ياغي او سرکښه بنده ګانو زما د هيواد  هر وګړی، هره مورکۍ، هره مېرمن، هره خور ژړولې او کړولې ده.

 د وخت وحشي  بنده ګانو  زما د وطن بې ګنا وګړي په اور کې ووژل، واړه  ماشومان يې د چړو په ګوزارونو شهيدان کړل، د وطن اتل سرتېري يې په شهادت ورسول، هره سیمه د  وحشتونو ښکار ګرځېدلې ده.

د ننګرهار د کوټ ولسوالي د هغې مورکۍ انځور مې سترګو کې نېغ ولاړ دی، چې داعشي ځناورو يې شپږ زامن په شهادت رسولي دي.

زما د هيواد دغه مورکۍ لا اوس هم د انتقام جذبه لري، اوس هم لاد تقدير پر فیصله قانع ده، دولت   داعشي او طالبي ځناور تر اوسه اېل نه کړای شول، ځکه خو هره ورځ د رسنيو له لارې  د دوی د نویو او سختو ظلمونو نه خبرېږو، کله په پاک لمنو مېرمنو تور پورې کوي، په صحرايي محکمو کې يې په سزا رسوي، کله د  کورونو  نور او رڼا له ځان سره وړي،   طالب او داعش  د يوه خره دوه غوږونه دي، دواړه ډلې  د هيواد د پرمختګ مخه نيسي، دواړه ډلې هغه قومي مشران او د سر کسان په شهادت رسوي، چې خلک او قوم پرې راټولېدی شي، ښوونځيو ورانول، د پلونو او پلچکونو الوزول، خو يې د بادا ر  پروژې دي.

دغه ياغي بنده ګان د ظلم په کولو ښاغلي دي، بې دفاع ولس لاسونه تړل شوي او داعش ځناور د خپلو وحشتونو بېلګې ښکاره کوي.    څه موده مخکي ملي امنيت د شورا ريس حنيف اتمر ننګرهار  جلال اباد ښار ته لاړ، هلته يې له خلکو سره ژمنه وکړه، چې د طالب او داعش ريښې به وچوي،  په کوټ ، هسکه مېنه او ټولو نا امنه سیمو کې به د امنيت د راوستلو په موخه نوي پلانونه تر  لاس لاندې ونيسي.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي  د اختر په ورځ کوټ ولسوالي ته لاړ د  بورې مورکۍ ليدو ته ورغی،   د  سيمې له خلکو سره يې وکتل، سرتېرو ته يې د اختر مبارکي وويله.

 دولت باید هغه کورنيو ته خپل ټول پام واړوي، چې د داعشي ځناورو د ظلم او وحشتونو قرباني  ګرځېدلې دي.

 دا يواځينۍ پېښه نه ده چې د ننګرهار په کوټ ولسوالي کې تر سره شوې ده، بلکې تر دې وړاندې  په غزني ولايت کې جلات خان په نوم يو کس هغه مهال د وسله والو ترهګرو له لوري شهيد شو، چې مور يې قران کريم  پرې غوړولی و، همدارنګه د اندړو په ولسوالي کې طالب ځناورو هم د ډېرو کورونه د داعش وحشي جنګياليو په څېر وسوځول، په غزني کې  د طالب ترهګرو له لوري خلک په ژوند د ګاز  په وسیله والېيل شول،  همدارنګه په نورو ولايتونو کې  تر دې ډېرې   بدې پېښې رامنځ ته شوې دي، هر هغه چاته چې ټوپک او ګردنۍ  رسېدلې ده، هغوی  خپل زور ازمايلی او تر ځان کمزوری يې راپرځولی دی.

   د خلق ډيموکراتيک ګوند د  ظلم او تېري کيسې، ورپسې د جهاد په نوم رامنځ ته شوې فتنه، چې په پايله کې پېغلو  د عفت ساتنې په موخه ځانونه تر بلاکونو وغورځول، په زرګونو هيوادوالو شهادت او مهاجرت ټولې هغه دردوونکې  پېښې  دي، چې اوس له ورځې بلې ته د جنګ سوداګر د جګړې په کرکټرونو کې بدلون راولي او جګړه شدت پيدا کوي، هغوی دې اوس د جهاد لاپي نه کوي، چې په سلګونو موټرونه  له شا پسې روان وي، هغوی دې د جهاد لاپي نه کوي، چې ولسمشر يې د اختر مبارکۍ لپاره کورته وردرومي، همدغه جهاديان به اوس دا توره وکړای شي، چې د هيواد سپين سرې مورکۍ د د اعش له ظلم څخه وژغوري، همدغه جهادیان به اوس دومره د نر زامن شي، چې په  هيواد کې  طالب ترهګر له منځه يوسي.

هغوی چې  له دغه ټولو کارونو څخه يو کار هم  نه شي کولی، نو بیا ولې په سلګونو موټرونه پسې روان دي، هغوی چې د پچود  غلا   او د پوهنې د خيالي ښوونځيو خبرونه يې تر نړيوالو معتبرو رسنيو پورې رسېدلي دي،  ولې منصبونه ور کول کېږي، هغوی باید محکمه شي او ساتونکي دې د داعش او طالب د مبارزې لپاره د جګړې ډګر ته ولېږل شي.

دولت چې له دغو کارونو څخه يو کار هم نه شي کولای، نو دومره خو کولای شي، چې د کوټ بوره شوې مورکۍ د هيواد اتله مورکۍ ياده کړي، تر څو نور خلک هم روحيه واخلي د طالب او داعش پر ضد را پاڅي.

5 thoughts on “اتله مورکۍ/ زلفانه”
  1. په قلم مو برکت شه!
    ټولې ليکنې د افغاني ټولنې درد او زګيروی دی،الله تعالی دي ستاسو په څېر مېرمنې لا ډېري کړي، ستا ټيکری دهغو تر شملو ډېر د عزت او غرور وړ دی، چي د انسانانو په وينو هسکي شوي دي. جنګي ليډران يواځي د خپل قدرت په نشه کې ډوب دي، همدغه ليډرانو د اسلام او کفر چنداني پابند نه دي، د قدرت او پيسو لپاره مندر او کليسا ته هم تلی شي.
    ومې نه ليدل چې هره په غير مشروع کار کې د جنګي رهبرانو لاس وي د کوټ مورکۍ بايد د هيواد اتله مورکۍ شي ټول مجاهدين چې په وکلۍ کې وټکوي دونه قرباني يې ورنه کړې نه ده نن د همدغه جنګي ليډرانو کارونه دي، چې خپل افغانان په شهادت رسوي په افغانستان کي د بدبختيو اساس مجاهدينو ايښی دی هغوی له وخته لکه د وږيو لېوانو په څېر يو بل ته خولې اچولي دي.

  2. خدایه زموږ جنګي جنايت کاران تبا او برباد کړي، نني بدبختی تولی د دوی له لاسه دی که دغه جنګي جنايتکاران نه وای نن به د ایران امريکا پاکستان سعودی عرب او نورو خلکو ولی زموږ په هيواد کې استخباراتی پروګرامونه پر مخ وړو خدای تعالی دی تبا کړي
    تاسی ته دی الله ډیر توفیق درکړی چې لا ددغه بدنامه څیرو د رسوايی لپاره ليکنی وکړي

  3. په فکر، قلم او احساس دې زر ځله افرین شه!
    رښتيا هم د ټولنې په ويښتابه کې لکه څومره رول چې نارينه وګړي لري، همدومره يې مېرمنې مسووليت لري، چې د ظلم او تېري په وړاندې خپل غږ اوچت کړي.
    تاسو په ډېره سمه توګه د ظالمانو له مخ څخه پړوني لرې کړي و، رب دې نوره هم خوشاله او سوکاله لره، هيله ده چې خپلو ليکنو ته دوام ورکړې، تر څو مو خپل مسووليت ادا کړی وي.
    ستاسو غوندې مېرمنو دې زرځله افرين وي، هوسا اوسې.
    ستاسو ورور

  4. افغان دولت باید د کوټ د مورکۍ د هيواد اتله مورکۍ ياده کړي، تر اوسه د يوه جنګي ليډر دومره قرباني ورکړې نه ده، لکه دغه مورکۍ چې ورکړې ده، خو کاشکې دولت د خاينو اتلانو پر ځای د هيواد نوموتي او نوميالي کسان اتلان نومولی يوه بېلګه د ننګرهار د کوټ مورکۍ ده، الله دې موږ او تاسو نور له دغه وير څخه وساتي، هيله مند يم، چې تردې بترې تکرار نه شي، که د دوی داسې وحشتونه روان و او دولت ورو، ورو په پلان کار کول، نو د دغه مورکۍ په څېر به نورې ډېرې هم بورې شي.
    ستاسو فکر او اند د ستايلو دی، زلفانې خورکۍ ژوندۍ اوسې.

  5. stasoo likane Deari po zru pori di
    allah tala di wokri che mendi aw khwendi stooso po seer khpal masulyat ada kri
    da che pashto keboard nalaram grani khorky wo ma ba bakhsha
    stasi hara likana zru ta lara momi

ځواب ورکول محمد امين مصون ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *