عبد القادر صائب –

ځینی خلک، د تیرو ترخو تجربو او له ستونځو ډک تاریخ له لرلو سره سره، دومره  خوش باوره دي چې د یو سم او هوښیار لارښود له نه درلوولو سره سره د ښه راتلونکې خوبونه وینی. ځینی وايي چې افغانستان به له دې وروسته هغه افغانستان نه وي چې په تیرو درو یا څلورو لسیزو کې وو. ځینی دا وايي چې له امریکا سره په ستراتجیک او امنیتی تړون درلودلو سره به افغانستان په ټولو ډګرونو؛ سیاسی، ټولنیز، مالی، تولیدی او پرمختیایې چارو کې خپلواک او پر ځان بسیا هیواد وی. ځینی بیا وایې چې نور خلک په دې پوه دی چې څوک د خپل زعیم په توګه وټاکی، په چا پسی ولاړ سی او په چا خپل غوږ وګروی. د دوی په اند طالبان له دې امله چې د پردو پر میږوی تړلی دی په راتلونکې کې هیڅ ځای او رول نه لری او امریکا له دغومره غټی پانګونی سره بله هیڅ چاره نه لری پرته له دې چې د افغانستان راتلونکې او د هغه ثبات تضمین کړی. دوی دا هم وایې چې جګړه ماري، ټوپکوالي، خپل سری او لنډه غر توب نور دلته هیڅ ځای نسی درلوولای. دوی د افغانستان قومی، دینی او ژبنی تعصبونه له پامه غورځوی او د ملی یووالی پر دلدل سپاره دی. دوی د بهرنیو، په ځانګړی ډول همسایه ګانو له لاسوهنی نور په ویره کې نه دی، ګواکی یا خو د هغوی انټرسټ دلته نور پای موندلی یا هغوی نور په خپل ویر اخته دی. خو دا هر څه زما په اند په هغه صورت کې چې ښه زعامت و نلرو، هغسی چې د جنګ ځپلو او ورسته پاته هیوادونو لپاره پکاروی، له خوب او خیال سره شباهت لری.

نه خو د نړی قومونو، هغه چې نن ورځ پر مختللی او ښیرازه هیوادونه لری، بې له دې چې سیاسی، با همته او د لوړ فکر درلوونکی رهبران یې پیدا کړی نه دی او د هغوی تر شا دریدلی نه دی کوم هیواد جوړ کړی او نه چا ورته د هیواد په سترګه کتلی دی. دلته دا څه باندی دونیم سوه کاله کېږی چې ډیری رهبران او د واک او ځواک خاوندان د پردو له خوا ټاکل کېږی/ د هغوی له ادرسه رادرومی او پر دې خلکو تپل کېږی. دلته هیڅ داسی رهبر چې پر خلکو یې زړه وسوځیږی، یوه ښه تګ لاره ورته جوړه کړی او د ښه مسیر لوری ورته وټاکی یا خو پیدا سوی نه دی، یا یې خلکو په پیزندلو کې ډیر ځنډ کړی ده او یا هم د وخت حاکمو ځواکونو په نطفه کې خفه کړی او زیندی کړی ده. تیر تاریخ او اوسنیو حاکمو واقعیتونو ته په کتو داسی نه بریښی چې زمونږ نن دی تر پرون او سبا مو دی تر نن غوره او ښیرازه وی.

که په رښتیا سره انتخابات تر ټولو غوره افشن وی او بې پرې، شفاف او له هر رنګه لاسوهنی څخه پاک انتخابات ممکن وی؛ نو د افغانانو لپاره په شته نوماندانو کې د کوم یوه غوره کول غوره دی او په ښکاره یې کوم یو په نسبی ډول د غوراوی ځانګړتیاوی او ښیګڼی لری. زما په اند د هر یو په بیل بیل ډول و ارزول سی نو ښه به وی:

ډاکټر زلمی رسول: د طب ډاکټر، په قوم محمدزی او د ظاهرشاه له نږدې ملګرو څخه، په اروپا کې یې استوګنه کړی ده، له افغانستان څخه د کابل پرته نوره بلدتیا نه لری، تر ننه د افغانستان خلک د هغه له نوم سره نا آشنا وو، د بهرنیو چارو په وزارت او د ملی امنیت د سلاکار په توګه یې دندی تر سره کړی او هلته یې هم کوم وتلی کار نه ده تر سره کړی، تر اوسه بې واده یانی جره ګرځی. ګومان کېږی چې په ورستیو کې به له خپلی کاندیدی د قیوم کرزی ګټه تیر سی.

قیوم کرزی: د ولشمر کرزی ورور، د سواد په اړه یې کره معلومات نسته، په امریکا کې یې ژوند کړی او هلته یې یو وړوکی رسټوران درلود، ښځه یې امریکایې ده، اولادونه یې اوس هم په امریکا کې اوسی. د لیدلوری په اړه یې کوم ځانګړی نښه نه مالومیږی خو د هغه لپاره کمپاین چلوونکی یې وروڼه، په ځانګړی ډول محمود کرزی، په میدان کې دی.

ګل آغا شیرزی: تر ډیره کچه بې سواد، په خپلو خلکو (بارکزو) او ځینو کندهاریانو کې د پام وړ سټه، د هیرویېنو او قاچاق یو وتلی سوداګر د ډیرو په باور او د ځینو په ګومان له آی اس آی او سې آی اې سره د نږدو اړیکو درلوونکی او د هغوی د باور وړ سړی. د ډیرو اند دا دی چې د قیوم کرزی د ملاتر لپاره دریدلی او په وروستیو کې به ورته تیریږی.

ډاکټر عبدالله عبدالله: د کابل پوهنتون د طب له پوهنځی څخه فارغ سوی، د جهاد په کلونو او د جمعیت د واکمنی په پیر کې د احمدشاه مسعود ځانګړی ویاند او د دفتر ریېس پاته سوی. نوموړی د کرزي د موقتی او انتقالی دورو د بهرنیو چارو وزیر وو. د ۲۰۰۹م کال د جمهوری ریاست په کاندیدانو کې د کرزی تر ټولو نږدی حریف وو یانی دوهم ډیرۍ رایه ګټونکی وو. ډاکټر عبدالله له دې امله چې د شمال د پخوانی ټلوالی مهم غړی وو او د پښتنو پر ضد خورا له کرکې ډک دریځ لري او ملاتړ کوونکی یې هم هغه د شمالی ټلوالې، چې اوس د دې ټلوالی غړی پر بیلابیلو لوریو ویشلی ده، کسان دی نو ګومان نه کېږی چې هغه دی له دې واره پوره ګټونکی رایې تر لاسه کړای سی.

عبدالرب رسول سیاف: له وتلیو جهادی شخصیتونو څخه دی، د مصر له ازهر پوهنتون څخه په دینی زدکړو کې عالی تحصیلات لری او د کابل پوهنتون استاد پاته سوی. د جهاد په دوره کې عربو هیوادونو په ځانګړی ډول سعودی عربستان سره یې نږدې اړیکې لرلې او د اتحاد اسلامی د ګوند مشری یې په غاړه درلوده. د مجاهدینو د رژیم په پیر کې د کابل له هزاره توکمو سره په سخته جګړه کې ښکېل وو او د کابل د لویدیځ ډیری برخه د همدې جګړو له امله ورانه سوه. نوموړی له دې امله چې یو وتلی جنګ سالار او تر ډیره په تیرو وختونو کې جنجالی شخصیت پاته سوی نو ګومان نه کېږی چې ګټونکی رایی به ولری. کېدای سی د کوم بل نوماند په ګټه له خپلی کاندیدی څخه تیر سی.

انجنیر قطب الدین هلال: سول انجنیر او تر ۱۳۵۷ هـ ل کال پورې د ملي دفاع وزارت د طرحې او ډېزان په څانګه کې د ساختمانی انجنیر په صفت دنده ترسره کړي. نوموړی د جهاد په پیر او بیا د مجاهدینو د ګډوډ رژیم په دوران کې پر بیلابیلو دندو پاته سوی لکه د صدارت د مرستیال په ډول دوه واری دنده سرته رسول. د اسلامی ګوند له ډیرو فعالو مشرانو څخه وو. نوموړي له دې امله چې په فعلی شرائطو کې کومه ځانګړی ډله او ملاتړ کونکی نه لری، نو ډیر ګومان دا دی چې ډیرۍ او ګټونکی رایې به خپلی نه کړای سی.

جنرال عبدالرحیم وردګ: په نظامی چاروکې لوړ تحصیلات لری، د جهاد پر مهال د پیر ګیلانی د محاذ ګوند تر ټولو وتلی نظامی قوماندان، د مجاهدینو د رژیم د مسلحو قواوو د لوی درستیز او مرستیال په توګه یې دنده تر سره کړی. د کرزی په دواړو انتخابی دورو کې د ملی دفاع وزیر پاته سو خو په ورستی دوره کې د ملی شوری له خوا سلب اعتماد سو. نوموړي د یو طفیلی او ضعیف شخصیت په در لوولو او له دې امله چې د عمر کچه یې هم ډیره لوړه ده نسی کولای چې د پام وړ رایی به ولری. کېدای سی په ورستیو کې له خپلی کاندیدی و قیوم کرزی ته تیر سی.

هدایت امین ارسلا: په امریکا کې یې په سیاسی او اقتصادی علومو کې لوړی زدکړی کړی، د کرزی په موقته دوره کې د مالیې وزیر او د ولسمشر مرستیال پاته سوی. کومه ځانګړی داسی نښه چې خلک دی هغه ته رایه ورکړی نه تر سترګو کېږی.

ډاکټر اشرف غنی احمدزی: د سیاسی، اقتصادی، ټولنیزو، او تعلیمی چارو کارپوه، په نړیواله کچه د باور او درناوی وړ سړی. په کومه شخړه اختلاص او نا قانونه او جنګی چاره نه ده متهم سوی. یواځنۍ په اصطلاح غیر اخلاقی کړنه چې هغه ور باندی تورن سو؛ د دوستم مرستیالی، خو د دې کړنی لپاره ترټولو ښه لاجیک دا ده چې دوستم هغه نه وو دوستم کړی. له دوستم څخه دوستم لمړی ډاکټر نجیب الله، بیا حضرت مجددی، بیا کرزی جوړ کړ او اوس هغه د خپلو خلکو یانی زیات شمیر ازبکو د چارو واګی په لاس کې لری او له پامه یې غورځول یې کم تر کمه په اوسنیو شرائطو کې غیر منطقی چاره ده.

ډاکټر صاحب ولی له هزاره یا تاجکو جنګ سالارانو څخه یو څوک خپل مرستیال و نه ټاکه؟ ځګه چې د هغه له لومړنی ورځی څخه هدف دا وو چې د شمال ټلوالی لويي لويي سټی او جنګ سالاران له واک څخه ایسته کړی، البته د ښاغلی جلالی هم همدا تګلاره وه چې بیا دواړه نوموړي د همدی کړنو له امله له وزارتونو څخه یا ایسته سول او یا استعفی ته مجبور سوو. که چېری په وچه پروفیسری هغه ته چا رایه ورکولای یا خلکو هغه پیزندلای نو په تیره دوره کې به یې کم ترکمه دوهمی ډیری رایې تر لاسه کړی وای. هغه که واک ته ورسیږی نو زیات نه زیات به یې دوستم معاون وی او یو یا دوې د کم اهمیت لرونکی چوکی د هغه ملاتړو ته په واک کې ور کړی، خو که د شمالی ټلوالی بل هر سړی یې له ځانه سره کړی وای نو په زیات باور سره (که هغه انتخابات وګټی) یوازې هغه به ولسمشر وی او نوره ټوله کابینه، والیان او د پام وړ ادارو چارواکی به د شمالی ټلوالی په واک کې وی.

ځینی هغه ځانګړتیاوی چې په یو مشر یا زعیم کې وي، لکه: نړی لید، پر خلکو زړه سوی، د سولی د لاروچارو پوهاوی او ورته لیوالتیا، پراخ لیدلوری، نړیوال اعتبار او باور،هغه چې د خپلو خلکو پر فکر او اند مثبته اغیزه درلولی سی او زړه ورتیا ولری، تر ډیره بریده په ډاکټر اشرف غنی کې تر سترګو کېږی نه په دا نورو کې. د ډاکټر اشرف غنی یوه بله ځانګړتیا داده چې د ډیرۍ تیکنوکراتان او روڼ آندو ملاتړ له ځانه سره لری. په پایله کې زما په اند اوسنیو حاکمو واقعیتونو ته په کتو که یې ډاکټر اشرف غنی احمدزی وګټی نو تر ډیره بریده د افغانستان د راتلونکې لپاره ښې پایلی درلوولای سی. البته دا زما نظر دی او هر څوک د نظر څرګندولو حق لری.

7 thoughts on “آیا اوسنیو واقعیتونو ته په کتو د یو ښه لارښود (زعیم) هیله لرلای سو؟”
  1. زما لمړی نظر دادی که د قیوم کرزی ښخه امریکایی وی نوفکر نه کووم که افغانان هغه ته رایه ورکړی

    زما دوهم نظر دادی چه افغانان دي نور دخدای څخه وډار شی او هغه چاته دي رایه ورکړی چه لیاقت او شایسته ګی ولری، په خارجی او داخلی سیاست کی پوهه ولری، لاسونه یی دچا په وینو سره نه وی او په وطن کی آمن راولی

    زما دریم نظر دادی چه ما خپلی ټولی کورنی ته مشوره ورکړیده چه که غواړی چه وجدان موپاک اوغاړه موازاده شی نو ښاغلی اشرف غنی ته رایی ورکړی

    زما څلورم نظر دادی چه ښاغلی اشرف غنی ته وایم که چیرته خدای ج دافغانستان راتلوونکی ولسمشر کړی نو دخدای لپاره په واسطو اوانډیوالی به وظیفه چاته نه ورکوی اونه به په وزارتونو ویش اوتالان ګډوی لکه دانن چه کوم انډوخر روان دی

  2. MY ALL AFGHANS BROTHERS,SISTERS SALAMMUALIKUM;
    I LIVE IN NEWYORK.I HAVE NICE LIFE ,
    I LOVE,AFGHANISTAN,I LIKE PEACE.AND NICE LIFE FOR ALL AFGHANS,
    I WANT TO AFGHANS GAVE VOTE TO WHO BUILD AFGHANISTAN.
    I HONEST.ACTIVE LEADERSHIP TEAM.EACH AFGHAN MUST THINK ABOUT THE COUNTRY.
    ASHRAF GHANI SAHEB HAVE KNOWLEGE,GOOD TEAM.
    QAUMKARZAI WILL BE LIKE HAMID KARZAI,ABDULLAH ABDULLAH IS MEDICAlDOCTOR,
    WHEN HE WAS FOREINMINISTER,ALL AFGHAN KUNSOLAT WAS SOLOUT kanada…..
    i belive ashraf ghani is the only leader for next presidency, i hope all afghans support him.
    razmohammed kamawall

  3. سلام دوستانو!
    زما په نظر اشرف غنی احمدزی داسې مطرح کس دی چې بیلکول حساب پرې کیږي رښتیا هم زړه سوند او د وطن او او ملت د جوړیده لیدلوری پکې له ورایه لیدل کیږي او د کاندیدانو له جملې څخه داسو یو کس دی چې حساب پرې کیږي ملي او بین المللی اعتبار لري!!

  4. اشرف غني ډیر هوښیار دی.
    د جنګسالارانو سره جګړه ېې ډیره منطقي طرح کړیده، یو را خپل کړه او د بل ځپل کړه.
    که اشرف غني له یو سره د ملا عمر غوندې د حکمتیاره نیولې تر سیاف پورې ټول د مرګ مستحق وګڼي، ښکاره ده چې د ملا عمر به څیر به اشرف غني هم له لمړي سره ماتې وخوري.
    خو اشرف غني ډیر لوی چال وهلی دی. د دوستم خوشحاله ساتل او د نورو پرې ځپل آسانه دي، د محقق او یا عطا نور متعصبانو را خپلول او بیا د دوی په لاس یو بل ټکول لږ له عقله وتلې خبره ښکاري.

    اشرف غني سره ددې چې د شمال زیاتې راېې به ګټي، له متعصبانو څخه د هیواد شمال هر خلاصوي. ددې کار لپاره د اشرف غني غوراوي (دوستم صیب) ډیر معقول او د وخت او شرایطو سره سم کار دی.

  5. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    وايي! که غواړې په واقعيت پوه شې، نو د خپل او پردي نظريات ولوله يآ ورته غوږ شه، مګر له بده مرغه چې په رسنيو کې د پاليسي تر نامه لاندې او يا هم له کار سره د تړاو په لومه کې زموږ افغاني رسنۍ يا په لومړۍ لومه کې او يآ هم دويمه لومه کې نښتي دي او يا هم د سیمه ييز ذهنيت په چاپېر کې خوندي دي، نو ډېره مشکله ده، چې يوه ناپېيلې ليکنه او يا تبصره وليکل شي او د يو او يا بل سياستپوه د کړنلارې او يا هم د ټولنيزې ادارې او پرمختګ پروګرام وڅېړي، ځکه نو ليکوال هم خولې پټې شي، چې يوه او يا بله پاڼه يې ليکنې او يا تبصرې هم نه خپروي.
    په نننۍ ليکنه او تبصرو کې هم ډېرې خبرې دي او د ښاغلي اشرف غني په سياسي شخصيت کې هم ډېر څه چې د افغان ولس په ګټه نه دي نغښتي دي، مګر اوس يې ليکل يا نا ممکن دي او يا هم داسې ده، چې خپرونې يې تر پوړني لاندې پټوي، خو له يوه واقعيته بايد سترګې پټې نه شي، چې ليا پرون هم د کابل په زړه کې چاودنې وشوې، آيا دغه کار سم دی او که نا سم، بېله پېښه ده، مګر موږ ته يو شی راپه ګوته کوي، چې د افغانستان نننۍ اداره د امريکايانو په موجوديت کې د خپلو مرکزونو ساتنه نه شي کولی، نو د عادي عام ولس به څه ژغورنه وکړي.
    زه پوهېږم زما دغه څو کرښې به بيا يو څو تنه روپاروي، مګر زه غواړم دې ته نغوته وکړم، چې که همدغه طالبان، اسلاميان او د انارشي د زېږندې غله او ټګماران له کنټروله ووځي او لکه پخوا غوندې په لويو لارو پاټکونه جوړ کړي، او لکه د کمونيستانو په موده کې ړانده راکټونه او ميزايلونه په لويو ښارونو واچوي، نو بيا به د ملکي خلکو حال څه وي؟ دا هغه پوښتنه ده، چې هره سياسي ککره او يا وچوړې ټنده يې بايد يو ځلې په خپلو لمدو او وچو مغزونو کې تېر کړي، بيا کېدی شي د افغانستان د سياسي حللارې لپاره يوه نخسه وموندي.
    يو دوست په خپله تبصره کې د يو پر بل د ځپلو خبره کړې ده، چې د کمونيستانو د تره کيـ -امين، کارمل-امين، نجيب -کارمل او بيا د نجيب-ګلم جم کانې راپه يادوي او د ۱۹۹۲-۱۹۹۶ بيا د تنظيمونو انډو خر او د طالبانو انزوايي د ږېرورو واکمني در په ياد کړي، خو وروستۍ لسيزه هم له ګواښونو او ويڼو ډکه لسيزه وه، چې طراح يې د نورو تر څنګ همدا ښاغلی اشرف غني احمد زی وو، نو اوس هم نا څرګنده ده، چې د افغانستان سياسي او جنګي وزلوبه کوم پلو ته کږېږي، خو د روڼآندو وظيفه ده، چې کاږه مسيرونه سيخ کړي، مګر نه دا چې د ډنډو په خړوبو ورګډ شي.

    معه سلاموکوم الاهلول سياسيون و الاهلول مبصرين
    ملا ميوند آخوند

  6. ښاغلي قادر صاحب،

    مننه ستاسو د نظر څخه او تر ډیره حده مو ښه کره معلومات راټول کړي وو او زما باور هم په ښاغلي اشرف غني دي چي واقعآ تر اوسه پوره يي تیر وخت ډیر روڼ راتير کړي او باور ورباندي کیداي شی

  7. قادره وروره
    ټول هر هغه څه چه مطلب ته درسیدو او قا نع کونکی وی ستا تبصره ډیره عمیقه او په زړه پوری ده نن اوسبا خلک ډیر ژاور وچ او فکر کوی څکه اشتباه بیا څای نه نیسی نوښه دباوروړ کس ډاکټر صا حب اشرف غنی ده وبس رایه ورکړی ښه او غوره انتخاب ده
    !

ځواب ورکول میرویس هاشمي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *