تاند- د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو له انتخاباتو یوه ورځ وروسته د رای ورکولو په مرکزونو کې له شمېرل شویو رایو داسي څرګندېږي چې ډاکتر اشرف غني احمدزي په رایبکسونو کې د ټولو اچول شویو رایو په سلو کې شاوخوا ۶۰ ترلاسه کړي دي.

تاند ته د انتخاباتو د کمیسیون غړیو، د انتخاباتو څارونکو او د اشرف غني د انتخاباتو د ټیم غړیو وویل چې له شمېرل شویو رایو داسي ښکاري چې انتخابات دوهم پړاو ته نه ځنډېږي او ډاکتر اشرف غني احمدزي په سلو کې شپېته رایې خپلې کړي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس یوسف نورستاني پرون وویل چې په پرونیو انتخاباتو کې شاوخوا ۷ ملیونو افغانانو ګډون وکړ.

ټاکل شوې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د روانې میاشتې په ۲۴ مه ابتدايي پایلې او د ثور په اتمه نهايي یا رسمي پایلې اعلان کړي.

امکان لري چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په وروستۍ پایله کې تغییر راشي ځکه چې د درغلیو په علت یو شمېر رایې ممکن قرنطین او باطلې شي او په ځینو محلاتو کې انتخابات لغوه اعلان شي.

14 thoughts on “ابتدايي پایلې ښيي چې اشرف غني په سلو کې ۶۰ رایې ګټلي”
  1. الله د وکړی دا څکه چی دا هیواد یوه پیاوړی مشرتابه اړتیا لری تر څو د هیوادبرخلیک وټاکل شی او هم دمنځ مهالی نیاو یا عدالت لپاره لاره پرانیستل شی او په پای خلک هم د خپلو رایو په ارزښت وپوهیږی

  2. الله دوکړی چی انتخابات دوهمی دوری ته لاړنشی اوډاکترصاحب دافغانستان ریس جمهورعلان شی لکه څنګه چی ابتدایی خبرونه په ډاګه کوی چی اشرف غنی ترټولونوروکاندیدانومخکی دی نوانشاالله چی په نهایی خبرونوکښی به همداسی وی

  3. we are 100 % sure that ashraf ghani ahmadzai will win the election due to his honesty and commitment for his people . and we also support him

  4. دا خو ډیره د خوښۍ خبره ده ټول افغان ولس ته یی مبارکی وایم او له لوی څښتن څخه هیله لرم چی ډاةتر اشرف غنی د ولس پر قدم قدم کیږدی او دا تیرو ناخوالو ته د اباد لپاره د پای ټکی کیږدی. او پدی لاره کی یی د کامیابی او سرلوړی غواړم.

  5. دا توله درواغ دی په توله افغانستان کی داکتر عبدالله اول دی توله معلومات په سند دی او تاند باید خپله بیطرفی حفظ کری بی ځایه تبلیغ مکوه

  6. کندهاری خوان ته:
    زه فکر نه کوم چی تاسو به دکندهار وی او بیا به ځوان هم وی. او که لږ کم اندازه د کندهاریانو غیرت درپکشی وای تاسو به د عبدالله عبدالله طرفداری نه کوله . ایا تاسو ته د عبدالله عبدالله تاریخ معلوم دی ایا تاسو پوهیږی چی همدغه عبدالله عبدالله د کابل پر ښهریانو په ۱۹۹۳ او ۱۹۹۴ کلاونو کی څه وو چی ویی نه کړل تاسو د عبدالله او د هغه د ګروپ شورانظار حځه خبر یی چی د کابلیانو سیاسری یی بی عزته کړی او ځینو تور سریو له څړ پوړیزه ودانیو ځانونه راګ‌ار کړی.
    اشنا که تاسو فکر کوی چی عبدالله عبدالله که ولسمشر شی نو هیواد او ولس ته به یی کومه ګته ورسیږی خو ستاسو دا فکر او خیا ل بی ځایه دی د ا بیا هم ایران او روسی ته وفادار دی نه د افغان ځوریدلی ولس ته. هیله ده چی لږ د سر خلاص کړی.

  7. کندهاریه ځوانه ځانه ته دی دکندهاری ځوان نوم ورکړی خو خبری دپنجشیریانو کوی ځکه پښتو لیکلای هم نشی

ځواب ورکول Rohullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *