ليکوال : مفتي احمد نوري ضيائی

سوال : بعضي مخالفين او مبتدعين او د مذهب ضد کسان په خلقو کي تبليغات کوي او وائى چې د حنفي مذهب مسائل او احکام د احاديثو مبارکانو څخه خلاف دي او دوى دليل د بخارى شريف په احاديثو سره وائى او يو څو مسائل ئى را وړاندي کړي دي لکه د  مقتدي لپاره قراءة ويل، او آمين په زوره ويل، او د رکوع  او سجدي څخه د راپور ته کيدو په وخت کي لاسونه پورته کول، او لاسونه پر ځيگرباندي نيول او همدا راز نور مسائل چې په دي هکله حنفي مذهب د بخاري ‌شريف د احاديثو څخه خلاف عمل کوي نو أيا واقعاً حنفي مذهب د احاديثومبارکانوڅخه خلاف عمل کوي او فقط د امام صاحب مبارک تقليدکوي او که حقيقت بل څه دى .

جواب : د حنفي مذهب تقريباً ټوله اصولي مسائل او احکام چې د حضرت امام صاحب مبارکG څه رانقل سوي دي خصوصاً  هغه مسائل چې په سوال کي ذکر سوي دي نوهغه يا د معتمدو او صحيح احاديثو څخه را اخيستل سوي دي لکن هغه احاديث شريف که په بخارى شريف کي نه وي ذکرسوي نو په نورو کتابوکي حتماً ذکر سوي دي يا داسي مسائل دي چې د هيڅ صحيح حديث سره په ټکر او تضادکي ندي واقع سوي نو اوس دلته څو  پوښتني را پورته کيږي .

اوله پوښتنه : اياصحيح احاديث شريف ټوله په بخاري شريف کي راجمعه سوي دي

 جواب : په بخار ي شريف کي ډيره کمه حصه د صحيح احاديثو شريفو را جمعه سوي ده  ولي ډير داسى احاديث شريف سته چې په بخارى شريف کى نسته د مثال په ډول ډير داسي احاديث سته چې په مسلم شريف ابو داود شريف ترمذى شريف او نورو کتابونوکي راغلي دي لکن په بخارى شريف کي ندي راغلي او همدا راز امام بخاري صاحبG پخپله ويلى دي چې ما په بخارى شريف کى صحيح احاديث را جمعه کړى دي خو هغه صحيح احاديث چې ما پري ئيښى دي او نه مى دي رانقل کړى هغه اکثر دي يعنى د دي څخه ډير زيات دي [1]

او امام بخارى صاحب مبارکG فرمايلي دي چې زما سل زره صحيح حديثونه پياد دي . او دوه سوه زره مي غيرصحيح حديثونه پياد دي  [2]

نو اوس پوښتنه دا ده چې په بخارى شريف کي خو تقريباً ٧٠٠٠  حديثونه راغلى دي هغه هم مکرر ډير پکښى زيات دي نو هغه (٩٣)  زره حديثونه چيري دي ؟ او آيا که يو څوک په هغه نورو احاديثو شريفو عمل وکړي چې په بخاري شريف کي ندى ذکر سوي آيا هغه مخالفت بلل کيږي د ټولوصحيح حديثونو سره ؟ دا بيان ما په مختصر ډول وليکي خو که يو څوک د أحاديثو شريفو په اصطلاحاتوخبر وي او داورته معلومه وي چې د محدثينو په اصطلاح کي حافظ ، حاکم ,  اوحجة , څه ته ويل کيږي نو هغه ته به دا يقيني معلومه وي چې د صحيح احاديثو شريفو تعداد په لکونو دى نو دا معلومه سوه چې بخارى شريف د ټولو صحيح احاديثو مجموعه نده بلکه د صحيح احاديثو يو کوچني حصه ده ،

دوهمه پوښتنه : حنفى مذهب ولي په هغه احاديثو عمل ندى کړى چې په بخارى شريف کي ذکر سوي دي  د دي څه وجه ده چې هغه داسي احاديث مبارکان انتخاب کړى دي چې په بخارى شريف كي ندي ذکرسوي آيا د بخاري شريف سره څه تضاد موجود دي د مذهب اوكه څنگه

 جواب :  اصلاً دا پوښتنه د مخالفينو څه بايد وسي نه د مذهب د خلقو څه  ,  ولي چې حضرت امام ابوحنيفة G  ډير تر مخه دى د امام بخارى صاحب G  څخه , او د حضرت امام صاحب مبارک G په وخت کي نه بخارى شريف جوړ سوي وو او نه نور کتابونه د احاديثو ليکل سوي وه بلکه دا امام صاحب مبارکG  وو چې صحيح احاديث ئى را جمعه کړل او خپل د مذهب احکام ئى د هغوڅه راواخستل نو اوس د مخالفينوڅه او د هغه کسانوڅه چې يوازى او يوازى بخاري شريف پيژني او پر نورو اعتراضونه کوي د هغوڅه دا سوال بايد وسي چې ولي امام بخارى G په خپل کتاب کى هغه احاديث ندي رانقل کړى چې امام صاحب مبارکG او د هغه په سلگونو شاگردانو په هغو باندي عمل کاوه او ولي ئى هغه احاديث ندي رانقل کړي چې پخپله امام صاحب مبارکG  د صحابه مبارکانو يا د تابعينو څه اوريدلي دي او هيڅ يوه شبهه او وسوسه د صحت په لحاظ نسته پکښى .

دريمه پوښتنه : بخارى شريف خواصح الکتب دى يعنى د قرآن شريف څخه وروسته هغه صحيح ترين د کتابو بلل سوى دى او احاديث د بخارى شريف د صحت په لحاظ ډيرکامل دى نو ولي مذهب په دغه احاديثو باندي عمل نکوي چې ډير زيات صحيح دى ،

جواب : اول خو دا وايو چې د حنفى مذهب امام چې کله خپل مذهب ترتيبا وه  نو په هغه وقت کي بخارى شريف نوو جوړ سوى چې څوک ووائى چې ولي ئى دا حديث پريښوۍ او ولي ئى دا حديث را واخيستى بلکه هغه احاديث مبارکان چې حضرت امام صاحب مبارک G ته رسيدلى وه په هغوکي ئى خپل د طاقت مطابق هغه صحيح احاديث راجمعه کړه او خپل مذهب ئى د هغو مطابق ترتيب کړى او بله خبره دا ده چې په احاديثو شريفوکي دوي خبري ضرورى دي يو صحت د احاديثو دى يو پوهنه د احاديثو ده چې  (فقه الاحاديث)  ورته ويل کيږى ولي احاديث شريف لکه څونه چې صحت ته د اسناد ضرورت لري په هغه اندازه پوهيدل په احاديثو هم يوه ضروري خبره ده , د مثال په ډول يو قسم آيتونه د قرآن شريف دي چې متواتر دي او په صحت کي ئى هيڅ اشتباه نسته بل پوهه ده په مطلب د آيتونو چې په ډيرو آيتونوکي په مطلب او معنى کي د هغوأيتونو  علماء کرامو اختلاف کړى دى نو د حنفى مذهب علماءکرام هيڅکله د بخاري شريف د احاديثو د صحت په مقابل کي خبره نکوي او نه دهغه د عملي کولو پر خلاف دى بلکه هغه نور احاديث شريف چې په صحت کي د دوى هم مثله دى يا د هغوڅه بالا دى او حکم ئى د بخاري شريف د بعضى احاديثو څخه خلاف دى او د فقهى پوهني پر بناء هغه احاديث د عمل کولو لپاره انتخاب سوى دى او د بخارى شريف احاديث پريښوول سوي دي نو د دي څخه دا مطلب نسو اخستلاى چې حنفي مذهب د احاديثو څخه خلاف دى يا د بخارى شريف پر خلاف دى يابخارى شريف اصح الکتب نه بولي  .

څلورمه پوښتنه : يوازى بخاري شريف نه بلکه صحاح سته يعنى د  احاديثو مبارکانو شپږ سره کتابونه او همدا رنگه مشکاة شريف چې زموږ درسي کتابونه دي په هغو ټولو کي د حنفى مذهب احاديث ندي ذکرسوي ددي څه وجه ده او ولي حنفى مذهب داسى دى چې احاديث ئى په دغه معتمدو کتابو کى ندي ذکر سوي .

جواب : دلته دوي نکتى د يادولو وړ دي اول دا چې محدثين مبارکان خصوصاً د صحاح سته مصنفين په داسى زمانه کي تيرسوي دي چې په هغه وقت کى ټوله توجه د محدثينو مبارکانو يوازي و صحت ته د حديث وه يعني محدثينو مبارکانو کوشش کاوه چې صحيح حديث پيداکړي او رانقل ئى کړي او صحيح حديث د موضوعى حديث او ضعيف حديث څخه جلاکړى او دي ته ئى توجه نکول چې دا حديث د يو مذهب سره برابر دى او کنه فلهذا تاسى وگورۍ چې په يوه کتاب کي د احاديثو د مختلفو مذهبونو احاديث موجود دي بعضي احاديث د امام شافعى صاحبG  د مذهب سره برابر  وي او بعضى احاديث د امام مالک صاحبG  د مذهب سره برابروي او بعضى احاديث د امام احمدحنبل صاحبG  د مذهب سره برابروي او بعضى احاديث د امام صاحبG  د مذهب سره برابروي اصلاً بعضي محدثينو مبارکانو د يوه خاص مذهب پائبندي نکول  , بله نکته دا ده چې د امام صاحب مبارکG  د مذهب او د نورو مذهبونو تر مابين دا تفاوت سته چې نور مذهبونه اکثراً په ظاهر د احاديثو عمل کوي او د امام صاحب مبارکG  مذهب هم حديث شريف او هم پوهنه د حديث شريف مراعت کوي , داسى پوهنه نه چې د حديث شريف د ظاهرڅخه مخالفه وي بلکه که د يوه حديث څخه مخالفه وي نو د بل حديث شريف سره حتماً موافقه وي او اکثره وخت په ډيرو صحيح احاديثوکي داسي يو حديث شريف انتخابوي چې په هغه کي هغه شرائط پرځاى وي چې د هغه شرائطو پر ځاى کول امام صاحب ضروري بللي وي , او ښکاره خبره ده چې داسى احاديث چې هم د صحت په لحاظ او هم د شرائطو په لحاظ پوره وي لږ دي نسبت و هغه احاديثو ته چې شرائط ئى نوي پر ځاى او محدثين مبارکان اکثره فقط د حديث و صحت ته گوري کله چې د حديث د صحت څخه مطمئن سوه هغه را نقل کوي نورنو شرائطو ته نه گوري , او هم دا وجه ده چې کله ناکله دا حاديثو په کتابوکي داسى احاديث را نقل سوي وي چې د هغوحکم يو د بل سره په تضادکي وي مثلا په ترمذى شريف كي ډير داسى بابونه سته چې په يو باب کي ئى منعه کړى وي د يوشئ څخه بيا ئى بل باب د هغه کار د اجازى لپاره ذکرکړى وي نو هرڅوک د‌ي ته مجبورکيږى چې په بعضى احاديثو عمل وکړي او بعضي پريږدي او د دغه انتخاب لپاره امام صاحب مبارک خپل ځان ته شرائط او قوانين لري او ودغه انتخاب ته هرڅوک ضرورت لري هيڅ څوک په دنياکى نسي کولاى چې ټوله احاديث عملي کړي که څه هم ځان ته اهل حديث يا د مذهب ضد يا بل نوم ځان ته کښيږدي  او دغه قوانين عملي کول د انتخاب لپاره معنى د مذهب ده خلاصه دا چې مذهب بعضى احاديث د عملى کولو لپاره انتخابول او بعضى پريښوولوته وائى نه دا چې احاديث پريښوول او خپل فکر پکار اچول د مذهب مطلب دى لکه مخالفين چې تبليغات کوي .

پنځمه پوښتنه : د حنفى مذهب علماء ولي هغه کتابونه نه درسوي چې په هغوى کى د حنفى مذهب احاديث موجود وي پرځاى د دي چې صحاح سته او مشکاة شريف درسوي ،

جواب : د بخارى شريف، مسلم شريف او نورو احاديثو د کتابو ټوله احاديث معتمد او صحيح احاديث دي او په هغوکي يوازي احکام ندي ذکرسوي بلکه احکام , اخلاق , اداب , تصوف , عقائد , مناقب , تفسير , او نور ډيرمضامين ذکر سوي دي نو د حنفى مذهب علماء د هغو درس ته په دي خاطرتوجه کوي چې انسانان د احکامو څه سوا په نورو ټولو مضامينو باندي د صحيح احاديثو د لاري خبر سي يوازي يوڅوحديثونه دي چې مذهب هغه پري ئيښي دي او د هغه په عوض کي ئى په نورو حديثونو عمل کړى دى چې هغه ډيرکم او محدود دي , نو د هغو په جوابونو او د مذهب په دلائلو به هم خلق خبرداره سي او دا عيناً علامه د دي ده چې د مذهب خلق کامل احترام لري د احاديثو او د بخارى شريف او هيڅکله تضاد او مخالفت دامام بخارى صاحب G دکتاب سره نلري البته پکار داده په نن زمانه کي چې هغه کتابونه هم بايد په درس کي شامل سي چې د مذهب احاديث پکښي را جمعه دي لکه مسند امام اعظم ابوحنيفهG  او موطا‌‌‌‌امام محمدG  او داسي نور چې دا کار به ډير مفيدتمام سى او د مخالفينو اعتراضات او د مذهب د خلقو وسوسي به ختمي سي

شپږمه پوښتنه : مخالفين وائى چې حضرت امام صاحب مبارکG  ويلي دي چې کله تاسى يو صحيح حديث  ووينى نو زما مذهب پريږدى او هغه مختاره کړى او همدا راز هغه مبارک ويلي دي چې کله يو صحيح حديث ووينى نو هغه زما مذهب دى هغه مختاره کړى او زما خبره د ديواله ووهى او همدا راز د نورو مجتهدينوڅخه دا غسى اقوال رانقل سوى دي لکن اوس موږ وينوچې په بخاري شريف کي او نورو صحاح سته وو کى صحيح حديثونه سته او د هغوپه صحت کي هيڅ  اشتباه هم نسته لکن د حنفى مذهب خلق او نورمقلدين د خپل مذهب پيروي کوي او د هغه حديث اتباع ئى پري ئيښى ده نو دا په حقيقت کي دوى د خپل امامانوخبره هم نه مني .

جواب : بى له شک او شبهى څخه امام صاحب مبارکG  او نورو مجتهدينو رحمهم الله تعالى دا خبره کړى ده لکن ددي خبري څخه مخالفين غلطه استفاده کوي حقيقت خو دا دى چې دا خبره د مجتهدينو د مذهبونو خصوصاً د حضرت امام صاحبG  د مذهب حقانيت ثابتوي ولي د دي خبرى څخه خو دا معلوميږى چې مجتهدينو او په خاص طور امام صاحب مبارکGخپل مذهب د احاديثو څخه را اخيستى دى او هيڅ يوه داسى خبره نسته پکښى چې د صحيح حديث څخه خلاف وي او د پوره پوره اطمينان له وجهى ئى دا ويلي دي چې که مو زما داسى خبره وليدل چې د صحيح حديث څخه مخالفه وه نوهغه خبره د ديواله ووهى او شايد داسى جزئياتى به وي چې د بخارى شريف د حديث څخه به مخالفه وي لکن دا د دي معنى نلري چې هغه خبره به د ټوله حديثونو څخه مخالفه وي ولى دا ترمخه تيره سوه چې نه ټوله صحيح حديثونه په بخارى شريف کى سته او نه داسى ده چې صحيح حديث به خامخا په بخاري شريف کي موجود وي بلکه په زرگونو داسى احاديث مبارکان سته چې پوره پوره صحت لري لکن په بخارى شريف کي ندي راغلي نو مخالفين دي مهربانى وکړي او داسى جزئيه دي راپيش کړي چې په هغه کي مذهب يوازي خپله رأيه چلولى وي او د مذهب مطابق صحيح حديث نوي موجود او په مقابل طرف کى ئى صحيح حديث موجود وي لکن د مذهب خلقو هغه پري ئيښى وي او د مذهب پر رايه باندي ئى اعتمادکړى وي او که مخالفين وائى چې شايد بعضى احاديث موږ ته را رسيدلى وي لکن امام صاحب ته نوي رسيدلي نو دا خبره هم د منلو وړ نده ولي حضرت امام صاحب مبارکGتابعى وو او د هغه په وقت کي صحابه مبارکان موجود وه او د ډيرو زياتو تابعينو سره ئى ملاقات سوى دى او په خپله زندگى ئى ټوله و داغه کار ته وقف کړى وه نو څنگه کيدلاى سي چې هغه مبارکان نوي خبر او د اوس زماني يو څوک خبر وي هغه هم په داسى مسائلو کي لکه لمونځ روژه حج او نور فرائض او واجبات ,  او بله خبره لا دا ده چې حضرت امام صاحب مبارکG ويلي دي چې که تاسى صحيح حديث ولىدى نو زما خبره د ديواله ووهى او کله چې امام صاحب يوه خبره کړى وي او په هغه خبره کي صحيح حديث د امام صاحب سره موجود وي لکن په بخارى شريف کى د هغه څخه مخالف حديث موجود وي نو هغه خبره خو د امام صاحب خبره نسوه بلکه د حديث خبره سوه نو هغه څنگه د ديواله ووهي .

 اوومه پوښتنه : دا څنگه کيدلاى سي چې يو صحيح حديث يو قسم حکم کوي او د هغه په مقابل کى بل صحيح حديث موجود وي او يو حديث په بخاري شريف کي يا په بل کتاب کي راغلي وي او هغه بل حديث بيا د مجتهد سره وي او دواړه هم د حضرت حبيب e  مبارک قولونه وي آيا هغه مبارک e  کله يوقسم او کله بل قسم خبري کولي او که څه وجه ده .

جواب : دى ته تعارض دحديثووائى يعني دغسى حديثونه چې حکمونه ئى ظاهراً يو د بل په خلاف وي نو داسي حديثونه موجود دي خو هغه په حقيقت کي يو د بل په خلاف نوى بلکه دا د احاديثو په مطلب او مقصد باندي پوهني ته ضرورت لري چې دغه پوهنه د احاديثو د مطلبونو يو ډير لوى او وسيع ( پراخه ) علم دى او سخت زيات معلومات ته اړتيالري او په دي علم کي حضرت امام صاحبG  ډير زيات ماهر وو او د دغه مهارت په اساس هغه مبارک بعضي صحيح حديثونه پرى ئيښى دي او د هغه سره په متعارض بل صحيح حديث ئى عمل کړى دى نو ځکه پخوانيو علماوو دا اقرارکړى دى الناس عيال ابى حنيفة فى الفقه  يعني خلق ټوله په فقه کى ابوحنيفة صاحب ته محتاج دي او داسي نده پيښه سوي چې صحيح حديث دي امام مبارک G پري ئيښى وي او په مقابل کى دى يوازي په خپل نظر او  رايه باندي عمل کړى وي او که يو څوک لږ اندازه مطالعه ولري او د ترمذي شريف ،  ابو داود شريف , او بخارى شريف ,  احاديث مطالعه کړي نو داسي ډير زيات احاديث به وويني چې ټوله به صحيح وي خو په يوه حديث کي به د يوکار اجازه سوي وي او په بل کى به منعه سوى وي خو هغه احاديث په حقيقت کي سره مخالف نوي بلکه د احاديثو په مقصدونو او حکمتونو او علتونو او تاريخونو باندي عميقي او ژوري پوهى ته ضرورت لري چې هغه پوهنه يوازى د مجتهدينو سره سته هرعالم او هر مصنف هغه کارنسي کولاى , نو په دي لحاظ مذهب ته مسلمانان سخت ضرورت لري ولي هغه سعيه ، تلاش اوهغه کاميابيانى او هغه استعدادونه او هغه تقوى او احتياط چې ددي کار لپاره ضرورى دي هغه بغير له هغه پخوانيو مجتهدينو څخه بل څوک په دي آخرالزمان کي نسى ترلاسه کولاى , تاسي فکر وکړى چې هغه مجتهدين ا وهغه امامان چې هغو د صحابه مبارکانو او د تابعينو سره د سر په سترگو ليدلي وه او د هغود مبارکوخْلو څخه ئى احاديث اوريدلي وه هغه به د حديث په مطلب ، تاريخ ، حکمت او علت ښه پوهيدل او که به (١٤٠٠) کاله وروسته يو عالم چې د صحابه مبارکانو او د تابعينو د زندگى يو تصوير قدر په خپل خيال کي هم نسى جوړولاى او اتباع د ټو لو سنتونو او د شريعت پوره عملي کول ورته محال معلوميږى او د کاملى تقوى داره نفقى پيداکول خو تقريباً ناممکن گرځيدلى دي  , او بل دا دى چې په نن زمانه کي د هيڅ چا سره پوره علم نسته بلکه نقلونه د کتابونو ورسره دي او هغه چا چې د فتاوى ، تفاسيرو او د احاديثو د کتابونو د مطالعى څخه ئى شيان پيادکړى وي موږ هغه ته ستر او لوى عالم وايو او په حقيقت کي خو علم هغه څه ته وائى چې د ده د خپل ذهن محصول وي او چې فقط د نورو کتابونو او علماوو اقوال بيانوي هغه ته ناقل وائى نوآيا ناقل د يو مجتهد عالم وظيفه سرته رسولاى سي؟

[1] مقدمه فتح البارى صـ٥ .

[2] مقدمه فتح البارى صـ ٢٨٨ .

2 thoughts on “أياحنفى مذهب د بخارى شريف د احاديثو خلاف عمل کوى؟”
  1. اسلام علیکم………..
    مفتی صاب!
    پوشتنه لرم هفه داچی که زه صرف الله او رسول و پیژنم ایا زه جنتی جوړیدی شم او یا خیر، او ایا ما په مکمل دین عمل کړی دی یا .خیر؟هرمقلد چه ځواب لری دلته په تبصره که د نوشته کړی په هو یا نه او خصوصا دا مفتیان صاحبان ا و د هغه استادان.

  2. السلام عليكم و رحمة الله و بركاته
    الله پاک دی تاسوعا ته آجر عظیم پر نصیب کری چی داس واضح ، علمی او دینی تشریحات مو کری دی.
    گرجی زه متاسفانه د دین عالم نه یم خو په مذاهبو باندی پوره خاطر جمع وم چی ددوی په صحت کی کوم شک نشته خو بیا به هم کله نا کله شیطان وسوسه راکوله چی په انترنت کی یک سلفی او یا بل نفر دیر په شد او مد تقریر اوریده نو وسوسه به راته پیدا شوله.
    نو اوس الحمدلله تاسو د دا واضح بیان د لوستلو نه می بلکل خاطر جمع شو او دا صفحه می نورو هغه کسانو ته ولیگله چی هغوی هم په خپلو کم علمی په وجه په دیر تشویش او وسوسو کی وه.
    الله پاک دی مونگ ته حسن الخاتمة په نصیب وگرزوی. آمین یا رب العالمين.
    په درنشت
    اسعد صافی

ځواب ورکول safi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *