نږدې مې ددې لیکنې په پیل کې لیکلي و چې  په دموکراسي او ټاکنو د خلکو د باور د احیا کولو لپاره ضرور ده چې زموږ د هیواد عدلي او قضایي ارګانونه په تیرو پارلماني ټاکنو کې پراخې درغلۍ وڅیړي او د هغه وخت دانتخاباتو د کمیسیون مشر فضل احمد معنوي د محاکمې میز ته راکش کړي، تر څو په اوسنیو ټاکنو کې نور دده په څیر جرآت ونه کړي چې په ټاکنو کې د یوه تنظیم یا یوې سیمې په ګټه پراخې درغلۍ وکړي. خو دا خبره په اوسنۍ فاسده اداره کې ممکنه نه ده ځکه مې ونه لیکله.

ټولو ته د لمر په څیر روښانه ده چې د انتخاباتو کمیسیون د هغه وخت مشر فضل احمد معنوي په تیرو ټاکنو کې د فساد، درغلیو او د یوشمیر شنونکو او شاهدانو په وینا انتخاباتي خیانتونه وکړل، د ولسي جرګې په ټاکنو کې درغلۍ نه بلکې په درغلیو کې ټاکنې وشوې یعنې ټاکنې له درغلیو ډکې وې او په هغو درغلیو کې بیا د ټاکنو د کمیسیون د هغه وخت ریس خپل کسان انتخاب کړل او هغه یې دټاکنو د وړونکو په توګه اعلان کړل. هغه سندونه ډیر ژر افشا شول چې په دوبۍ او شهزاده سرای کې زموږ د ټاکنو د برخلیک معلومیدل ترې څرګندیدل. د ځینو زورواکو ټیلفوني خبرې خو رسنیو هم خپرې کړې چې د چا د ناکامولو او بل چا د کامیابولو امرونه یې صادرول. دغه راز هغه تصویرونه هم وښودل شول چې یوه بهرنۍ میرمن د پیسو په بدل کې کاندید ته د هغه د کامیابولو ډاډ ورکوي. د ټاکنو د پای ته رسیدو په لومړیو شپو کې د معنوي د دفتر ریس هم له هیواده وتښتیده… داسې په سلګونو سندونه چې له بده مرغه د هیواد عدلي او قضایي ارګانونو سم ونه څیړل.

کله چې د تیرو پارلماني ټاکنو د درغلیو موضوع رسوایي ته ورسیده او په دې اړه د خلکو پراخو اعتراضونو زور واخیست  افغان ادارې ایله بیله د هغه وخت د ټاکنو د کمیسیون ریس فضل احمد معنوي له دندې ګوښه کړ. هغه یې د څیړنو لپاره محکمې ته ور ونه پیژاند.

په هر صورت اوس چې داسې شوي دغه ښاغلی د ټاکنو په کمیسیون کې داسې لاس وهنه کوي لکه چې ددغه کمیسیون برحال ریس وي. د خپل ریاست په وخت کې یې تنظیمي او سیمه ایز کسان چې مقرر کړي و یوازې ده ته وفادار دي. آن د غونډو له منځه ښاغلي معنوي ته ټیلیفوني پیغام ورکوي چې څه وکړي. ښاغلی معنوي بیا ورته هدایتونه صادروي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دوه تنه کمیشنران هر یو سریر احمد برمک او ملیحه احراري دواړه د معنوي ګوش به فرمان کسان دي. تیره ورځ چې ښاغلی سریراحمد برمک له یوې رسنۍ سره د مرکې لپاره راغلی و له مرکې وروسته یې له څو تنو سره د ټآکنو په اړه خبرې کولې. خبره د پنځه فیصده او لس فیصده رایو د اعلانولو په اړه وه. ده وویل چې موږ د شنبې په ورځ هم اماده و خو د رایو په سلنه کې څه ستونزې وې. د معنوي صاحب نظر داو چې سبا لس سلنه رایې په کوم ډول اعلان شي. یوه ترې وپوښتل، آیا معنوي د ټاکنو د کمیسیون مشاور دی که څه؟ برمک ورته ویل نه مشاور نه دی خو د بلا زوی دی ډیر پوهیږي او هلته ډیر بلد دی. موږ ډیرې مشورې له هغه سره کوو.

د تنظیمي ادارې یوه ستونزه خو همدا وي چې کارکوونکی تر خلکو او دولت خپل تنظیم ته وفادار وي. ویل کیږي معنوي د ټاکنو په کمیسیون کې په هره سطحه کې خپل کسان لري او د ټاکنو په اړه ورته هدایتونه کوي. همدا اوس معنوي، برمک او احراري د ولسمشرۍ له یوتن نوماند عبدالله سره په تفاهم کې هڅه کوي د یومیلیون هغو تقلبي رایو د قرنطین مخه ونیسي چې زیاتره یې د عبدالله دي. عبدالله د کمیسیون له کارکوونکو سره د پیسو پر سر جوړجاړی هم د معنوي په وسیله ترسره کوي.

ټول افغان ولس د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له محترم مشرتابه څخه هیله لري چې له دغه کمیسیون څخه د مغرضو کړیو او زورواکو لاسونه لنډ کړي، او ثابته کړي چې د ټاکنو کمیسیون رښتیا هم خپلواک کمیسیون دی.

0 thoughts on “آیا معنوي اوس هم د ټاکنو کمیسیون ریس دی؟ – ویښ افغان”
  1. که د ټولټاکنو مشر پدې برخه کې لازم اقدام ونکړي داځل ټاکنې به هم ښه پایلې ونلري ، داسې برېښي چې معنوی هم پدې لټه کی دئ چې د يو اړخه خپل تنظيم ته وفاداري ثابته کړي او د بلې خوا اوسنئ کمیسیون د خپلوشاګردانو لخوا داسې وشرموي چې مخکنۍ ټولټاکنې اود هغه مردارۍ د خلکو له یاده وباسي

  2. معنوي د نظار شورا یو فعال او متعصب کس دی چې کرزي کاکا د کمیسیون مشر کړ او اوس هم غیر مستقیم حکومت کوي. کرزي پښتتنو ته دومره تاوان رسولای دی چې یوازې د ملا عمر له قتل عامونو سره مقایسه کېدای شي.

  3. ملا معنوی د نظار شورایانو غړی دی او دی به کوشش کوی چی خپلی ولسوالی ته کار وکړی. اما دا ټوله زمینه سازی د کرزی له لاسه ده چی نه تنها پښتنو بلکی ټول ملت ته سخته ضربه ورکوی

ځواب ورکول hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *