محمد حنیف اتمر

تاند- د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار او د ولسمشرۍ کاندید محمد حنیف اتمر او د ده د انتخاباتي ټیم غړی عطا محمد نور د مسکو غونډه د سولې لپاره مهمه وبلله.

دواړو ویلي چې د مسکو په غونډه کې به ګډون وکړي.

پرون په کابل کې د روسیې سفارت وویل چې د مسکو غونډه د دغه هیواد له دولت سره تړاو نه لري بلکې یو شمېر مسکو مېشتو افغانانو تنظیم کړې ده.

مخکې روسي خبري اژانسونو ویلي و چې دا غونډه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري بلل شوې ده.

ټاکل شوې ده چې د طالبانو د قطر د دفتر د غړیو ترڅنګ پخوانی ولسمشر حامد کری، یونس قانوني، اسماعیل خان، محمد محقق، سید حامد ګیلاني، احمد ضیا مسعود، شهنواز تڼی، عبدالسلام ضعیف، او ذبیح الله مجددي هم د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.

اتمر په یوه ټویټري پیغام کې ویلي چې د مسکو په غونډه کې به د اسلامي جمهوري نظام، اساسي قانون او د تېرو کلونو د بریاوو دفاع وکړي.

د طالبانو د قطر د دفتر مشر شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي چې که طالبانو واک ترلاسه کړ، د افغانستان ټول ملي امنیتي او دفاعي اورګانونه به منحل کړي او د اوسنۍ ملي شورا پر ځای به د علماوو شورا د پرېکړو په اصلي مرجع بدله کړي.

طالبانو د دې لپاره چې د افغانستان اوسنی نظام نفي کړي او خپل امارت د هغه ځای ناستی کړي، همداراز ټینګار کوي چې له حکومت سره خبرې نه کوي خو له نورو ټولو سیاسي ډلو، تنظیمونو او سیاستوالو سره ږغېږي.

اتمر په غیرمستقیم ډول د طالبانو د دې دریځ ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې دوی به د مسکو په غونډه کې د افغانانو ترمنځ پر خبرو ټینګار وکړي او حکومت دې له تنګې دریڅه د سولې پروسې ته نه ګوري او د سولې لپاره دې د سیاسي ګوندونو او ملت رول ته درناوی وکړي.

پخوانی ولسمشرحامد کرزی هم د مسکو په غونډه کې ګډون کوي. ده ویلي چې پرون یې په همدې ارتباط په کابل کې د امریکا له سفیر جان بس سره کتلي او د افغانستان په اړه د مسکو د غونډې په شمول یې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې ورسره کړي دي.

له بلې خوا عطامحمد نور، چې په انتخاباتو کې به د اتمر د بریالتوب په صورت کې د نوموړي اجرايي ريیس یا صدراعظم وي، ویلي چې د مسکو غونډه به په افغانستان کې د سولې هڅې پیاوړې کړي.

په همدې حال کې د جمعیت ګوند د مشرتابه شورا، چې له عطا محمد نور سره یې خپله لار بېله کړې، د هیواد د ملي امنیتي او دفاعي اورګانونو د منحل کولو په اړه د طالبانو څرګندونې وغندلې.

د جمعیت ګوند د مشرتابه شورا رييس سید ابراهیم احمد وویل چې د افغانستان ملي اردو د هیواد له اصلي بچیانو جوړه شوې او ملي اورګانونه «زموږ د زړه او روح په شان دي.»

4 thoughts on “اتمر او نور د مسکو غونډه د سولې لپاره مهمه وبلله”
  1. this peace for pakistan and iran.not for afghanistan.we knows in moscow who did this conference.all are former communist members.

  2. د اتمر و شهنواز خو چاره نشته، خپلې زړې قبلې ته روان دي نوستالجی ته به یې زړه شوی وي. چې دا موجایدین به په کوم نیت هلته ځي؟ حتما به پوتین ایسلام ته رادعوتوي او ایسلامي حکومت به ورجوړوي، ماخو یو وخت له دوی اوریدلي و چې جهههاد وایسلام سرحد نه پیژني.

    او پوتین ته به دا هم وایي چې ګوره پر دغو ټیزنو ریخونو جعلي کمونستانو مو ننګ وکړخپل لوی شوروي مو پرې ټس نس کړ خو دوی ته چې هرڅوک هډوکی واچوي د هماغو پسې روان وي

  3. who are share in Moscow conference;
    FORMER CORRUPTIONIST OF HAMID KARZAI ADMINISTRATION.
    SOME TALIBS&SUB TALIBS
    HEZBI ISLAMIC MEMBER…….
    FORMER COMMUNIST OF MUSCOW
    ALL ARE EXPIRED AND INTELLIGENT FOR OTHER COUNTRY.
    WE NEED TO YOUNG HIGH EDUCATED HONEST NATIONAL AFGHANS.
    WHO LIKE TO WORK FOR AFGHANISTAN

  4. سلام
    اتمر لا ھم خپل سیاسی موقف نہ پیڑنی ۔اتمر د غنی با با پہ حکومت کی دیر پر مختگ وکر ،خکہ ولس مشر ور باندی لہ حدہ زیات باور کری وہ او دغہ اعتماد پہ حقیقت کی دہ تہ د شھرت، قدرت،او غوندو زمینہ برا برولہ ،نوموری پہ دی وخت کی دملی امنیت سلا کار وہ دغو دو مھمو تکو امنیت او سلا کار ددہ حیثیت دیر ا وچت کاوہ نو خکہ یی د ھیواد پہ دیرو مھمو تاکنو،تصامیمو ،پریکرو،لاس لیکنو او فیصلو کی د ھغہ فکر او نظر تہ اھمیت ور کول کیدہ۔
    غنی بابا د دوہ سری حکومت د اصلا حاتو پہ برخہ کی دیر جدّی ولس مشر دی ، ھغہ د سھامی شرکت یو شمیر دارہ ماران قلع اوقمع کرل د یوہ بشپر حکومت ولی د تطبیق لپارہ ،د زیات خدمت فرصت موندلو ،مناسب فرصت پیدا کولو لپارہ یی داخلی او بھرنے مسائل اتمر تہ دزرہ لہ اخلاصہ و سپارل خو خلقی اتمر لہ دی وخت نہ سو استفادہ وکرہ ھغہ مافیا یی دارہ ماران چی دی یی لیری کاوہ او دہ پسی یی بد ویل لہ ھمدغو سر بیرتہ راخرگند شو ھمدا کوم ھمدا اتمر پہ دی وخت کی ھم دومرہ ظرفیت درلود او خپل خان یی ملا کر مگر د ھیواد پہ کچہ د یوہ زعیم پہ توگہ دیر کمزوری او کمکی شخصیت لری چی سیاست دا دول ماشومتوب نہ منی بی لہ دی چی کین لاس توب دی ولس محاسبی لاندی راولی
    خام پورتہ کدی اتمر چی دا دول لوبی سیاسی اخلاق نہ منی ڑرندہ کہ د پلار دہ ھم پہ وار دہ

ځواب ورکول ع۔شریف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *