تاند- د لر او برو افغانانو یوې لویې ډلې د شنبې په ورځ د انګلستان د لندن په ښار کې د پاکستان د های کمېشنر د دفتر مخې ته لاریون وکړ.‌

لاریونوال چې شمېر یې سلګونو تنو ته رسېده په پښتونخوا کې یې په باچاخان پوهنتون د چارشنبې د ورځې ترهګریزه حمله چې ګڼ شمېر محصلین او استادان په کې ووژل شول وغندله او د پاکستان د استخباراتي ادارې،‌ آی اېس آی، پرضد یې شعارونه ورکړل.

د لاریون د برخه والو په وړاندې د وینا پر وخت د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د برتانیا د څانګې یوه فعال فایق خان یوسفزي  وویل چې د پاکستان حکومت له شپېتو کالو راهیسې له پښتنو نه مالیه اخلي خو په مقابل کې یې پښتانه او د پښتنو بچي حلالوي.‌

نوموړي وویل چې هغوی سره منظمېږي او د دا هر څه حساب او کتاب به کوي،‌ او هغه ورځ لیرې نه ده چې پنجابیانو ته ووایي چې له تاسو سره نور زمونږ وخت نه تېرېږي.‌

ښاغلي یوسفزي خپلې خبرې د غونډې د برخه والو په بدرګه په دې شعارونو سره پای ته ورسولې چې «افغان جینوسایډ،‌ بند کړئ،‌ بند کړئ»‌ او «ټول پښتون له کندهاره تر اټکه () سره یو د ننګ په کار پټ او آشکار»

دې ته ورته غونډې او لاریونونه تېره او وړمه ورځ په پېښور او بنو کې هم ترسره شوي ول او خلکو په کې د پاکستان د حکومت او استخباراتي ادارو پر ضد د کرکې څرګندونه کړې وه.‌

که څه هم چې له پاکستان څخه خپرېدونکي تلویزیوني، راډېوي او چاپي رسنۍ هڅه کوي چې د باچاخان پوهنتون د پېښې پړه له پاکستان نه لیرې کړي، خو د پښتونخوا سیاسي فعالین او ولسي خلک دې نتیجې ته رسېدلي او هم د باچاخان یوې لمسۍ تېره ورځ په هند کې وویل چې دغه کار پخپله پاکستاني ایجنسیو کړی دی.‌

7 thoughts on “آی اېس آی باید نور ترهګرو ته پناه ځایونه او مرسته ورنه کړي،‌ په لندن کې لروبر افغانان”
  1. ښاغلو او زړه ته نیږدی مشرانو او کشرانو سلامونه او نیکی هیلی ومنی :
    د فایق خان یوسفزي صاحب پدی کړنی ډیر خوښ شوم ، چی د یو شعار لاندی لر اوبر افغانان سره را ټول شول او لاریون یی تر سره کړو ، د لر او بر افغانانو د یو یوالی لپاره د گوتو په شمار داسی مشرانو ته ضرورت لرو ، د ښاغلی د نورو مبازو په هیله.
    ژوندی دی وی با احساسه لر او بر افغانان

  2. که لر او بر افغانانو تر منځ د ګوتو په شمېر د مينې او خلوص استازي پيدا شي، زه پردې باور يم، چې روانې بدبختۍ به پای مومي او سوله به راستنيږي.
    بريا مو په يووالي کې ده، يووالی زموږ ژوند او راتلونکی تضمينوي.

  3. افغانان ټوله سره یو دی که دلردی که دبر دی
    اوکه سره یو نشی نوبه ورک شی
    نړی ټوله ورته ګوری چی افغانان دډیورند هغه غاړه اوهم داغاړه د تاریخی دښمنانو انګریز اودهغو دمزدورانو او اجنتانواودناتو دنظامی فکت نورو اونورودخوا په ډول ډول تو طیو اودسیسووژل کیږی ، ترور :یږی منفجر کیږی، فرار او تبعید ټه جبرا مجبورکیږی او حتی تردی حده چی دپښتنو دسترمشر او قاید اعظمخان بابا باچاخان دعالی زدهکړو مرکزپوهنتون باندی دنامردی او بیغیرتی حمله او انفجار کیږی اوبیګناه استادان اومحصلین شهیدانکیږی اودا ددی دپاره کیږی چی دافغانستا دسولی خبری یو ځل بیا له ستونځو سره مخ اوپاته کړی داټول پوهیږو چی دا دپاکستان دای اس ای خاینانه دسیسه ده تر څو یو ځل بیا دسولی موضوع دځنډاو خنډسره مخ کړی .افغانان خپل تاریخی دښمنان پیزنی او دا تاریخی دښمنان هم افغانان ښه پیژنی چی لاتر اوسه یی ماغزه په قرار ندی …..خو پښتانه باید بیدار او هوښیار شی .

  4. دغه یون او لاریون ډیر ښه او هڅوونکۍ کار دۍ، او بیا په ځانګړی توګه د پخوانی ښکیلاکګر په کور او زړه کی. نور نو باید پښتانه نارینه او ښځینه روڼ اندی ، پوهان ،مخور ښاغلی او آغلی دی ډګر ته را وړاندی شی ،او په ټوله نړۍ کی دپښتون غیرتی او باتور ټبر وژنه او ګوښه کیدنه وغندی. او دی مکر دغه لړی کومه چی د پښتون شاعر په خوله چی وایی نور د پای ټکۍ کښیږدی: (هم می ووژنی .
    (پخپله،هم په ما باندی ژړاکړی! ««»» څه ښه یار دۍ ښه یی مینه، وژل هسی، شیون هسی!
    نن د لر او بر پښتون په کور کی اور بل دۍ، په زوره د پوهی له کاروانه لیری ساتل کیږی او هم ورباندی د ځانمرګی ټاپی وهل کیږی.په افغانستان کی د پښتون اولس سره ټوله معامله سرچپه روانه ده: په اکثریت کی اقلیت دۍ، ژبه یی د دولتی ادارو څخه ایستل (شړل) شویده، تروریست، ځانمرګۍ ،فاشیست ،پسونه،اکثریت جاهل او د علم پوهی او د تمدن ضد اوداسی نور لقبونه ورکول کیږی.
    په زوره جګړی ته اړ ایستل کیږی، له آسمان او ځمکی نه یی اورونه په سر را اوری،
    په لره پښتونخواکی هم حالت تر دی ډیر بد دۍ، هلته هم د پښتانه صلاحیت د اجیر جګړه مار او چوکیدارۍ پوری محدود دۍ. سره لدی چی په لره او بره پښتونخواکی تر ۵۰ میلیونو زیات پښتانه میشت دی، مګرتقدیریی د نوروپه لاسونو کی دۍ . پدی ناخوالو کی تر ډیره ملامتی پخپله دپښتون قوم ده، چی د اتفاق او یوالی پځای یی ځانځانی، ځان غوښتنه! د ملی هویت پخای یی پردیپالنه او دعلم پځای یی د پردیو د ګټو لپاره جګړه غوره کړیده.
    نو راځۍ د یوالۍ، علم او پوهی لاره راخپله کړو، جګړی ته نه ووایو، د پردیو پځای د خپلو ګټو لپاره د باچاخان د عدم تشدد لاره خپله کړو. او خپلی ژبی ته ژمن اوهوډمن و اوسو.په علمی شتمنیو یی بډایه کړو، او خپل حق پخپله وغواړو. د پښتون قوم دويښتابه او یوالی په هیله.
    د خیبر دره خو لار د تلو راتلو ده ««»»په کابل او پیښور کی افغان یو دۍ!

  5. ډېر ښه کار یې کړی دی، د ټولو یې کور ودان او خدای دې ورته بریالیتوب ورکړي چې د لروبر افغان د عزت او وقار د بیا راستنولو په برخه کې پرمخ لاړ شي.

  6. ټـــول پښتــون له کندهاره تر اټکــه «ـــــــــ» سره یو د ننګ په کار پټ او آشکار
    د خیبــــر دره خو لار د تلو راتلوده «ــــــــ» په کابـــل او پیښور کی افغان یو دۍ
    *************************
    زیارمحمد تصور
    ښاغلو او زړه ته نیږدی مشرانو او کشرانو سلامونه او نیکی هیلی ومنی
    د فایق خان یوسفزي صاحب پدی کړنی ډیر خوښ شوم ، چی د یو شعار لاندی لر اوبر افغانان سره را ټول شول او لاریون یی تر سره کړو ، د لر او بر افغانانو د یو یوالی لپاره د گوتو په شمار داسی مشرانو ته ضرورت لرو ، د ښاغلی د نورو مبازو په هیله.
    ژوندی دی وی با احساسه لر او بر افغانان
    ****************************
    مجيد ژړاند
    که لر او بر افغانانو تر منځ د ګوتو په شمېر د مينې او خلوص استازي پيدا شي، زه پردې باور يم، چې روانې بدبختۍ به پای مومي او سوله به راستنيږي.
    بريا مو په يووالي کې ده، يووالی زموږ ژوند او راتلونکی تضمينوي.
    ******************************
    څارنوال علیزی
    افغانان ټوله سره یو دی که دلردی که دبر دی
    اوکه سره یو نشی نوبه ورک شی
    نړی ټوله ورته ګوری چی افغانان دډیورند هغه غاړه اوهم داغاړه د تاریخی دښمنانو انګریز اودهغو دمزدورانو او اجنتانواودناتو دنظامی فکت نورو اونورودخوا په ډول ډول تو طیو اودسیسووژل کیږی ، ترور :یږی منفجر کیږی، فرار او تبعید ټه جبرا مجبورکیږی او حتی تردی حده چی دپښتنو دسترمشر او قاید اعظمخان بابا باچاخان دعالی زدهکړو مرکزپوهنتون باندی دنامردی او بیغیرتی حمله او انفجار کیږی اوبیګناه استادان اومحصلین شهیدانکیږی اودا ددی دپاره کیږی چی دافغانستا دسولی خبری یو ځل بیا له ستونځو سره مخ اوپاته کړی داټول پوهیږو چی دا دپاکستان دای اس ای خاینانه دسیسه ده تر څو یو ځل بیا دسولی موضوع دځنډاو خنډسره مخ کړی .افغانان خپل تاریخی دښمنان پیزنی او دا تاریخی دښمنان هم افغانان ښه پیژنی چی لاتر اوسه یی ماغزه په قرار ندی …..خو پښتانه باید بیدار او هوښیار شی ۰
    ********************************
    محمدربی آماج
    دغه یون او لاریون ډیر ښه او هڅوونکۍ کار دۍ، او بیا په ځانګړی توګه د پخوانی ښکیلاکګر په کور او زړه کی. نور نو باید پښتانه نارینه او ښځینه روڼ اندی ، پوهان ،مخور ښاغلی او آغلی دی ډګر ته را وړاندی شی ،او په ټوله نړۍ کی دپښتون غیرتی او باتور ټبر وژنه او ګوښه کیدنه وغندی. او دی مکر دغه لړی کومه چی د پښتون شاعر په خوله چی وایی نور د پای ټکۍ کښیږدی:
    هم می ووژنی په خپله،هم په ما باندی ژړاکړی ««»» څه ښه یار دۍ ښه یی مینه، وژل هسی، شیون هسی
    نن د لر او بر پښتون په کور کی اور بل دۍ، په زوره د پوهی له کاروانه لیری ساتل کیږی او هم ورباندی د ځانمرګی ټاپی وهل کیږی.په افغانستان کی د پښتون اولس سره ټوله معامله سرچپه روانه ده: په اکثریت کی اقلیت دۍ، ژبه یی د دولتی ادارو څخه ایستل (شړل) شویده، تروریست، ځانمرګۍ ،فاشیست ،پسونه،اکثریت جاهل او د علم پوهی او د تمدن ضد اوداسی نور لقبونه ورکول کیږی.
    په زوره جګړی ته اړ ایستل کیږی، له آسمان او ځمکی نه یی اورونه په سر را اوری،
    په لره پښتونخواکی هم حالت تر دی ډیر بد دۍ، هلته هم د پښتانه صلاحیت د اجیر جګړه مار او چوکیدارۍ پوری محدود دۍ۰سره لدی چی په لره او بره پښتونخواکی تر ۵۰ میلیونو زیات پښتانه میشت دی، مګرتقدیریی د نوروپه لاسونو کی دۍ۰ پدی ناخوالو کی تر ډیره ملامتی پخپله دپښتون قوم ده، چی د اتفاق او یوالی پځای یی ځانځانی، ځان غوښتنه! د ملی هویت پخای یی پردیپالنه او دعلم پځای یی د پردیو د ګټو لپاره جګړه غوره کړیده۰
    نو راځۍ د یوالۍ، علم او پوهی لاره راخپله کړو، جګړی ته نه ووایو، د پردیو پځای د خپلو ګټو لپاره د باچاخان د عدم تشدد لاره خپله کړو۰ او خپلی ژبی ته ژمن اوهوډمن و اوسو.په علمی شتمنیو یی بډایه کړو، او خپل حق پخپله وغواړو. د پښتون قوم دويښتابه او یوالی په هیله۰
    د خیبر دره خو لار د تلو راتلو ده ««»»په کابل او پیښور کی افغان یو دۍ

    ***********************************************************
    هغه ورځ لیرې نه ده چې پنجابیانو ته ووایي چې له تاسو سره نور زمونږ وخت نه تېرېږي۰

  7. بسم الله الرحمن الرحیم
    په چارسده كې د باچاخان پوهنتون باندې٬ د ننګرهار په شينوارو٬ په كابل كې په احمد شاه بابا مينه كې د نجونو په ښونځي باندې او په ژورنالسټانو باندې٬ د وردګو د شنيز په اوتړيو كې٬ په هلمند٬ وزيرستان او كندهار كې د سترو وحشي فرعوني جنايتونو او د افغان د ۴٠ كلنې ټولوژنې يا د پښتنو د جينوسايد د غندنې ٬ د افغان وژنې څخه ستر پېغور جوړونې٬ د دې سترو وحشي فرعوني جنايتونو د عاملينو د محاكمې ٬ مظلومانو ته د پور غوښتنې او د شهيدانو د ياد ژوندي ساتلو او د داسې پېښو د مخ نيوي په اړه د برېتانيا میشته افغانانود پراخه لاریون
    نیټه: ٢٣-٠١-٢٠١٦-
    د پاكستان كمشنرۍ په وړاندې د افغان وژنو دسترو وحشي فرعوني جنايتونو او د ناټو د ناسمو پاليسيو د غندنې په اړه بريتانيا میشته افغانانو پراخه لاریون وکړ. او
    داسی څرګندونې وکړې :
    سترو مشرانو وېيلي دي
     “نيواك ستره بلا او فتنه ده” ګاندي جي وېيلي دي
     “جنايت کړل او سزا نه ورکول کېدل د جنايت په خاطر تر ټولو بد ه فتنه او لويه بلا ده٠ ̋ سوكرات وېيلي دي(اپلاتون او ګورجايس ، ۷۶ پاڼه)٠
     “اپارتايد يا توكمي توپير پالنه ستره بلا او فتنه ده” ستر نلسن روهيلالا منډيلا وېيلي دي۔
     او تر ټولو مهمه دا چې زموږ دين او خدای راته داسې امر كوي چې:


     فې القصاص حيات
     ان الله يامر بالعدل
     په دواړو ځايونو كې دا څرګنده ده چې عدل وكړو تر څو ژوندي پاتې شو٬ نو ځكه عدل غوښتل اړين دي۔
    په دې ټولو پېښو كې چې زموږ افغانان د سترو وحشي فرعوني جنايتو قربانيان شول دا ستر وحشي فرعوني جنايتونه يا د ترهګرو لخوا يا هم د جنايت كوونكو لخوا تر سره شول٬ همدا ترهګر او ستر وحشي فرعوني جنايت كوونكي په افغان ولس باندې همدې ناټو واكمن كړي دي اود ناټو د ولسونو په پيسو او وسلو يې پياوړي كوي۔
    دې څلوېښت كلنې اوږدې جګړې چې په آر او اصل كې د امرېكې او د روس د ګټو جګړه ده چې امرېكې٬ روسيې٬ پاكستان٬ اېران٬ چين٬ ناټو او عربي هېوادونو هم په نيغه او هم د خپلو ګوډاګيانو په مټ زموږ په مېليونونو خلك ووژل٬ په مېليونو معيوب كړل٬ په مېليونونو له خپله كوره وشړل او په مېليونونو نور په مخدره توكيو روږدي كړل٬ چې اوس موږ دا احساس كوو چې زموږ توكم وژنه يا جينوسايد روان دی۔
    ټولې نړۍ ته څرګنده ده چې د سپټمبر ١١ مې پېښو كې نه كوم افغان ښكېل و او نه هم كوم يو په كې مجرم وبلل شو۔ ان كوم طالب مشران چې ګوانتانامو ته واستول شول او كلونه كلونه وكړول شول خو بيا هم د دوی جرم جوت نه شو او بېرته خوشې شول۔
    نو اوس پوښتنه دا ده چې امريكې په افغان خاوره ولې يرغل او پوځي بريد وكړ او ولې يې افغان برمته شوی ولس يو ځل بيا سترو وحشي فرعوني جنايت كوونكو ته د ولسواكۍ تر پلمې لاندې نور هم برمته او لا هم مظلوم كړ؟
    د ٢٠٠١ كال اكتوبر راهيسې چې د امرېكې پوځ او استخباراتو په افغان كليو٬ ودونو٬ جنازو٬ روغتونونو او عامه ځايونو باندې كومې بمبارۍ كړي دي او په شپنيو عملياتو كې يې كوم ماشومان٬ ناوې ګانې٬ زاړه بوډاګان او عام افغانان وژلي دي او په همدې توګه يې ستر وحشي فرعوني جنايت كوونكي لكه دوستم٬ فهيم٬ عطا٬ محقق٬ قانوني٬ خليلي٬ عبدالله او سل هاوو نور پليت جنايت كوونكي ځان سره ملګري كړل او دوی هم د افغان عام وژنې عاملين دي چې د ليلي دښتې څخه پيل بيا په هر ولايت كې يې افغانان كړولي دي او د پاكستاني ترهګر پوځ او ای اېس ای او ايران په لارښوونه چې طالب٬ حقاني او ګلبدين ډلو زموږ هېواد وال په ډول ډول وژلي او ان د موچي په تار حلال كړي دي دا ټول اوس موږ ته زموږ توكم وژنه او د خاورې او خلكو نيواك او كړول ځكه ښكاري۔
    هر ځل چې په افغانستان كې كراري راغلې ده نو يا خو په جوماتونو٬ ودونو٬ جنازو٬ او كليو باندې بمباري شوې ده٬ يا قران سوځول شی٬ يا د افغانانو مړي سوځول شي يا يې په مړيو باندې داره شوې ده٬ يا په شپنيو عملياتو كې زموږ ماشومان٬ ناوې ګانې او بوډاګان وژل شوي دي او يا هم ستر وحشي فرعوني جنايت كوونكو لكه ٬ دوستم٬ محقق٬ عطا٬ سياپ٬ عبدالله٬ شجاعي او كوم بل ستر وحشي فرعوني جنايت كوونكي لكه د وردګو د شنيز په اوتړيو كې په افغان ملي اردو كې د جنايت كوونكو لخوا د افغان وژنې او افغان كړونې جنايتونه تر سره كړي دي۔
    موږ پخوا داسې فكر كولو چې دا د مجبوريت ملګرتياوې او په جګړه كې اشتباهات دي٬ خو چې د دې سترو وحشي فرعوني جنايتونو دې ۴٠ كلنې په ځانګړۍ توګه دې ١۴ كلنې لړۍ ته ګورو نو دا اشتباه نه بلكې قصدي او پلان شوي لوبې راته ښكاري ځكه چې:
    چې هره افغان كورنۍ چې د امريكې پوځ او استخباراتو يا هم دوی جنايت كوونكو ملګرو كړولې ده٬ دې كورنۍ ته بيا نه يواځې دا چې هېچا عدالت نه دی وركړی بلكې نور يې هم كړولې ده او وسلې اخيستلو ته يې مجبوره كړې ده۔ چې همدا كړېدلې كورنۍ د پنجابي ترهګر پوځ او استخباراتو په پاكستان كې روزلې او بيرته يې افغانستان ته د افغان وژنې لپاره رالېږلې ده چې په دې كې د امرېكې او نړۍ والو هېوادونو بچيان هم وژل شوي دي۔
    جګړه په همدې ډول هم توده او هم پراخه كړای شوې ده چې نړۍ والو په ځانګړې توګه د امريكې او ناټو هېوادونو خلكو ته دا څرګنده شي چې دا يوه طبيعي جګړه ده تر څو د دې جګړې لپاره ماليات وركړل شي٬ وسلې او ټكنالوژۍ و ازمويل او پېرودل شي او زړه وسلې وكارول شي او د وسلو شركتونه٬ استخبارات او سياسيون ترې مالي ګټه پورته كړي۔
    كوم وخت چې افغان انسان د جګړې نه ستړی او ستومانه شوی او جګړې ته يې شا كړې ده او جګړه يې سړه كړې ده٬ بيا ګورې چې يا د امرېكې پوځ او استخباراتو په يوه كلي٬ جومات٬ وداه٬ جنازه٬ روغتون يا هم ان په افغان پوځ بمباري كړې ده٬ يا يې قران شريفونه سوځولي دي يا هم سترو وحشي فرعوني جنايت كوونكو ملګرو يې يو د توكم وژنې جنايت كړی دی چې د پېښو ډېری قربانيان پښتانه ولسونه دي۔ نو بيا همدې كړېدلو كورنيو كور او كلي پرېښودلو ته مجبوره شوي او د پنجابي ترهګر پوځ٬ ای اېس ای ٬ اېران٬ طالب٬ حقاني يا هم د حكمتيار ولكو ته لوېدلي دي چې بيا هم هماغه كيسه ده۔
    د پاكستان ترهګر پوځ او استخباراتو مشران٬ د پرويز مشرف څخه نيولې بيا تر حميد ګل او اسد دراني پورې ټول په ښكاره وايي چې اخوانيان٬ طالبان٬ القاعده دوی جوړ كړي دي او په دې كې د امرېكې خوښه او مالي٬ سياسي او پوځې ملاتړ هم ورسره وه او د دې پخلی د امريكې او ناټو ټول اسناد٬ ستر پوځي مشران او كارپوهان كوي۔ چې دوی د اخوان٬ طالب او القاعدې په مټ هم افغانان په سياسي او كلتوري پوډرو سياسي او كلتوري بې سده كړي او هم يې د افغان جينوسايد او كابل سوځونې پاليسۍ پر مخ وړي دي۔
    اوس بيا هم پوښتنه دا ده چې امريكه او ناټو ولې پاكستاني پوځ او اې اېس ای ته د ترهګرۍ پروژې په اړه نه يواځې چې هېڅ هم نه وايي بلكې نور يې په مالي او ټكنالوژيكي امكاناتو چاغوي٬ دا نو نوې لويه لوبه نه ده نو څه ده؟
    د طالب٬ حقاني او ګلبدين ډلې د پاكستاني ترهګر پوځ او ای اېس ای په امر او لارښوونې سره د كابل سوځوني تر سټراټيژۍ لاندې افغان وژنې ته ادامه وركوي او همدا نوې لويه لوبه د افغان په وينو او د امريكې او ناټو هېوادونو په پيسو٬ وسلو او مالياتو چلوي۔
    اوس موږ دوه امريكې٬ دوه ناټو٬ دوه پاكستانه او دوه طالبان پېژنو︕
    يوه هغه امريكه چې د ابرهم لينكن او انسانيت نښې دي چې په خپل كور كې يې مرييتوب او ظلم ختم كړ٬ د ګاندي جي او نلسن منډيلا سره يې د هندوستان او جنوبي افريقې په خپلواكۍ كې مرسته وكړه او زموږ د ولس سره يې كړې مرستې د ستايلو او دوام وړ دي٬
    او بله امريكه هغه چې د افغانانو په ودنو٬ كورونو٬ كليو٬ روغتونو٬ جنازو او عامه ځاينو باندې بمبارۍ كوي په شپنيو عملياتو كې مو ماشومان٬ ناوې ګانې او مظلوم افغانان وژني او افغان ولس يې سترو وحشي فرعوني جنايت كوونكوته برمته كړی چې همدا ستر وحشي فرعوني جنايت كوونكي د ناټو په مالي٬ سياسي او پوځي مټ سره هم افغان ولس باندې ستر وحشي فرعوني جنايتونه تر سره كوي۔
    يوه ناټو هغه ده چې هېوادونه يې د پرمختګ٬ انسانيت او سړيتوب نښې او نښاني دي۔
    خو بله ناټو هغه چې د افغانانو په ودنو٬ كورونو٬ كليو٬ روغتونو٬ جنازو او عامه ځاينو باندې بمبارۍ كوي په شپنيو عملياتو كې مو ماشومان٬ ناوې ګانې او مظلوم افغانان وژني او افغان ولس يې سترو وحشي فرعوني جنايت كوونكوته برمته كړی چې دوی هم افغان ولس باندې ستر وحشي فرعوني جنايتونه تر سره كوي۔
    يو هغه پاكستان دی چې پنجابی انسان خپل ژوند كول غواړي او زما مسلمان ورو او ګاونډی دی۔
    او بل هغه پاكستان دی چې زما كوزه پښتونخوا يې نيولي ده او د ترهګرو پلار او مور ده او د اشرارو او مذهب كارو او سياسي او كلتوري پوډرو او ترياكو په مټ دا شپيته كاله زما د كابل او پېښور سوځولو او د پښتنو د جينوسايد پاليسي پر مخ وړي۔
    يو هغه افغان دی چې د يرغلګر او پليت جنايت كوونكو لخوا مظلوم واقع شوی او عدل غواړي او په كلي او كور كې اوسېږي خپلې خاورې او ولس سره مينه كوي او د يرغلګر څخه كركه كوي خو له بده مرغه څوك عدل نه وركوي او ټوپك ته يې مجبوره كړی او طالب يې ترې جوړ كړی دی۔
    خو بل هغه طالب دی چې د پنجابي ترهګر پوځ او استخباراتو په امر او لارښوونه پېسي ګټي٬ د دوی او د مخدره موادو په پېسو٬ دعربانو او پاكستان٬ اېران او نورو په پيسو وسلې او اكمالات تر لاسه كوي او د افغان وژنې ستر وحشي فرعوني جنايتونه او غدارۍ تر سره كوي۔
    موږ داسې فكر كوو چې:
    نن ورځ د ښكېلاك جنايتونو ملاتړ لكه د ډيورند پلېتې كرښې ملاتړ او د پاكستاني ترهګر او فاشست پوځ ملاتړ د تر ټولو سترې فتنې پلار دی۔
    په مظلومانو باندې د سترو وحشي فرعوني جنايت كوونكو حاكمول د تر ټولو سترې فتنې او بلا مور ده۔
    اوس وروسته له ۴٠ كلونو زهر شنلو٬ عام وژنو٬ يرغلونو او نيواكونو موږ پښتانه\افغانان داسې احساس كوو چې موږ د يوه پليت جينوسايد ښكار يو۔

    نو اوس موږ له ټوله بشريته غوښتنه كوو چې:
    1. موږ هغه د افغان وژنې عاملين او ستر وحشي فرعوني جنايت كوونكي كه په پاكستان ترهګر پوځ د امريكايي پوځ ٬ ناټو٬ كې دی ٬ عربي ٬ايرانی پوځ٬ استخباراتو افغان ملي اردو كې دی كه او كه ستر وحشي فرعوني جنايت كوونكی دوستم٬ عطا٬ محقق٬ عبدالله او طالب او حقاني ګلبدين او دوی ته ورته جنايت كوونكي دی په كلكو ټكو غندو ٬ځكه چې زموږ ژوند اخلي او زموږ د توكم وژنې او جينوسايد عاملين دي او د دوی د افغان وژنې او د افغان كور سوځونې ستر وحشي فرعوني جنايتونه په كلكو ټكو غندو او د دوی محاكمه او د وردګو٬ ننګرهار٬ كندهار او خپل لروبر افغان مظلوم ولس ته پور غواړو︕
    2. موږ د امريكې٬ ناټو او ګاونډيو هېوادونو انساني وجدان باندې غږ كوو چې په افغانستان كې په سترو وحشي فرعوني جنايت كوونكو لكه دوستم٬ محقق ٬ عبدالله او نورو سترو وحشي فرعوني جنايت كوونكو او د پاكستان ترهګر پوځې باندې مالي ٬ سياسي او پوځې مرستې ودروې او پر ځای يې د افغان د كړيدلي ولس سره هغه انساني٬ بشري او پرمختيايي مرستې وكړي چې افغان خلك يې غواړي نه دا چې داسې مرستې چې د افغان د ژوند په بيه تمامې شي او د افغان توكم وژنې او جينو سايد لپاره پرده جوړه شي۔
    3. په پاكستان او اېران كې د پاكستاني ترهګر پوځ او ای اېس ای په لاس جوړې شوې د ترهګرۍ اډې ړنګې كړئ او د مخدره موادو كاروبار ودروئ۔
    4. د ډيورنډ پليته كرښه ړنګه كړئ تر څو د افغان وجود بشپړ شي۔
    5. افغانستان سره پرمختايي مرستې وكړئ او د افغان ژغورنې د چتر ملاتړ وكړئ چې افغان ځوان سياسي نسل يې جوړوي۔
    موږ خپلو حق او عادلانه غوښتنو ته مثبت ځواب غواړو او زموږ د افغان ژغورنې وجداني او ايماني مبارزې به د برياليتوب تر پايه دوام لري۔
    په درنښت په بريتانيا كې د افغان خلكو استازي۔

ځواب ورکول څارنوال علیزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *