د ابوبکر بغدادي په مشرۍ د داعش ډلې له لوري په ناڅاپي ډول د ځینو سیمو لاندې کولو، په دې وروځو کې د داعش ډله خورا مشهوره کړې او نوم یې په خولو کې ډېر تکرارېدونکی دی. خو دا ډله څوک ده او له کومې راغله؟

ابوبکر بغدادي له ابوصعب زرقاوي د « عراق د اسلامي دولت » په نوم د یوې ډلې له مشر چې په ۲۰۰۶ کال کې ووژل شو، « ابوحمزه المهاجر » او « ابوعمر بغدادي » نه چې په ۲۰۱۰ کال کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شول، وروسته د داعش ډلې څلورم مشر دی، چې دمګړۍ د دنیا تر ټولو خطرناک وګړی شمېرل کېږي.

د هغه اصلي نوم « ابودعاء » یا” الکرار”، ابراهیم بن عواد بن ابراهیم بن علی بن محمد بدری هاشمی قرشی حسینی دی. نوموړی په ۱۹۷۱ کال کې د عراق په سامراء ښار کې زېږېدلی او دمګړۍ ۴۱ کلن دی.

بغدادي خپل ترهګریز فعالیت د اسامه بن لادن په مشرۍ چې په ۲۰۱۰ کال کې د امریکايي ځواکونو له لوري ووژل شو، په القاعده شبکه کې له غړیتوب ترلاسه کولو پیل کړ. هغه قسم خوړلی و، چې له امریکایانو به د بن لادن انتقام واخلي اوپه عراق کې د امریکايي او عراقي ځواکونو پر وړاندې یې د پراخو بریدونو په کولو لاس پورې او خپل قسم یې عملي کړ.

د بغدادي په سر ۱۰ میلیونه ډالره جایزه:

امریکا د ۲۰۰۶ کال په اکتوبر کې په هغه کور برید وکړ، چې ګویا بغدادي په کې اوسېږي او هوډ یې درلود چې نوموړی ووژني. عراقي چارواکیو هم په ۲۰۱۲ کال په ډسامبر کې هڅه وکړه، چې نوموړی ونیسي خو پایله یې ورنه کړه. له هغې وروسته امریکا بغدادي نړیوال ترهګر وباله او د هغه په سر یې ۱۰ میلیونه ډالره جایزه وټاکله.

خو د هغه په اړه شکمنه خبره دا ده، چې له ۲۰۰۵ کال نه تر ۲۰۰۶ کال پورې په عراق کې مېشت په امریکايي زندان کې زنداني و. د امریکايي چارواکیو په وینا، نوموړی یو ارام، مغرور او نه وېرېدونکی شخص و، هغه پنځه کاله په زندان کې په ندرت سره ستونزې رامنځته کړې او له امریکايي ځواکونو سره په وروستۍ لفظي شخړه او له زندانه د وتلو پر مهال یې وویل: په نیویارک کې به یو بل ووینو. امریکايي سرتېرو د بغدادي دا څرګندونې د امریکا پر وړاندې ګواښ وباله. امریکایانو له عراقه له وتلو وړاندې ډېری خطرناک بندیان د دې پر ځای چې عراقي حکومت ته یې وسپاري، له بنده خوشې کړل.

د داعش متفکر مغز:

ابوبکر بغدادي یو ارام او جدي شخص دی، چې توانېدلی ترهګریز فعالیتونه له لومړني حالت څخه د پرمختللو وسلو استعمال ته لوړ کړي او په عین حال کې د خپلې ډلې هماغه لومړی فکر او عقیده خوندي وساتي. هغه په عراق کې د وروستیو کړنو او د څو ښارونو لاندې کولو سره، په نړۍ کې په خبر جوړوونکي شخص بدل شوی دی.

بغدادي د عراق او سوریې د ځینو سیمونو په لاندې کولو سره او د « خلافت » د پلي کولو لپاره په هڅو سره د نړۍ خطرناکه شخص ګڼل کېږي، چې دمګړۍ یې ټوله نړۍ ګواښلې او ځان یې د اسلامي نړۍ امیر نومولی دی.

One thought on “ابوبکر بغدادي څوک دی؟ – ژباړن: شعیب یوسفزی”

ځواب ورکول T W ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *