د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي چې د سیمې ځینې مدرسې په هیوادونو کې کرکه او نفرت خپروي.

محمد حنیف اتمر ځیني رسمي او غیررسمي اورګانونه د دې ډول مدرسو په ملاتړ تورن کړل، ویې ویل، دا ډول مدرسې باید بندې شي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر بې له دې چې د پاکستان نوم واخلي وویل چې باید په جنوبي اسیا کې هغه مدرسې بندې شي چې سخت دریځي پکې روزل کېږي.

افغانستان په ځلونو ویلي چې د پاکستان په یو شمېر مدرسو کې په افغانستان کې جګړې او افراطیت ته تبلیغ کېږي.

ښاغلي اتمر له کابل څخه د سپوږمکۍ له لارې په نوي ډیلي کې یوې غونډې ته وویل:«هغه مدرسې چې کرکه او سخت دریځي خپروي باید بندې شي. هغه په سیمه کې د تروریزم د بنیاد په اساسي عنصر بدلې شوي دي.»

د هندي رسنیو د راپور له مخې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د پاکستان استخباراتي ادارو ته په اشارې وویل، په سیمه کې مدرسې له تاریخي نظره د علم او زغم مرکزونه ګڼل کېدې خو اوس د ځینو خاصو غیردولتي سیکتورونو او دولت له لوري ورڅخه سواستفاده کېږي.

د ډیلي پالیسي ګروپ له لوري په تنظیم شوي کنفرانس کې ستراتیژیکو او دیپلوماتیکو متخصصانو ته په وینا کې حنیف اتمر وویل چې سیمې ته د پنځو تروریستي شبکو له لوري خطر پېښ دی؛ لکه افغان طالبان، پاکستاني طالبان، لشکر طیبه، القاعده، اسلامي دولت یا داعش او د منځنۍ اسیا او چین ډلې.

محمد حنیف اتمر پخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزیر و. ده د کورنیو چارو تر وزارت مخکې د پوهنې او د کلیو د پراختیا او بیا رغونې د وزارتونو مشري هم کړې ده.

اتمر د پوهنې د وزارت په مهال په ټولو ولایتونو کې د مدرسو او دارالعلومونو د جوړولو هڅه وکړه څو د ده په وینا افغان ماشومان د دیني زده کړو لپاره ګاونډیو هیوادونو ته لاړ نه شي او هلته د دیني زده کړو پر ځای تروریستي زده کړې ترلاسه نه کړي.

د افغانستان د پوهنې وزارت په ټولو ولسوالیو کې دیني مدرسې جوړي کړي خو لا هم ویل کېږي چې یو شمېر افغانان د دیني زده کړو لپاره ګاونډیو هیوادونو ته ځي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وویل:«ټولې ډلې، په ځانګړي ډول د اسلامي دولت ډله،  په خپل منځ کې سمبولیکې اړیکې لري. تر څو چې ټولې ماتې شوي نه وي یوه یې نه شي ځپل کېدای.»

د هند هندو ورځپاڼه وايي چې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار دا څرګندونې له دې کبله مهمې دي چې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د نوي منتخب حکومت ستراتیژیک دریځ ښيي.

5 thoughts on “اتمر: د سیمې ځیني مدرسې په افغانستان کې جنګ او کرکه تدریسوي”
  1. ډير محتر م اتمر صاحب.
    ستاسي نظرکاملاء دقيق داچه په ملي اوبين المللي سويه څه تصميم نيسی ددولتينو تصميم دی.ځما شخصی نظر:
    زمونږ دولت بايد په شورای وزيرانو کی لاندی فيصله وکړی،؟
    ۱/دهيواد تولو وګړو ته بايد ابلاغ شي چه خپل او لا دونه په دغو مدرسو کی شامل نه کړی.
    ۲/فيصله بايدوشی چه دنوموړو مدرسو تعليمی اسناد دافغانستان ددولت په نزد داعتبار وړ نه دي.
    ۳/که چيری دنو موړو مدرسو داسنادو سره څوک وزارت معارف ته حاضريږی علاوه داسنادو دمنلو څخه نقدي جريمه اوجسمي جزا يعنی قيد ورته هم تعين شی.
    ۴/دنوموړو مدرسو په هکله بايد فيصله وشی چه دنوموړو مدرسو داسنادو لرلو خلکو ته په دولت کی رسمې ډنډه ورنه کړل شی.
    که چيری داعملی شی بی فايدي به نه وی.
    په درناوی .
    جنرال حبيب الله جلالزوی دهالند څخه

  2. ډاکتر صاجب اشرف غني نوی ټاکل شوی دی. دوی او سلاکاران یې باید د لاپو او اخطارونو پر ځای د سولې او روغې جوړې خبرې ګرمې کړي.
    د افغانستان جنګ دومره ساده ندی چې په یو څو خبرو حل شي.
    ډاکتر غنی هم سهوه وکړه چې ویې ویل امنیت په زور راځي، او منښت او مقبولیت په ځوښه. علي احمد جلالي هم وویل چې سوله باید وشي خو باغیانو ته زاري ونه شي. اتمر هم وایي چې مدرسې بیاد بندې شي.
    دا درې واړه د جنګ پیغامونه دي.
    که په زور امنیت راتلی نو د روسانو په یونیم لک او د امریکا او ناټو په یو نیم لک پ،ځ او سلونو بیلیونو ډالرو په لګښت به راغلی وای.
    راڅۍ د سولې او خیر خبرې وکړو

  3. دیر شه اتمر صاحب
    همداسی په نریواله سطحه دا موضوع را اوچتول پکار دی اوهمدارنگه لکه سنگه چی پورته جنرال صاحب یاده کری ده ددی لپاره قانون جورول پکار دی تر سو نور زمونگ ددینی زدهکرو شوقین طالبان په ترورستانو بدل نکرای شی

  4. مګر صمیم صاحب سوله په زاریو هم نه راځی که په عذر او زاریو راتلای نو د دوکتور نجیب الله او حامدکرزی زاریو خو کومه نتیجه ورنکړه . لومړی خپل سر پکی بایله او دوهم خپل ورور او د تره زوی له لاسه ورکړل.
    انسان خو په رمز پوهیږی مګر هغوی چی نه پوهیږی بیا د لرګی په زور لاری ته راځی.
    په پنجاب کی مدرسی د مسلمانانو د بیلاری کولو لپاره جوړی شوی دی. هغوی د اسلام مقدس دین تحریفوی او د مسلمانانو له پامه یی وربدوی . په قرآن عظیم الشان کی سولی ته « والصلح الخیر » ویل شوی دی. هره جګړه بالاخره په سولی او د سولی په مذاکراتو سره ختمه شویده . مګر زمونږ سرزوری وایی چی د زور اوبه په پورته خیژی.

ځواب ورکول Ahmad Sameem ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *