تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، د پاکستان استخباراتي ادارې آی ایس آی شاوخوا ۸۰۴۵ فیسبوکي اکاونټونه جوړ کړي چې د پښتون، تاجک، هزاره او ازبک په نومونو د افغانانو ترمنځ قومي، مذهبي او سمتي اختلافات رامنځته کړي.

ملي امنیت له افغانانو غوښتي چې د دغو جعلي فیسبوکي پاڼو پر مضرو تبلیغاتو ونه غولېږي.

دې ادارې د ټولنیزو شبکو پر کاروونکو ږغ کړی چې د قومي او سمتي کرکې خپروونکو ته متوجه واوسي او د افغانستان د دښمنانو د منفي تبلیغاتو تر اغېز لاندې را نه شي.

په ټولنیزو شبکو، په ځانګړي ډول په فېسبوک کې د قومي اختلافاتو اور ته د لمن وهلو په هدف په پراخه پیمانه د یو بل قوم ته ښکنځلې او سپکې سپورې لیکل کېږي خو د افغانستان حکومت د دې ډول ښکنځلو مخه حتي د ارګ په ویبپاڼو کې هم نه ده نیولی.

د جمهوري ریاست فېسبوکپاڼه د مجهولو تبصره لیکونکو له بې شمېرو قومي ښکنځلو ډکه ده.

د ارګ له فېسبوکپاڼې څخه

د نورو دولتي ادارو او چارواکو فېسبوکپاڼو هم تعصب خپروونکو ته میدان ورکړی دی. خو که دوی هر هغه څوک چې په قومي او سمتي بنیاد پر انتقاد کوونکو بندیز (ban) ولګوي، تر ډېره به ستونزه حل شي.

یو شمېر نظرخاوندانو د ملي امنیت تر ریاست ډېر وړاندې شک څرګند کړی و چې دا ډول تبصرې د افغانستان د دښمنانو له لوري ګومارل شوي عناصر د یوه منظم پروګرام له مخې خپروي.

د ملي امنیت ریاست په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا د دا ډول اکاونټونو د مخنیوي لپاره به عملي اقدام وکړي او که نه.

دې ریاست د ایران له لوري د تعصب خپروونکو جعلي فېسبوکپاڼو، ازانسونو او ویب سایټونو یادونه نه ده کړې.

د افغانستان د ژورنالیستانو ملي اتحادیې نن په یوه خبرپاڼه کې په دې اندېښنه ښوولې چې په وروستیو ورځو کې په کابل کې د انترنیټ سرعت خورا ټیټ شوی دی.

دا ټولنه شک لري چې حکومت به د دې لپاره چې د خلکو انتقادونه او اعتراضونه وانه ورېدل شي، قصداً انترنیټ محدود کړی وي.

د مخابراتو وزارت تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

6 thoughts on “آی ایس آی د افغانانو ترمنځ د قومي کرکې د خپرولو لپاره په زرګونو جعلي فېسبوکپاڼې جوړې کړي”
  1. ایران جعلی بیسبوکپاڼو ته اړتیا نلری، ایران پدرام لری، جاوید کوهستانی لری، سعیدی لری، په ارګ کی شاه حسین مرتضوی لری، به اجراییه کی مجیب رحمن لری، او په زرګونو نور جاسوسان لری هم دولت کی او هم دباندی مدنی مفعولان. پدرام امان الله خان ته علنی کنځلی ونه کړی؟ انور سادات په نوم یوه کوڅه ډبی ګیلمجم په شورا کی د کامری مخ ته ټولو پښتنو ته کنځلی و نه کړی؟ ملی امنیت څه وکړل؟ :که ملی امنیت د داسی کارونو مخه نیسی نو اول یی باید له ښکاره جاسوسانو را شروع کړی، بی له استثنا د هر قوم چی وی، بیا دی دجعلی اکونټونو چاره وکړی

  2. دا خو بېخې د منلو نه ده. دا تعصبونه په پېړئیو وو خو یواځې اوس د فېسبوک له لارې چې ټول وګړي ورته لاس رسی لري ، څرګندېږي.
    پخوا لا په کوڅو کې به یې وویل: دغه بغه یت نمی فهمم، افغان غول، ازبک کله خام. هزاره موش خور……………..
    او همداسې ډول ډول څرګندونې.
    دا تعصب تر ډېره بریده زمونږ له تاجک ورونو سرچینه اخلي. د خپل نفوس په تناسب دوه چنده ونډه په حکومت کې لري، ژبه هم ددوی چلېږي خو د فاشیست نومونه بیا نوروته ناحقه کاروي.

    1. سپینه ورروره کاملاً حقیقت ته دی اشاره کری ده دیره زیاته مننه

  3. کاش د ملي امنیت د ټولنیزو رسنیو برخه لیږ له عشق او عاشقي خلاصیدای او کنترول یی کولای، وطن داسې وټ دي چې هر څوک هر څه وغواړي کولای شي، ملي امنیت اداره یې هم د عادي وګړو په څیر ننداره کوي…. چې هغوي دومره بې شمیره جعلي حسابونه جوړ کړي، تاسو یی حک کړي، ایا په ټول افغانستان کې داسې څوک نشته چې یو فیسبوکي اکاونټ حک کړي؟؟؟؟ هیڅ فیسبوک څه په درد خوري څو چې وضعیت نورمال کیږی ټول فیسبوکي خدمتونه بند کړئ

  4. ای اس آی به وی خوداپنجشیریان دهغوی نه زیات قومی مسایلو ته لمنه وهی

ځواب ورکول شمس ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *