حنیف اتمر د افغانستان د سیاسي لوبې هغه تجربه کاره او ستراتیژیست لوبغاړی دی چې مخکې تر مخکې چلېنجونو ته تیار وي. دی چې په خپله هم د افغانستان د روانې غمیزې ژوندی قرباني دی په افغانستان کې د روانې لوبې د بهرنيو او کورنيو لوبغاړو د کمزورۍ او قوت ټکي تر نوروافغان سیاستوالو ښه پېژني ځکه خو له ۲۰۰۲ کال وروسته لکه یو ځلېدونکي ستوري له چلېنجونو سره ډغري وهي او مخ پر وړاندې روان دی.

په امریکا کې چې کوم کتابونه د افغانستان د روانو حالاتو په اړه لیکل شوي په زیاترو کې یې اتمر د یو ښه مدیر په توګه یاد شوی. ده د انګلستان له يورک پوهنتون نه دوه ديپلومه ترلاسه کړي. لومړنی ديپلوم يې د معلوماتي تخنيک او کمپيوټر په څانګه کې او يوه ماسټري يې له ۱۹۹۶ نه تر ۱۹۹۷ کلونو په موده کې د عامه کړنلارو، نړېوالو اړيکو او تر جګړې وروسته بيا رغونې په برخه کې لاس ته راوړې. دحامد کرزي په دوره کې یې لومړی د کلیو او پراختیا وزارت د وزیر په توګه دنده ترسره کړه چې د افغانستان یو له کاره لویدلی وزارت یې په پښو ودراوه او د ملي پیوستون د پروژو په تطبیقولو سره یې د افغانستان د کلیوالي سیمو په پرمختیا کې د پام وړ رول ولوباوه. د ۲۰۰۶ کال په مۍ کې د ښوونې او روزنې وزیر او پر ۲۰۰۸ کال یې د کورنیو چارو د وزیر په توګه دندې ترسره کړې چې د نړیوالو او افغان څارونکو په اند په خپل کار کې بریالی و، خو پر ۲۰۱۰ کال د لویې جرګې پر کېږدۍ له ترسره شوي حملې نه وروسته یې له خپلې دندې استعفی ورکړه او د حق او عدالت ګوند یې جوړ کړ. د نړیوالو رسنیو پر اساس د لویې جرګې پر کېږدۍ د تروریستانو حمله هسې یوه بهانه شوه چې تر شا یې د سولې د بهیر پر سر د کرزي او اتمر ناندرۍ وې.

له اتمر سره تر اوسه ما نه دي لیدلي. غالباُ پر ۲۰۱۲ کال مې غوښتل دده د ژوند او کارونو په اړه یوه مرکه ورسره وکړم، وخت یې راکړ، خو په ټاکلي ورځ ماته یوه ستونزه پیدا شوه او بخښنه مې ترې وغوښته. په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د اتمر د کاندیدلو اوازې ګرمې وې او د ځینو بهرنیو ډیپلوماتانو او ژورنالیستانو له خوا یې د کاندیدېدلو خبرونه خپاره شوي وو، مګر اتمر په ناڅاپي ډول په یوه غونډه کې د اشرف غني احمدزي ترڅنګ ښکاره شو چې له کلیوالي سیمو سره د کاري تجربې لرلو له امله یې د غني د ګټلو چانس زیات کړ. اوسمهال دی د ولسمشر اشرف غني په حکومت کې د امنیت د شورا رئیس دی چې د تېر کال راهیسې د کورنیو او بهرنیو رقیبانو پام ورته تر پخوا زیات اوښتی او ډول ډول تبلیغات یې پر ضد روان دي.

له یو شمېر افغانانو سره دا پوښتنه ده چې ولې په دومره کابینه کې حنیف اتمر د ګاونډیو هېوادونو او کورني مافیایي ډلو له خوا ټارګیټ شوی دی. هغه کسان چې اتمر یې تر برید لاندې نیولي څوک دي او موخه یې څه ده؟

د اتمر په بهرنیو مخالفینو کې پاکستان او ایران او په کورنیو مخالفینو کې یې یو شمېر پخواني مجاهدین + د پخواني ولسمشر کرزي یو شمېر پلویان او د هزاره ګانو یوه شومه حلقه شامله ده چې یو په بل پسې به یې د موخو جاج واخلو.

پاکستان او ایران:

د پاکستان او ایران لویه موخه داده چې افغانستان د دوی په ګاونډ کې یو داسې هېواد وي چې خلک یې له فقر، بې سوادۍ او نا امنۍ سره لاس او ګریوان پاتې شي او د تل لپاره دوی ته محتاجه او ددوی د غلامۍ پړی په غاړه یوسي. اتمر په خپله تېره کاري دوره کې د دغو ګاونډیو هېوادونو د ستراتیژیو د شنډولو په موخه لاندې کارونه ترسره کړي چې اوسمهال ددوی په سترګو کې اغزی دی او په حکومت کې دده له پاتې کېدلو نه وېره لري.

ـ پر ۲۰۰۲ کال چې کله اتمر د کلیو او پراختیا وزیر شو نو د نړیوال بانک او ځینو نورو افغان متخصصینو په مرسته یې د ملي پیوستون پروګرام ډیزاین کړ چې د افغانستان کلیوالي سیمې ورغوي، کلیوالو ته کار روزګار پیدا کړي چې د پردیو له خوا استعمال نه شي او د کلیوالي شوراګانو په جوړولو سره محلي ارګانونو ته ولسي ملاتړ پیدا کړی. دا کار هغه مهال ددې سبب شو چې ولس او دولت سره نږدې شي، کلیوالي ځوانان چې کلونه کلونه یې ټوپک پر اوږه ګرځولی و په پرمختیایي پروژو کې په کار بوخت شي او د افغانستان خلک د هوسا ژوند خاوندان شي. د ملي پیوستون د پروګرام له لارې تر ۴۰۰ ملیونو ډالرو زیاته بودیجه د کلیوالي سیمو پر پراختیا ولګېده، پلونه، پلچکونه او لارې جوړې شوې او خلکو روغتیایي اسانتیاو ته لاره پیدا کړه. پردې سربېره همدې کلیوالي شوراګانو په تېرو دوو دورو ټاکنو کې کارنده ونډه لرله او د یو مشروع دولت د رامنځته کېدلو زمینه یې برابره کړه.

ـ د پاکستان او ایران بله هڅه دا وه چې د تمویل شویو مخ پټو وسله والو او طالبانو په وسیله ښوونځي ړنګ او یا یې دروازې بندې کړي چې افغان ماشومان نالوستي لوی شي او یا هم په پاکستاني مدرسو کې زده کړې وکړي، په دغسې حالت کې به افغان ځوانان د جګړې لیکو ته له تللو پرته بل انتخاب ونه لري او دوی به یې د خپلو موخو لپاره د جګړې د سوند د توکیو په توګه استعمال کړي. اتمر د ولسي دفاع د ستراتیژۍ له مخې د ښوونځيو د ساتنې مسوولیت تر بل هر چا د مخه ولس او ملت ته راجع کړ چې ددې نوښت پایله ښه وه او وروسته بیا د پوهې د ښمنانو خپله ستراتیژي بدله کړه، چې له مخې به یې د ښوونځیو پر ځای زده کوونکي پر لارو ټارګیټ کول.

ـ د ګاونډیو یو له مهمو اهدافو د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو کمزورول، بدنامول او له منځه وړل دي. پر ۲۰۰۸ کال چې کله اتمر د کورنیو چارو وزیر شو نو په پولیسو کې د ریفورم مسلې ته یې ځانګړی پام واړوه. ویل کېږي چې دده او پخواني ولسمشر کرزي ترمنځ یو جنجال دا هم و چې اتمر د سولې د بهیر له لارې په پولیسو او اردو کې د طالبانو له ادغام سره مخالف و. اتمر غوښتل پولیس بې پرې، هېواددوسته او د پردیو له نفوذه پاک وي. اوسمهال هم چې اتمر د امنیت شورا د رئیس په توګه کار کوي د امنیتي ارګانونو ځواکمنولو او مجهز کولو ته یې پاملرنه زیاته ده، له همدې امله دده بهرني رقیبان اتمر ددوی د جنګ د ماشین پر وړاندې دیوال ګڼي.

کورني مخالفین:

اتمر د هغو مافیایي ډلو د سترګو اغزی دی چې غواړي د خپلو شخصي ګټو لپاره د افغانستان په دولتي دستګاه کې ددوی وفاداره کسان دندې ولري او د دوی د شخصي او تنظیمي ګټو ساتنه وکړي. دوی په وار وار د لیکنو، ویناو او تبلیغاتو له لارې غواړي اتمر له امنیت شورا نه لرې کړي او پر ځای یې داسې کس ته لاره برابره کړي چې په راتلونکو پارلماني ټاکنو، ولسمشریزو ټاکنو، د بهرنیو هېوادونو د ګټو په خوندي کولو او د افغانستان په تجزیه کې له دوی سره مرسته وکړي. یو شمېر هزاره ګان چې پخوا یې د چارو د سمون په اداره کې کار کاوه او له دې ادارې نه یې ناوړې ګټې پورته کړي غواړي یو ځل بیا دغې ادارې ته لاسرسی ولري. دغه کسان کله له پخواني جهادي لیبل نه ګټه پورته کوي چې اتمر ته لا هم د یو کمونیست په سترګه ګوري، کله یې په سیمه کې دداعش او پاکستان پلوی بولي او کله یې بیا د افغانستان په شمال کې د نا امنیو لامل چې تورونه یې یو نالوستي افغان ته هم د منلو وړ نه دي.

اتمر په دې وروستیو کې د اشرف غني ترڅنګ هغه کس و چې روسیه او چین یې په اسیا کې د داعش په نامه د روانو لوبو له رامنځته کېدونکو خطرونو خبر کړل او دوی یې دې ته وهڅول چې د مخنیوي لپاره یې لازم ګامونه واخلي. دی په امنیت شورا کې د دندې ترڅنګ دغني هغه پیاوړی مشاور دی چې په امنیتي ادارو کې یې لازمه هماهنګي رامنځته کړې او ددې ترڅنګ له پاکستان سره د روابطو لپاره یې لږ تر لږه یوه داسې ستراتیژي جوړه کړه چې پاکستان به یا د افغانستان د سولې په بهیر کې مرسته کوي او یا به د افغانانو ښکاره دښمني کوي.

پاکستان او ایران اوس په دې پوهېږي چې د ستراتیژیست اتمر په شتون سره د افغانستان د ملي امنیت شورا کولی شي د روانې جګړې ګټونګی شي. دوی د کورنیو ګومارل شویو افغانانو په وسیله د اتمر د پرځولو کوښښ کوي، خو د اتمر له تېرو کارونو او سیاسي تجربې معلومېږي چې دی دغسې چېلینجونو ته مخکې تر مخکې تیار وي او د لوبې د ګټلو لپاره یې په ذهن کې اغېزمنه ستراتیژي جوړه کړې وي.

10 thoughts on “اتمر: چلېنجونو ته تیار سړی/ عزت الله شمسزی”
  1. هوكي داتمرصاحب دشه مدريت نتيجه ده جه دوستم يي ديوه ستر قومي ناورين در رامنزته كولو لفاره فارياب ولايت ته ليزلي ده دوستم غواري جه له دي لاري فه شمال كي له عطا محمد سر ه يو فدرالي نظام جور كري اتمر صاحب اوغني صاحب دي ته نه دي متوجه جه فه لوي لاس ولي دمركزي حكومت رول او اعتبار د يوه غير قانوني جنكسالار فه لأس راتيتوي ددوستم فه دي كار داتمر اداري او امنيتي فوهه تر سؤال لاندي كوي

  2. لومړي او پنځم تبصره کوونکی معلومیږی چی د ښاغلی شمسزی صاحب په قول د پاکستان یا ایران له خوا په افغانستان کی د پنځم ستون غړی دی . دوی هره ملامتی چی د کرزی په دوره کی وی اوس به یی په اتمر صاحب وراچوی. د جنرال دوستم په باب چی زمونږ پنځمی شماری حامد خان لیکلی دی ، باید وویل شی چی هغه د اشرف غنی چی ولسمشر دی اوامر او هدایات نه منی نو د اتمر به څنګه ومنی. زه فکر کوم چی اشرف غنی ته خو اوس یواځی اتمر پاته دی او د هغه په تر لاسه ورکولو به د هغه سیاسی انتحار ته زمینه برابره شی او بیا به هغه د نوی یمو کلونو انارشی او په هر ه کوڅه کی به جګړی وی. او که خبره د کمونست راشی نو دا رژیم خو په شوروی اتحاد کی دفن شو چی اوس یی نوم او نشان نشته او که بیا پاته وی نو جنرال دوستم او بابه جان هم له یاده مه باسی ، د شهید دوکتور نجیب الله د وخت لوی درستیز سترجنرال آصف دلاور چی د ربانی او کرزی په وختونو کی په اوکرایین کی د افغانستان لوی سفیر و او ظاهر طنین په ملګرو ملتونو کی زمونږ دهیواد لوی سفیر وو ستاسو په قول له کمونیزم نه به پاک شوی وی.
    د کمونست او مجاهد سړه او توده جګړه لا پخوا ختمه شویده او اوس دی جګړی نوی ابعاد په داخلی او سیمه ایزه کچه پیدا کړی دی چی متاسفانه په هر حالت کی د ټول افغانستان او خصوصا د پښتنو په ضرر تمامیږی .

  3. I strongly support Atmar saheb. He will save Afghanistan from the present tragedy. He is a well respected person among all Afghans. & intenational community.
    Regards
    Habib Rahmat MEW Advisor

  4. جناب اتمر صیب هغه هېوادپالونکي ملي کدر دی، چې په تېره یوه لسیزه کې ورته ولسونو ډيرې هیلې لرلې دي، هغه نوښتګر او پشتکاره مدیر دی، د خپل مدیریت په دوره کې يې د افرادو په منځ کې کاري تحرک، اعتماد او د همکارۍ فضاء جوړه کړې ده، د هغه په ویناوو کې ځوان نسل ته د وطنپرستۍ پیغام پروت دی او تل احساس بخښونکې خبرې کوي.
    هغه نرم او ارامه غځیږي، د احساساتو طابع نه دی او مسائیل په فکر او سوچ پر مخ وړي، هغه نه یوازې یو ښه مدیر دی، بلکې یو ښه ولسي رهبر هم دی.
    اتمر یوازینی کس دی، چې باید ملت پرې راغونډ شي او دا هېواد له شته، سیاسي، امنیتي او اقتصادي بحرانه راوژغوري.
    ما یو ځل د خوست په تڼیو کې هغه مهال چې د پوهنې وزیر وو، د ده وینا اوریدلې وه، د ده وینا مې ولیکله او په هغه وخت کې مې د مزل په اونیزه کې خپره کړه، ما د ده له خبرو او پیغامونو خوند اخیسته، ده هغه څه ویل چې زما زړه او فکر قبول کړي ول.
    زه تاسو ته ډاډ درکوم اتمر هغه څوک نه دی، چې څوک يې په پټو سترګو د هېواد د سیاست له سټيجه لیرې کړي، اوس هغه د خلکو په منځ کې په میلیونو پلویان او فکري ملګري لري.
    ولسمشر ته هم بایده دې، چې دا کلک او هوډمن شخصیت حمایه کړي او نه یوازې په امنیتي برخه کې بلکې په نړیوالو اړیکو کې يې هم د خپل ستر سلاکار په توګه ومني او د نړۍ د هېوادونو سره د ډيپلوماتیکو اړیکو په ټېنګولو په ځانګړي ډول د سولې پروسې د پرمخبیولو واک او صلاحیت ده ته وسپاري.
    که چیرې یو عیني واقعیت ته پام وکړو، د ولسمشر غني د نظام په چارواکو کې ښاغلی اتمر یوازینی پیاوړی کدر دی، چې د خلکو مخ وراوړي، حساب ورباندې کوي او د نظام راتلونکې ته يې تمه پیدا کیږي.
    که اوسمهال اتمر صیب د نړۍ د ټولو هېوادونو د ولسمشرانو د امنیتي سلاکارانو سره پرتله شي، ښايي تر ټولو پیاوړی او تر ټولو د صلاحیت ښه تعمیلونکی او باپرستيزه شخصیت راڅرګند شي.
    اوږد عمر، ولس ته د سترو خدمتونو او په راتلونکې کې د ولس د یو پیاوړی لارښود په توګه د منلو ارزوګانې ورته لرو.
    په درنښت نجیب الله الوخېل-خوست

  5. که څوک غواړی که یی نه غواړی ، که خوښ وی یا خپه ، که ژاړی او که خاندی ، د هیواد راتلونکی ولسمشر ښاعلی اتمر دی . دا هغه واقعیت دی چی هیڅ څوک پری سترګی نه شی پټولی او د هیواد دښمنان هم پری پوهیږی ځکه خو د ښاعلی اتمر د شخصیت د ځپلو هلی ځلی کوی .

ځواب ورکول Najibullah Alokhil ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *