د بلخ له ولایت څخه د عطا محمد نور استعفا یا هم په بله مانا د هغه لرې کول، همدومره عادي او ساده خبره ده، لکه له میدان وردګو ولایت څخه چې ځونډي ګل زماني استعفا وکړي یا لرې شي. د دې پېښې ساده ګي او نارمل بودن له دې ښکاري چې عطامحمد نور د نظام د یو والي په توګه د ولسمشر د یو فرمان په ترڅ کې مقرر شوی دی او هغه د خپلې استعفاء په ترڅ کې له دې منصب څخه ځان عزل حساب کړی دی.
د بن په تاریخي غونډه کې د افغانستان د نوي دولت په تشکیل کې د جمعیت ونډه نادیده نه نیول کېږي. د جهادي سابقې دا راډیکاله قومي ډله چې په خپل وخت کې یې د دین په نوم مشخص قومي او سیاسي برنامه درلوده، ګومان وکړ چې د خپل منسوخ مفهوم له مخې درې سوه کلن حکومت ته د پای ټکی ږدي او د نوي دولت په ټولو واګو شریکیږي.
د شمال ټلوالې په وجود کې د افغانستان په څېر د یوې تاریخي ټولنې د کنټرول او رهبرۍ مسوولیت ترسره کول، یوه ډېره غلطه او بې مانا پرېکړه وه. شمال ټلوالې چې د نړیوالې ټولنې دا عظیم او بېشانه احترام ولید، ګومان یې وکړ چې دوی ته دا هر څه د دوی د حق او ظرفیت په موخه رسیدلي دي. تېر پنځلس کلونه د شمال ټلوالې له لوري د دولت اجرايي چارې پر مخ وړل دا وګړي د چوکۍ میراثي او حیثیتي مسلې ته ور کش کړل.
عطا محمد نور چې د افغانستان د کورنۍ جګړې د کلونو ډېر مشهور او تاثیرګزار شخصیت نه دی تېر شوی، د خاصې او ځانګړې کاریزما او سیاسي بصیرت څښتن هم نه دی. د عطا نور لپاره د هغه بې اندازې پیسو او د قدرت وهم دا هر څه مهیا کړل چې ګومان وکړي، د سترې سیاسي ایډیا او لارې مشال دی.
ښاغلی نور دا هم له ځانه لرې نه بولي چې په اوس وخت کې د ټولو تاجیکانو د سر سیوری او ګټو ساتونکی دی. تېر پنځلس کاله د یو عظیم ولایت والي پاتې کېدل د عطا لپاره دا توهم لا زیات کړ چې دی د سیاسي توازن یو نه هېرېدونکی لوبغاړی دی. عطا دا هېر کړي دي چې د والي تقرر او عدم تقرر د ولسمشر د صلاحیتونو برخه ده.
د عطا محمد نور د استعفاء کیسه څلور مهمې نتیجې لري:
لومړی: ښاغلی نور دا مني چې یوازې یو والي دی او له دندې څخه د لرې کولو واک یې له ولسمشر سره محفوظ دی؛ نو له دې مخې د استعفاء ورکولو منطق پياوړی کېږي. عطا محمد نور دا هم مني چې استعفا یې لیکلې او ولسمشر ته یې سپارلې ده. خپله د استعفاء منل او لیکل مهمه سیاسي نتیجه لري.
دویم: د سیاست په ډګر کې عطامحمد نور د یو پیسه دار او مقتدر والي حیثیت درلود چې پیسې یو واقعیت او اقتدار یې ډراماتیک توهم و. د ښاغلي نور اقتدار او پیسې د ډېرو لپاره یوه سیاسي الګو جوړه شوې وه چې په لرې کېدو یې دا تابو مات بللی شو.
درېیم: د عامو وګړیو په مخ کې ښاغلی نور د نظام یو مامور محسوب شو چې خپل ولسمشر ته یې د واک څخه د لاس په سر کېدو په موخه استعفاء سپارلې وه. د استعفاء سپارل خپله د ماموریت منل دي.
څلورم: استعفاء ته غاړه اېښودل د ولسمشر او نظام حیثیتي اړخ قوي کوي. زما په اند که مستعفي هم نه وای بلل شوای، دا چې استعفاء د واک څخه د لاس په سر کېدو لپاره یو مناسب دريځ مني، دا مهمه پېښه ده.
د ښاغلي نور، جمعیت ګوند او د هغه د پلویانو لپاره تر ټولو سخت او د نه منلو ځای دا دی چې په دې جریان کې ښاغلی نور قهرمان نشو. د بلخ افسانوي مشر او اسطوروي رهبر له هغه چا سره مذاکرات کړي وو چې د دوی په اند د دوی ستر رقیب بلل کېږي او په دې منځ کې یې هغه ته خپله امضاء کړې استعفاء ورکړې ده. تر دې چې ښاغلی نور استعفاء وکړي، ښه او مفیده لار د دوی په نزد دا وه چې په حکومت کې له کار کولو څخه یې بایکاټ کړی وائ او یا یې هم دولت تر دې کچې مجبور کړی وائ چې دی یې له دندې ګوښه کړای وائ. د جمعیت ګوند او شمال ټلوالې د مخلصینو لپاره د ښاغلي نور دا استعفاء یو ډېره شرمناکه او ستراتېژیکه ماتې ګڼل کېږي چې یو لوی رهبر له قهرمان کېدو پاتې شوی دی.
بله مهه او د تأمل وړ موضوع دا ده چې له ښاغلي نور څخه وپوښتل شي چې ولې یې د شرایطو د نه منل کېدو په وخت کې له ارګ څخه د استعفاء د بېرته اخیستو غوښتنه نه ده کړې؟ که فرض دا ونیسو چې یاده استعفاء د یو شمېر شرایطو په بناء شوې ده، نو که تر اوسه هغه شرایط نه وي پوره شوي، ولې یې د استعفاء په برخه کې له دې وړاندې خبر نه دی ورکړی چې ارګ ته زما سپارل شوې استعفاء نوره جعلي ده او که چېرې یې د شرایطو د پوره کېدو مسله لا هم پآتې وي، نو انتظار دې وباسي چې شاید شرایط یې ومنل شي. د ښاغلي نور د استعفاء اخلاقي او سیاسي ونډه تر دې چې بایکاټ یې کړی وائ یا له دندې ګوښه شوای وائ، څو برابره زیات اهمیت لري. ښاغلی نور باید د دې لپاره هم وستایل شي چې د نظام د حیثیت او اقتدار لپاره له خپل موقف تېریږي او استعفاء ورکوي.
He is worried about his properties in Mazar-i-sharif and his cash money in the banks probably in Tajikistan.
If the elected government can not remove or replace one of the government official this not Democracy, every thing Mr. Ghani does is with the US agreement.