاندې نوي او تازه دمه او ترهګر لږ سپېڅلې وروزو او دوی بيا زموږ حكومت سره په جګړه كې بوخت كړای شو نو بيا خو نو مزې دي مزې؛ ټولې وسلې او نوې ټكنالوژي له موږه اخلي او د ولسونو غم يې د ترياكو په زور خورو؛
    لابي كوونكو او امريكې حكومت؛
    لابي كوونكی؛ ګوره چې پلانی دوښمن٬ روسيه خورا ډېره خطرناكه ده؛
    د امرېكې ولسمشر؛ هو هو هو ؛ نو څه وكړو؟
    لابې كوونكی؛ بايده په خپله سيمه كې يې په جنجالونو اخته كړو؛
    دامريكې ولسمشر؛ هغه څنګه؟
    لابي كوونكی؛ د هغه پر وړاندې يې خپل سيمه ايز هېوادونو كې ولسونه راوپاروو؛
    د امريكې ولسمشر؛ هو هو چې د ډيموكراسۍ خبرې او تبليغات ورته وكړو؛
    لابې كوونكی؛ هو بلكل خو دا دومره زوروره وسيله نه ده؛ په دې باندې هلته څوك سر نه وركوي؛
    د امريكې ولسمشر؛ نو بيا؟
    لابي كوونكی؛ دلته يو روسی دی د الكزندر بېنګسن په نامه هغه ډېرې څېړنې كړي دي هغه يوه تګلاره لري۔
    د امريكې ولسمشر؛ روسی په توپ ووله؛ دلته يې رانه ولې چې دا سپينه ماڼی به ټوله كمونېسټه كړي۔ هغه څه وايي؟
    لابې كوونكی؛ الكزندر بېنيګسن وايي چې په اسيا٬ افريقا٬ اروپا او په ځانګړې توګه مينځنۍ اسيا كې موږ رسانو ته سخت جنجالونه جوړولای شو؛
    امرېكې ولسمشر؛ واه واه ٬ ډېر ښه؛ د مور شېدې سه په دې ښه زيري؛ نور څه وايي چې څنګه؟
    لابي كوونكی ؛ هغه وايي چې په دې ټولو سيمو كې مسلمانان شته دي او په دوی كې ځانګړې ځانګړې حلقې٬ طريقې٬ داړې او سازمانونه لري۔ او په ټولو كې د نقشبنديه طريقه ډېره رازداره ده او دوی كولای شي چې نور مسلمانان د خپلو حكومتونو او روسانو پر وړاندې راوپاروي او ان وسلې اخيستلو يانې جهاد ته يې اړ باسي؛
    امريكې ولسمشر؛ ههههههههههههههههمممممممممممممممممممممممممم؛
    د امريكې ولسمشر؛ زما يې بيا ګټه څه؟
    د وسلو كمپنيو مشر؛ ستا پټ كمېشن موږ سره دی؛ ته غم مه كوه؛ په بشريت كې داسې قوت لانه دی پيدا شوی چې زموږ په كميشن خبر شي او يا څه وكړي؛
    د امريكې ولسمشر؛ ههههممممممممممممممممممممممممممممممم۔
    امريكې حكومت پالسي جوړوي؛
    د امريكې ولسمشر؛ د سی ای اې مشره︕ ته ولاړ شه او د هرې سيمې لپاره يوه پروژه جوړه كړه؛ يوه د اسيا لپاره بله د ټولې امرېكې٬ لپاره ٬ بله د افريقا لپاره او بله د اروپا لپاره چې هلته موږ د خپلو ګټو خوندي كولو لپاره كسان وګومارو؛
    د سې ای اې مشره؛ موږ دغه پاليسي د اسيا لپاره د الكزند بينيګسن د څېړنو او مشورو په رڼا كې جوړه كړې ده چې هلته د انګريز د استخباراتو د تجربو په اساس ولاړه ده او ښه بريالۍ ده؛
    د امريكې ولسمشر؛ ښه ښه ته يې راته تشريح كړه۔
    سي آی اې مشر؛ موږ به د اسيا لپاره اشيا فونډيشن جوړ كړو؛ اشيا فونديشن به هلته څلور كارونه كوي؛
    • اسلامي عقايدو پوهنځيو له لارې دې ولسونو ته ديني تبليغات او په ځانګړې توګه افراطي او وينې بهولو او بغاوت اسلامي فكر او هغه كتابونه خپروي چې خلك جګړې٬ افراطيت او بغاوت ته راوپاروي٬ او پپه دې پوهنتونو كې به كسان سي ای اې لپاره ګوماري؛ د دوی د ځوانانو پام به هغو خبر ته واړو چې دوی ورباندې ژر قهر كوي لكه لوڅ مخ︕په افغانستان كې امان الله خان په وړاندې د انګريز كاميابه پاليسي۔
    • د مذهبي كورنيو لكه مجددي خيلو سره مالي مرستي چې انګريز كولې هغه به جاري ساتي او دوی به زموږ په اشاره چلېږي
    • په پوهنتونو كې به ځوانان په ګوته كوي تر څو امريكې ته د تحصيل لپاره راشي او هلته موږ ورباندي كار وكړو او د شوري پر وړاندي يې فكر بدل كړو؛
    • هلته به د تعليمي ادارو سره مالي مرستې كوي۔
    د امريكې ولسمشر؛ ښه نو دا به په كومو هېوادونو كې كار كوي؟
    سي ای اې مشر؛ د اسيا په ټولو اسلامي هېوادونو كې؛ په ځانګړې توګه٬ پاكستان٬ افغانستان٬ ايران او دا نور ټول؛
    د امريكې ولسمشر؛ د دې هېوادونو به څه رول وي؟
    سي ای اې مشر؛ نور هېوادونه به وروسته درته تشريح كړم خو افغانستان بې وزله هېواد دی او زموږ مرستې څه چې د هر چا مرستو ته ښه راغلاست وايي ؛ او پاكستان د انګريز پاليسي خپله كړې ده؛ په افغانستان كې د انګريز د ملګرو سره مرستې كوي او هلته د تجار پير ٬حضرت ٬ ولې٬ سادو٬ ملنګ او ملا په نامه خپل كسان استوي او خپل كار يې روان دی؛
    د امريكې ولسمشر؛ د دوی ګټې څه دي چې موږ په هغه خپل فشار بيا واچولای شو او موږ ترې هم ګټه پورته كړو؟
    سي ای اې مشر؛ پجنجابيان او پوځ دغه غواړي؛
    • پاكستان غواړي د افغانستان څخه نيول شوې خاوره او ولس هضم كړي٬
    • افغانستان تر خپل ولكې لاندې راولي او مينځنۍ اسيا ته د تجارت كړل او واك تر خپل واك لاندې راولي
    • د كشمير سيمې تر لاسه كولو لپاره پښتانه وكاروي
    • د كشمير په بهانه د هند سره په سيمه ايزه سيالۍ كې افغانستان د ځان لپاره ژور مورچل جوړ كړي
    • او په خپله پاكستان كې د ننه د پښتنو ملي فكر ووژني
    • او پاكستانی پوځ غواړي چې د جنجال په جوړولو سره نوې وسلې او ټكنالوژي تر لاسه كړي
    • د سېمې مخدره موادو قاچاق په خپل واك كې راولي
    د امريكې ولسمشر؛ د سعودي او عربو څه ګټې دي؟
    د سي ای اې مشر؛ سعودي دا لاندې ګټې لري؛
    • په دې سيمه جنجال به د مينځنۍ اسيا تېل او ګاز به نورې نړۍ ته نه رسيږي
    • دوی به د مسلمانانو تر نامه د ترهګرو ملاتړ كولو څخه د ټولو مسلمانانو مشري تر لاسه كړي او دا شهرت به دوی ته د خپل وهابيت خپرولو لپاره لاره هواره كړي چې په خپل وار سره به دوی د خپل سيلاني تجارت ته وده وركړي او ډېر مسلمانان سيلانيان د دوی هېواد ته د حج لپاره ورشي چې د دوی د حج ګټې به خورا اوچتې شي۔ دوی څو ځله شكايت كړی چې د حج سيلانيان كم شوي او ګټه يې كمه شوې ده۔
    • دوی د امريكې د په دفاعي كمپنيو كې پانګونه كوي
    دامرېكې ولسمشر؛ كه چېرې د دې هېوادونو ولسونه په سياسي ډول راوېښ شي بيا؟
    د سی ای اې مشر؛ موږ ورته پروګرام جوړ كړی دی؛ كوښش كو چې د دوی ټول سياسيون او فرهنګيان په پيسو او مرستو روږدي كړو نوی به هېڅ ملي كار ونشي كړای او ولس كې به يې د غريبانو د غږ اوچتولو مخ نيوي لپار ترياك او پوډر خو شته پخوانۍ د برېتښ انډيا كمپنۍ وسيله︕
    دامريكې ولسمشر؛ ههههمممممممممممممممممممم بده بلا يې؛
    د امريكې ولسمشر؛ ته به دا ټول برابر كړې او زه به پرې هوكړه وكړم او دغه هېوادونو ته همدا خبرې وكړه؛
    سي ای اې مشر؛ سمه ده ته بېغمه شه؛ نورې خبرې هم شته؛
    بيا نور؛

  7. د حل لاره؛
    د باطل\جنايت غندل او د جنايت كوونكي محاكمه غوښتل چې زموږ حق دی؛
    1- د ترهګرو د پروژې څښتنانو٬ جنايت كوونكو ٬ فرعونانو او فاشستانو (جفف)٬ ترهګرو او ټولو جنايت كوونكو پر وړاندې كلكه او پياوړې وجداني او ايماني سياسي ملي او نړۍ واله مبارزه پيل كړئ۔
    2- څوك چې غولول شوي دي چې جفف يې واكمن كړی ٬ هغه دې نر غوندې خپله پښېماني څرګنده كړي د خپل ولس او خدای څخه دې بخښنه وغواړي او چا چې غولولي دي هغه دې له ګرېوانه راونيسي او په كلكو ټكو يې دې وغندي او په هر ځای كې يې دې تونالت پرې ووايي او محاكمې ته يې هم راكش كړي؛
    3- په طالبانو كې كه چې د پښتنې مور شيدې رودلي وي نور دې د افغان وژنې څخه دې لاس واخلي په وجداني او ايماني سياست كې دې برخه واخلي كنه بيا موږ به د دوی هره افغان وژنه جنايت بولو لكه د پخوا په شان او د محاكمې غوښتنه به يې كو او كه چېرې دوی د كړاو څخه وروسته د عدالت غوښتنې په لړۍ كې نامينده شوي وي او د غچ اخيستلو لپاره خپل غيشی دی د پنجابي يرغلګرو٬ يرغلګرو او افغان جفف ټټر ته ور برابر كړي نو موږ د دوی داسې عمل پر وړاندې هېڅ وجداني دليل نه لرو چې مخ نيوی يې وكړو او يا خدای مه كړه چې ويې غندو۔
    4- د ژغورنې يانې ولس او هېواد پالنې (پښتون\افغان نشنليزم) فكر او جرگه جوړول، سياسي او ټولنيز شعور او ارزښتونه خپرول او ټينگول د وخت اړتيا!

    موږ په ټولو هغه سياسي او ټولنيزو ځواكونو او خوځښتونو غږ كوو چې د جنايت كوونكو ٬ فرعونانو او فاشستانو (جفف)، يرغل، مافيا، سياسي ملنگۍ او پنجابك، ايران او نورو پرديو غلامۍ ضد دي چې د ۴ مې خبرې په بنسټ په ميړانه راميدان ته شئ چې په ګډه دا وجداني او ايماني سياسي ملي او نړۍ واله مبارزه په ګډه وكړو!
    باطل وغندئ:
    د جنايت كوونكو ٬ فرعونانو او فاشستانو (جفف) او ټولو كورنيو او بهرنيو جنايتونو غندو او د دوی محاكمه وغواړئ︕
    او حق يانې دغه ۴مه خبره پلي يا ټينگه كړئ︕
    او د پېښور او كوېټې مشرانو تاسو يې هم په خلاسو غوږو واورئ؛
    موږ د كوزې پښتونخوا په سياسي او ټولنيزو ګوندونو په ځانګړې توګه عوامي ملي او پښتوخوا ملي عوامي ګوندونو باندې غږ كوو چې د پښتون د خپلواكۍ لپاره په نره مبارزه وكړئ︕
    زموږ غوښتنه له تاسو دا ده چې:
    د كوزې پښتونخوا په دوه ښارونو لكه پېښور او كوېټه
    او د پاكستان په دريو نورو ښارونو كې لكه لاهور٬ اسلام اباد او كراچۍ كې
    د پښتون\افغان ژغورنې لپاره همداسې لويې لويې غونډې جلسې وكړئ او په دې پينځه ښارونو كې لږ تر لږه يو يو لك پښتانه د يوې تر شپږ مياشتينۍ د لوږې ناستې او لاريون ته راوباسئ او تر هغې مو مبارزې ته دوام وركړئ چې هم ټول بشريت خبر شي او هم مو د پنجاب پوځ او واكمن دې ته اړ اېستلي وي چې دوی د پښتون په كور دا اور بند او لاسونه لنډ كړي او دغه لاندې خبرې يې منلي نه وي؛
    د افغان ولس د زړه غږ شعاورنه:
    1. موږ په لروبر پښتون خاوره كې د پنجابي لاسوهنه بندول غواړو︕
    2. موږ خپله خپلواكي غواړو︕
    3. كنه بيا د نلسن منډېلا تجربې ته لاس اچوو︕
    تر څو مو په نره توره د غني خان او مېرزا علي خان د غږ مبارزه نه وي كړې دلته به هم مرم او هلته به هم مرم او د پنجابي٬ ناټو او نورو په سياسي قصابۍ به د قصابۍ لپاره ولاړ پاتې وم؛

    كنه تاسو به له دې كاروانه پاتې او د ټولو مزل اوږد او د ګډ جففيت يانې څلور سره ښامار او يرغلګرو د ترهګريزو پروژې او د هغه پروړاندې د غبرګونونو خوراك به شئ او د لوی خدای د قهر او غضب وړ!

  8. ملا ضعيفه امريکا ، انګلستان ، ای اېس ای او سپاه پاسداران د افغانستان د مظلوم ولس دټکولو او بربادولو لپاره داسي
    يو سلاح جوړه کړې ده چي دوی ته په ډېر لږ مصرف تماميږي اما د افغان او افغانيت د محوه کولو لپاره ډېره مؤثره
    ده ، دا سلاح مکتبونه په کنډوالو تبديلوي او په شاګردانو او معلمانو يې هديرې ډکوي ، داسلاح هيڅ پول او سړک روغ
    نه پرېږدي ، دا سلاح نه د مسجد احترام لري او نه هلته د قران او د مسلمان، دا سلاح د قومي مشرانو او علمي کدرونو
    د وژني لپاره د ای اېس ای او ملا ابليس فضل په مستقيمه قومانده کار کوي ، ددې سلاح فابريکې انګرېز و ای اېس ای
    ته په پاکستان کي ورجوړي کړي دي او د ميوند د غزا انتقام په اخلي د هغه جنګو انتقام اخلي چي شرموونکي ماتي يې د افغان له لاسه خوړلي وې ، نو که رښتيا ځان ته افغان او مسلمان وا يې را سه چي د دغه سلاح د منځه وړلو لپاره چي افغانستان په خرابوي يو چاره و سنجوو او مخه يې و نيسو نه چي ته ماته د اول او دوهم عمومي جنګ د
    وژنو خبري کوې ، دا ووايه چي تا څو ووژل دا اوس چي وژل کيږي دا څوک وژني ، خلق
    او پرچم او ستاسي اوسني دوستانو روسانو څومره ووژل ، جمعيت او حزب اسلامي دي څومره و وژل ، تاسي د پښتنو
    د محوه کولو لپاره د انګرېز، ای اېس ای ، امريکا ، ايران او شمالي ټلوالي په لاس کي يو اله ياست او هغو ته مو دغه
    بهانه په لاس ور کړېده چي طالب تروريست دی او موږ يې نه پرېږدو هغه خلګ د هوا څخه ولي او تاسي پر مځکه يې نه په واده کي پرېږدی نه يې د خدای په کور کي پر سجده باندي پرېږ دي او نه مو هم د مکتب او د واليبال په
    ميدان کي نه موپر زاړه رحم کړی دی نه مو پر واړه ، چي پښتون وي او د پښتنو کار په کيږي با يد ووژل سې .
    په عمل کي يې ښکاره کړی چي مسلمانان ياست ، مسلمان خو مکتب نه ورانوي ، مسلمان خو کوچنيان د علم د زده کړي څخه نه محروموي ، مسلمان بايد عام المنفعه ودانی او تاسيسات وران نه کړي ستاسي اعمال خو ټوله د اسلام
    مخالف دي ٠

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *