محمد حنیف اتمر

تاند، جمعه، د جدي ۱۳مه: د ولسمشرۍ نوماند حنیف اتمر د ایراني جنرال قاسم سلیماني په وژنه له دغه هیواد سره غمشریکي ښودلې ده.

د حنیف اتمر د دفتر لخوا په خپره شوې اعلامیه کې د اتمر لخوا قاسم سلیماني شهید بلل شوی او ویلي یې دي چې د ملي امنیت د سلاکارۍ په وخت کې یې ورسره ښې اړیکې لرلې.

حنیف اتمر ویلي: (( د ملي امنیت سلاکار په توګه زما د کاري دورې په جریان کې ، د امنیت ښه کولو او سولې پروسې پیاوړتیا کې د دواړو حکومتونو همکاري د شهید سردار سلیماني له قوي ملاتړ سره پراخه شوه.))

ښاغلي اتمر ټینګار کړی چې د دواړو هیوادونو تر منځ ښې اړیکې په هیواد او سیمه کې د سولې او ټیکاو لپاره لوی اهمیت لري.

اتمر زیاته کړې چې افغانان د دې اړیکو د هر اړخیزې پراختیا په لټه کې، په افغانستان کې د سولې او بیا رغونې لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ او له لانجو څخه د دغه هیواد د لرې ساتلو غوښتنه کوي.

ایرانی لوړ پوړی استخباراتي جنرال قاسم سلیماني نن په بغداد کې له ۹ ملګرو سره یوځای د امریکا په هوایي برید کې ووژل شو.

One thought on “اتمر، هم قاسم سلیماني شهید وباله او له ایران سره یې خواخوږي وښودله”
  1. سلام او احترام ټولو لوستو نکو ته
    دانتر نت فردی او شخصی اعلامیی
    راځی چې دامر یکا او ایران ستراتژی اوپوځی مانورونه دواړه پرېږدو دواړه هېوادونه جلا نظامی بیاوړتیا ، فرهنګ،اړیکی او سیاست
    لری . دواړه بیاوړی او بشبړ توان لری او له موږ متحد دی ! پوښتنه داده چې دواړه هیوادونوڅخه افغانستان به کوم وخت کی د کرزی، پدرام،حنیف ،او اودولا اودلا په شان دتسلیت ،هم غږی او خوا خو ږی پیغام تر لاسه کړی دی .که سیالی خو حماقت دی !اوکه رښتیاوی په خبله لکۍ خوله لګول دی !چې دپلو ماسی نه ده او که له جاسوسی اود پیسو اړیکونه اخوا کوم بل افت وی نویدفع عن بلا ! دافغانستان دخلکو
    دخلکو برخلیک په هکله له کوره یو مشر ویاو هغه خپل مسولیت ګاللی راغلو
    دسیمې، ګانډیتوب او وروری ابعاد و ته دا په اعلامیو او اتکل باندی نه کیږی هغه هم په یوه داسې سوابقو کې چې ملت وړ باندې شرمیږی چې یو فیصد هم نه ملی او نه اسلامی دریخ لری موږ به پردی ښامار څه وکړو؟ له پردی زوی خپله لورښه ده

ځواب ورکول ع.شریف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *