تاند، جمعه، د عقرب ۱۰مه: اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د شانګهای همکاریو سازمان اتلسمې غونډه کې د وینا لپاره اوزبکستان ته ولاړ.

اجرائیه رياست په دې اړه تاند ته په ورکړیو معلوماتو کې ویلي، ښاغلی عبدالله به د افغانستان په استازیتوب دغې سرمشریزې ته وینا هم وکړي او په حاشیه کې به یې د روسیې، اوزبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان له لومړیو وزیرانو، د ایران د ولسمشر له لومړي مرستیال، د هند له دفاع وزیر او شانګهای سازمان له سکرتر جنرال سره هم وویني.

اجرائیه رئیس به په دغه سازمان کې د خپلې وینا پر مهال د افغانستان په سیاسي وضعیت، اقتصادي همکاریو، ګډو سیمه ییزو پانګونو، پراختیا، د ترهګرۍ ضد جګړه او نورو سیمه ییزو ستونزو باندې خبرې وکړي.

شانګها سازمان د سیمه ییزې امنیتي، اقتصادي او فرهنګي ودې لپاره په ۲۰۰۱ کال کې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان لخوا رامنځته شو.

One thought on “اجرائیه رئیس د شانګهای سازمان اتلسمې غونډې ته ولاړ”
  1. هلته به هم دغنی په غیبت شروع وکړی او دحکومت څخه به ګیلې اوناخوالې به یی بیان کړی فقط چه%۵۰ونډه په حکومت کی دده نده دامتیازاتوپه وخت نیم په نیمه غواړی دمسولیت په وخت کی بیا اپزیسیون دی

ځواب ورکول نبی نیاز ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *