تاند، سه شنبه، د میزان ۲مه: د دولت ساز ټاکنیزې ډلې مطبوعاتي رهبرۍ تاند ته وویل چې د حنیف اتمر ټاکنیزه ډله له محمد محقق پرته ټوله له دوی سره یو ځای شوې او د بلخ نننۍ غونډه هم ورته عطا محمد نور ترتیب کړې وه.

د دولت ساز ټاکنیزې ډلې د مطبوعاتو مشر ښاغلي رضوان مراد تاند ته وویل، له محمد محقق پرته چې نوموړی له عبدالله عبدالله سره یو ځای شوی دی، تېره شپه عطا محمد نور او د حنیف اتمر د سولې او اعتدال ټوله ټاکنیزه ډله ارګ ته ورغلې او له ولسمشر سره یې کتلي دي.

نوموړي زیاته کړه، عطا محمد د دولت ساز ټاکنیزې ډلې په ملاتړ د بلخ غونډه هم ورته نیولې وه چې د مدیریت چارې یې د بلخ د ولایتي شورا رئیس افضل حدید مخته وړلې.

د رضوان مراد په خبره، پخپله حنیف اتمر له هېواده بهر تللی او د ټاکنیز ټیم ټول غړي یې له ولسمشر غني سره یو ځای شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر غني سرسخته مخالف او د بلخ د ولایتي شورا رئیس افضل حدید نن په بلخ کې د اشرف غني په غونډه کې راښکاره شو او له هغه څخه یې د کلک ملاتړ ډاډ ورکړ.

افضل حدید وویل، دی او ملګري یې د ټاکنو ترسره کېدو پورې له ولسمشر غني ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې عطا محمد نور له عبدالله عبدالله سره د قوي او شدیدو اختلافاتو له کبله هغه د جمعیت اسلامي نوماند نه ګڼي او څو ځله یې ویلي دي چې پر ډاکټر عبدالله به غاښونه مات کړي.

شنونکي وايي، له عبدالله سره د سخت ضد له کبله د غني ټیم ته د عطا محمد نور راتګ به په شمال کې د عبدالله رایې زیانمنې کړي.

په همدې حال کې د ولسمشریزو ټاکنو یو بل نوماند نورالحق علومي هم په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر غني په ګټه تېر شوی دی چې د سرچینې په وینا سبا به لویه غونډه ورته ونیول شي.

نورالحق علومي، له زلمي رسول او شیدا محمد ابدالي وروسته دریم نوماند دی چې ولسمشر غني ته تېرېږي.

One thought on “اتمر هېواد پرېښود، عطا نور ډله یې او د ولسمشرۍ نوماند علومي له غني سره یو ځای شو”
  1. دا علومی غوندی د ګُورم زاړه غوایان دی نور په کور کی کښېنی، همدا څلوېښت کلنی چپه او راسته او د رسوائی نه ډکی غوبلی ئې بس دی
    هیله ده چی ګران وولس شفاف او سالم او د طالبی ښامار د خونینو حملو څخه په امان انتخابات تر سره کړی او هیله ده چی د کاندید د ټاکنو په ظرفیت کی د قومی او عشیره ای او سمتی او ګوندی او ژبنی او نورو ناوړو عناصرو د اختلاط څخه ډډه وسی او فقط د وطن او وولس د آرامی او سوکالی په انګیزه دا ملی دروند رسالت تر سره سی او ددی خلاف کړنه به د څلوېښتو وروستیو کلونو سرو او تورو او زرغونو خیانتونو او جفاګانو د ادامی مانا ولری

ځواب ورکول غلام حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *